Yawa Wraze Yaw Sahra Ta Pa Khkar wotay oom Rawan.
Nazam Ghani Khan
Singer. Sardar Ali Takkar
یوه ورځي یو صحرا کي په ښکار وتی ووم روان
یو ګلاب مي ولاړ ولید، پړقیده ښایسته خندان
زه خفه یې خوا له لاړم، ما وې آه! زما پشان
ته هم ګل یې بدنصیبه روک د زلفو د جانان
نه د چا نیازبیني ګوتي، نرم مخ له به دي یوسي
نه به ښکل دي کړې سرې شونډي د یار سره نازک لبان
هغه غلی شان مسکی سو، وې خان مه کوه خفګان
زه به دا صحرا ورنکړم د ایران په ګلستان
دلته زه یو او یکتایم هلته زر زما پشان
چارچاپېره سپېرې خاوري، زه یوازي یم روښان
دلته دې تور ریګستان کي زه د رنګ او نورلمبه یم
د ښایست چپه نغمه یم، کرشمه د لامکان
ستاپه باغ کي په زرګونو، دي ګلاب زما پشان
یو بې نومه سور دریاب کي یو بې نوم څاڅکی روان
ته دي هم په خپل صحرا کي خفه مسې زما وروره
آخر را به سي دیدن له دي څوک سوی غني خان
غني خان
Pashto Times. Ghani Khan Lyrics
Yawa Wraze Yaw Sahra Ta Pa Khkar wotay oom Rawan.
Nazam Ghani Khan
Singer. Sardar Ali Takkar
Ghani Baba Pashto Nazam Sehra Lyrics
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.