Who Was Sheikh Chali or Shaikh Chili? Pashto Blog By Latif Yaad.
شیخ چلي څوک و؟
په پښتنو کې دشیخ چلي نوم ډیر مشهور دی ، خو ډیر پښتانه په د ې نه پوهیږي ي چې شیخ چلي څوک واو دکوم ځای و
همداراز په پښتنو کې دشیخ چلي کیسې اوټوکې او لطیفې هم ډیرې مشهوري دي .اوس به راشو چې شیخ چلي څوک و
دی په اصل کې هندوستانی صوفی او درویش و چې دهند دمشهور مغولی واکمن اورنګزیب (July 1658– March 1707) عالمګیر معاصر او دمغولی شهزاده داراشکوه(مړ۱۶۵۹زیږدیز /میلادي ) استادو. دی خوراپوه او ځیرک انسان و
د شیخ چلي اصلي نوم عبدالرحیم و چې د عبدالکریم او عبدالرزاق په نومونو هم یادیده او په عامو خلکو کې یې په شیخ چلي سره شهرت درلود. نوموړی دقادریې دطریقې پیرو او لاروی و
دهند په نیمه وچه (Indian subcontinent) هند اوپاکستان کې دده کیسې او لطیفې دخلکو ترمینځ او په تیره بیا دماشومانو تر مینځ مشهورې دي او دی دساده ګۍ او حماقت سمبول ګڼل کیږي . دده کیسې پر خیالونو او سوچونو ولاړې دي .هندي سینما دشیخ چلي په نامه یوفلم هم جوړکړی دی چې دغه فلم په ۱۹۴۲ زیږدیز کال کې جوړشوی دي . همداراز په هند او پاکستان کې په اردو ژبه دده ډیرې لطیفې او ټوکې او کیسې هم دکتابونو په بڼه چاپ شوي دي چې د (شیخ چلی کی کہانیاں) او (شیخ چلی کے لطیفے) نومیږي
دشیخ چلي مزار دهند دهار یانا د ایا لت په تهانیسر کې کروکشیترته نږدې پروت دی
تاسو په دې انځور کې دهغه مزار لیدلای شئ
(یاد)
Who Was Sheikh Chali or Shaikh Chili? Pashto Blog. Sheikh Chili Stories and Jokes. Sheikh Chili sook o. Pukhto Mazmoon. Pukhtu lekona
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.