Skip to main content

Who Was Mir Akbar Khyber? Pashto Life Story, Bio Data and Biography

 Who Was Mir Akbar Khyber? Pashto Life Story, Bio Data and Biography.


مير اکبر خيبر څوک وو؟ 

مير اکبر خيبر د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د پرچم ډلې غړی وو. نوموړی يو پوځي افسر وو چې د غوايي د کودتا څخه يوولس ورځې دمخه، په ۱۷م، د اپرېل، ۱۹۷۸ ز. کال کې ووژل شو. مير اکبر خيبر د خپل ژوند په اږدو کې د پرچم د ورځپاڼې د چلوونکي په توگه دنده ترسره کوله، او د دې تر څنگ يې د افغانستان په ملي پوځ کې د پرچميانو د گومارلو دنده هم درلوده


میر اکبر خیبر د میرافضل خيبر زوی، په ۱۳۰۹ ل یا ۱۹۳۲ ز کال کې د لوگر ولايت د پل علم په ښار کې په یوه بېوزله او کروندگره کورنۍ کې زیږېدلی وو . پلار يې عام بزگر و چې زیات وخت يي قران شریف لوست او په پښتو او دري ژبو يي لیکل کولی شول 


هغه ته لومړۍ زده کړې د پلار له خوا ، له دیني کتابونو څخه ورکړل شوې وې. خیبر ۱۴ کلن و چې له ازموینې وروسته په رشیدیه ( عسکري لېسه ) کې شامل او د هغې له بشپړتوب وروسته په حربي پوهنتون کې په زده کړو بوخت شو . هغه حربي پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې خو په ۱۳۳۰ کال له پوهنتون څخه فارغ شو


ميراکبر خیبر د دهمزنگ زندان کې د حکومت پر وړاندې د لاريون او بغاوت کولو له کبله بندېږي . خیبر په زندان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، انگریزي او اردو ژبې زده کوي او په زندان کې له نورو سیاسي بندیانو سره اشنا کیږي 


په ۱۳۳۵ کال له زندان څخه خلاسېږي . نوموړی له لنډ مهال وروسته ، بېرته کابل ته ځي او د وخت د حکومت له خوا چې لومړئ وزیر يي سردار محمد داود خان وو ، د پولیسو په اکاډمۍ کې د دويم بریدمن په رتبه د تدریسي مدیر په توگه گماري . کله چې د هېواد په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې د مارکسيستي انقلابي آندونو څرک ولگېد او یو شمېر زده کونکي د سردار داود خان له خوا بندي کړی شول، خیبر هم په ۱۳۴۳ لمريز کال د وخت د کورنیو چارو وزارت له خوا وغوښتل شو او ورته سرپټی مکتوب ورکړل شو. هغه ته ېې ووېل چې دا مکتوب د پکتیا والي ته یوسه! کله چې والي دا مکتوب لولي، ښاغلي خيبر ته ، کابل ته د بېرته تگ اجازه نه ورکوي ، په پولیسو کې يې د یوه چارواکي په توگه گوماري

 

لاندینی انځورونو کې تاسو په یو انځور کې هغه صحنه ګورۍ چې د کمونست ګوند د یو مشر میراکبر خیبر د ترور ځای پکې ښکاري؛ هغه پېښه چې د افغانستان د څلوېښت کلنې غمیزې د عطف نقطه ده 


دا نو دقيق د دوهم مکرويان سيمه د دولتي مطبعې مخه ده.

مير اکبر خيبر چې ظاهراً د خلقيانو مشر بلل کيده، د نوموړى د قتل ټول پلان د روسانو لخوا د روسيې په سفارت کې نیول شوی و، خو ظالمې حلقې دا ترور په شهيد داود خان ور تاوان کړ، چې پدې لړ کې د ابلوف په نوم یو روسي سفارتکار همداسې برنامې تطبیقولي، همدغه ترور د افغانستان د سترى غميزى پيلامه شوه. د هاشم میوندوال مرموزه وژل کېدل هم ددې لړۍ يوه کړۍ وه

Copy


Meer Akbar Khyber, Afghan Communist Leader Life Profile, Works and Contributions. Meer Akbar Khyber Aw Da Suar Inqilab Pa Afghanistan Ki. Afghan Leader Mir Akbar Khyber.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso