Hassan Bin Mansoor Ul Hallaj.
Who Was Mansoor Hallaj? Pashto Info
حسين بن منصور الحلاج
ليک عزير ارمان
12/6/201
غني خان بابا
خوش قسمته خوش نصيبه وي منصوره
خلکو جوړ کړو درله دار څه مزيدار
ده منصور خپل پوره نوم حسين بن منصور وؤ خو مشهور ده خپل پلار منصور الحلاج په نوم وؤ ده منصور نيکه مجوسی وؤ خو پلار يې اسلام قبول کړی وؤ ده منصور تعلق ده فارس يو وړوکی او غريب خاندان سره وؤ ده دوی ده زيګون نيټه يې244 هجری 857ء ده وفات يې په 309 هجری کښ شوی وؤ يعنی ده 65 کالو په عمر کښ پانسی کړی شوی وؤ
سه عالمان وائ چی هغه به انا الحق اواز کولی يعنی زه خدائ يم
او سه عالمان وائ چی هغه به اواز کولی عيناالحق يعی ما خدائ ليدلی
په دی کښ قافۍ اختلاف دے په دغه بنياد 297 هجری کښ ابن داؤد السفانۍ په فتوا حسين بن منصور قرفتار کړۍ شو 300 هجری کښ په دويم ځله قرفتار کړی شو او اته کاله مسلسل بندی کړی شو په 309 هجری کښ ده مقدمی فيصله وشوه او پانسی کړی شو
له وفات نه پس ده عالمانو يو گروپ منصور کافر او دويم گروپ چی پکی رومی او شيخ فريد الدين عطار رحمت عليه غوتی صوفيان هم شامل وؤ منصور يې ولی االله او شهيد حق ياد کړو
ده تصوف په شرح 47 کتابونه او رسالی قلمبد کړی شوی
ده تصوف څلور ارکان دی
(۱) شریعت
(۲) طریقت
(۳) حقیقت
(۴) معرفت
په ابن کثير کښ ليکلۍ شوی چی ده دوی فيصلی درست دی او دوی حسين بن منصور قتل کړی دے
ابن طعميه ليکلی چی چا هم په دغه عقيده منصور قتل کړی هغه کافر او مرتد دے؟
ده دولسو12 کالو په عمر کښ حسين بن منصور قران پاک حفظ کړی وؤ
ده شروع نه ده دوی په خاندان کښ تصوف موجود وؤ الله پاک ده دوی خور له لويه رطبه ورکړی وه ده شپی په وخت کښ په چی هغی عبادت کوؤ نو اسمان نه به يو زنځير زوړند وؤ چی پکی دننه يوه پياله وه او دغه پيالی به ده دی شوندو له راتله او نوش کوله په يې او حسين بن منصور به دغه منظر ليدلو يوه ورځ ده سوچ وکړو چی ده زه چی سه ګورم ده اخر سه دی
يوه شپه دغسی عبادت شروع وؤ زنحير زوړند وؤ پياله راغله جينئ ترينه څکل شورع کړل منصور په خور اواز وکړو چی خوری ستا دی په الله قسم وی ماله هم ترينه سه راکړه
پس يو ګوټ په پيالی کښ پاتی وؤ خور يې څکل پريخول او ورته يې اويل چی ته به يې برداشت نه کړی شی منصور ويل خير لګ ترينه راکړه هغه اخيرنی ګوټ يې منصور ته ورکړو هغه وڅکل چی څنګ يې وڅکل کيفيت يې بدل شو پردی وچتی شوی په وجود کښ يې بی سکونی پيدا شوه او صوفی ايزم داسی حد ته رالو چی په ننی دور کښ ورته وحدت الوجود وائ
ده دغی پيالی څکلو نه پس حسين بن منصور ده ځان نه ورک شو چۍ تر دار پوری لاړو
زيات تره علمان ده حسين منصور په حق کښ دی شيخ ابوعباس ابن عطار (رخ ) وائ چی هغه يو جانباز صوفی وؤ او دوی پسی داسی خبری وتړل شوی چی عقل سره يې هيڅ تعلق نيشته
ده منصور له الله پاک کرامات ورکړی وؤ
امام ابو اقاسم عبدالکريم کثيری (رخ) واي چی ده منصور کومه عقيده ده هغه ده سنت مطابق ده
شيخ اکبر محېې الدين ابن العربی (رخ) واي چی په منصور کوم الزامات دی ټول بی بنياده دی
شيخ عبدالقادر جيلانی (رخ) وائ چی منصور په دغه وخت کښ سخت مشقلاتو سره مخ وؤ او هغه زمانه کښ داسی څوک نه وؤ چی ده منصور لاس يې نيولی وی او له دغی مشقلاتو څخه يې بهر کړی وی
مولانا عبداوهاب شبانی (رخ) وائ چی منصور ده الله پاک ده وليانو څخه دے
حضرت داد بخش ګج په خپل کتاب کشف المهجوم کښ ده منصور تعاريف کوی وائ چی هغه يو لوې او حقيقی بزرک دے او زه يې خپل سردار يا مشر ګنړم
ده دغی پورتنۍ ټولو عالمانو په نزد منصور يو لويې ولی الله دے
امداد الله مکی رخ په خپل کتاب صفحه 35 باندی وائ چی کله علم محنت مشقت له وجی خيالونه له خپله ځانه اوچت شی نو پيا له هر سه نه تير وی او ده حق معائينه کوی او په هر څيز کښ ورته ده الله ذات خکاری هو هو وائ انا انا وائ او ده هغه کيفيت دے چی ده هغه پيالی څکلو نه پس حسين بن منصور باندی طاری شوی وؤ
شيخ ابو سيد وائ چی منصور دومره غټه هستی وه چی ده دوی په شان په مشرق مغرب کښ څوک نه وؤ
شيخ عبدالله خفيف فرمايی چی منصور امام رابانۍ دے
لکه څنګه چی په رواياتو کښ راغلی دی چی جنيد بغدای رخ ده منصور خلافده کفر فتوا ورکړی وه خو حقيقت ده دی چی جنيد بغدادی رخ په منصور الزاماتو لګولو ته ديارلس 13 کاله مخکی له دنيا څخه تلی وؤ
په منصور له کراماتو له وجۍ پی شميره ده جادوګری الزامونه هم لګولی شوی دی
منصور ده الله تعالی په زات کامل يقين لرلو درې 3 يې حجونه کړی وؤ زياتو ملکونه ته يې سفرونه هم کړی وؤ هندوستان کشمير او ملتان ته هم راغلی وؤ دلته يې هم ډير خلق مسلمانان کړی هم وؤ او چی چرته به هم تلو نو ده اسلام تبليغ به يې کوؤ ده قيد په اخيری ورځو کښ يې يو کتاب ده طباسين په نوم ليکلی وؤ هم دغه کتاب ده يو الله ذات منلو دليل دے ده کتاب ثابت کوی چۍ منصور حضرت محمد (ص) ټول انبيا کرام او صحابه (رض) باره کښ صحي عقيده لری
په عباسی دور حکومت کښ ده خليفه وزير عامد بن عباس ده منصور ده پاسه الزامونه ولګول
او ده دغی وخت مليان يې ځان سره کړل ده منصور خلاف يې ترينه فتوا واغيسته چی منصور کافر او مرتد دے ده دغی فتوی په بنياد يې ړومبی په کاڼو اويشتو بيا يې په کوړو اوالو چی په دی يې هم زړه يخ نه شو نو لاس خپی يې ترينه کټ کړی او پانسۍ يې کړو له پانسی نه پس يې ورله بدن وڅيزو ايری يې په درياب کښ ورله لاهو کړی
واې په په دغه ايرو سره ده درياب په چپو کښ موجونه راغل او ده يو طوفان شکل يې اختيار کړو خلقو سره فکر شو چی چرته داسی ونشیۍچی بغداد خار اوبو کښ ډوب شی نو ده منصور جُبه يې واغسته او درياب کښ يې اواهله نو دغی سره درياب واپس خپل حالت ته لاړو
له مختلف کتابونو او رسالو څخه باقی والله عالم
Manqool.
Pashto Times Tags.
Pashto Article about Mansoor Ul Hallaj. Who was Hassan Bin Mansoor Ul Hallaj? In Pashto. Pashto Articles about Mysticism. Mansoor hallaj sook wo. Mansoon hallaj Mansor Halaj koon tha? Biography of Mansoor In Pashto.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.