Skip to main content

Who Was Khan Shaheed? Life Story, Books and Struggle

 Who Was Khan? Life Story, Books and Struggle

Biography Of Khan Abdus Samad Khan Achakzai Aka Khan Shaheed. Pashto Article

دخان شهید لنډ ژوند لیک

------------------------



عبدالصمد خان اڅکزی (۷ د جولای، ۱۹۰۷ ز. - ۲ د ډېسمبر، ۱۹۷۳ ز.) د سهېلي پښتونخوا يو مخور ولسي مبارز، سياسي مشر او نامتو ادبي شخصيت ؤ. هغه د خپلو سياسي فعاليتونو او په سياست کې د ښکېل پاتې کېدو په سبب د برتانيوي هند د واکمن حکومت لخوا او بيا وروسته د پاکستاني حکومت لخوا په وار وار زنداني شوی. نوموړی د انجمن وطن په نامه د يوه ولسي غورځنگ مشر او بنسټگر ؤ چې بيا دغه ولسي غورځنگ د هند د کانگرېس او خدايي خدمتگارو له خوا په رسميت وپېژندل شو


عبدالصمد خان اڅکزی د نور محمد خان اڅکزي زوی ؤ. هغه د سهېلي پښتونخوا په گلستان نومې سيمه کې زېږېدلی ؤ. نوموړی چې د خان شهيد په نامه هم شهرت لري، خپلې لومړنۍ زده کړې تر اتم ټولگي پورې په منظمه توگه ترسره کړې وې، بيا يې نورې زده کړې په دوديزه توگه د سيمې له ديني عالمانو څخه ترسره کړي وې. کله چې په ۱۹۲۹ ز. کال کې د سياسي ښکېلتيا په سبب په ۱۴ کاله بند محکوم شو، نو بيا يې په بنديخانه کې په غير رسمي ډول د فاضل پښتو، فارسي، مېټرک او اېف اې په آزموينو کې گډون وکړ او د برياليتوب سندونه يې ترلاسه کړل. نوموړی په پښتو دري، اردو او عربي ژبو ښه پوهېده او احاطه يې پرې درلوده. هغه خپل ټول عمر په زده کړه، فرهنگي او سياسي فعاليتونو تېر کړی او د سياست په ډگر کې له هېواد سره د مينې په گناه د مچ، هري پور او ملتان په زندانونو کې يې سختې شپې او ورځې تېرې کړي


عبدالصمد خان اڅکزی يوازې يو سياسي او ټولنيز شخصيت نه ؤ، هغه يو هر اړخيزه وگړی ؤ چې د رسنيو د چاپ تر څنگ په ادبي او علمي چارو کې هم بوخت پاتې شوی او گڼ شمېر فرهنگي خدمتونه يې کړي دي. ده برسېره پر دې چې د استقلال په ورځپاڼه کې يې خپلې ليکنې خپرولې، د گلستان له مجلې او نورو ملي خپرونو سره يې هم همکاري کوله. د ده ليکنې په يوې سيمې پورې محدودې نه وې، بلکې د افغانستان، بلوچستان او پېښور په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپرېدلې


Books Written By Abdus Samad Khan Achakzai.

دده چا پ شوي کتابونه 



صمد اللغات

Samad Ul Lughat, Pashto Dictionary 

 د پښتو ژبې سيند چې په لس هاو زره لغتونه په کې راغلي. دا سيند په ۱۹۵۳ ز. کال کې د کوټې په جېل کې ليکل شوی دی

My Life and Struggle By Khan Shaheed

زما ژوند 

 په دې اثر کې د خان صاحب ژوند پېښې په ۷۹۰ مخونو کې راغلی دی

۳-پښتو ژبه او ليکدود - دا يوه کوچنۍ رساله ده چې په ۱۹۵۶ ز. کال کې په کوټه کې چاپ شوې ده

Translated Books Of Abdus Samad Khan Shaheed.

دده ژباړل شوي کتابونه 

Gulistan E Shekh Saadi Translation in Pashto

گلستان 

د شېخ سعدي د گلستان پښتو ژباړه - دا کتاب په ۱۹۵۰ ز. کال کې د هري پور په زندان کې ژباړل شوی

Tarjuman Ul Quran of Abu Kalam Azad Translated To Pashto By Khan Shaheed

ترجمان القرآن 

 دا د مولانا ابوالکلام آزاد، د ترجمان القران پښتو ژباړه ده چې په ۱۹۴۷ ز. کال کې د مچ په زندان کې ژباړل شوی

Imam Ghazali Book Kemya E Saadat Translated to Pashto By Khan Shaheed.

کيميای سعادت 

د امام غزالي د کيميای سعادت پښتو ژباړه

Seerat Un Nabi of Shabli Numani translated to Pashto By Abdus Samad Khan Achakzai

-سيرة النبي 

د شبلي نعماني د سيرة النبي د لومړي ټوک پښتو ژباړه


Future Of Freedom book Translated to Pashto by Khan Shaheed

د آزادۍ پای 

 چارلټ اوډايس مارټر د کتاب

 (Future of Freedom) 

پښتو ژباړه

Future Of Freedom Also Translated to Urdu as Azadi Ka Ufaq by Abdus Samad Khan

آزادي کا افق 

 د همدې پورتني کتاب اردو ژباړه

شهادت 

عبدالصمد خان اڅکزی يو ټول منلی پښتون مبارز د گڼ شمېر فرهنگي او ټولنيزو چوپړونو وروسته په ۲ د ډيسمبر، ۱۹۷۳ ز. کال د کوېټې په ښار کې د خپل کور په مېلمستون کې دپاکستان ي جر نیلانو او آی ایس آي دلاسپوڅو له خوا په شهادت ورسید.

اروا دې یې ښاده وي 

Pashto Times Tags.

Who Was Khan Shaheed Abdus Samad Khan Achakzai. 

Books translated to Pashto by Khan Shaheed. Books written by Achakzai. 

Pashto books translations.

Tags And Keywords For Post.

Khan Shaheed. Khan Abdus Samad Khan Birth Day Today. 07 June.

Pashto Info about Khan Shaheed.

Who Was Khan Shaheed Abdus Samad Khan Achakzai. 

Biography Of Khan Shaheed Abdus Samad Khan Achakzai. 

Pashto Bio Data Of Khan Shaheed

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso