A Wakhta Berta Rasha Yaw Afghan Wazegawa. Pashto Nazam Complete Lyrics
وخـــــــــــــــــــته بیرته راشه یو افــــــــغان وزیږوه
یا خو احــــــــمدخان یا میرویس خــــــــــان وزیږوه
چې ننګ د وطن وکــــــــــــــړي هغه ځوان وزیږوه
یا خو خوشـــــــــــحال خان یا بـــادشاه خان وزیږوه
چې جوړه کړې انګـــــریز ته بیا غــــــــزا د ارنوۍ
... داسې لـــــــــوی غازي میرزمـــــــــان خان وزیږوه
چې بیا دا سره او تور په دې وطن کې په ګونډو کړي
داسې نومـــــــیالی محــــــمد جـــــــان خان وزیږوه
چې تورې د دښــــــــــمن ته یې ســینه لکه سپر وي
وطن باندې مـــــــــین ټول بــــــــــــاتوران وزیږوه
د وخـــت ناخــــوالي زغمي، خو د آه توان یې نشته
یو کـــــــس غواړو، پـــــــیاوړی امان خان وزیږوه
چې بیا د تورې شرنګ یې د غلیم له غوږه تیر شي
دښمن ته لکـــــــه ډال بیا اکــــــــــــبرخان وزیږوه
چې بیا دا خــړ پښتون سره یو موټی او یو تن کړي
د لــــــــوی خـــیبر اتل، بیا ایــــــــمل خان وزیږوه
Pashto Times.Tags
A Wakhta Berta Rasha Yaw Afghan Wazegawa. Pashto Nazam Complete Lyrics. Pashto Nazam Sung By Pashto Singers. A Wakhta Berta Rasha Complete Lyrics In Pashto.
Bacha Khan, Ghazi Amanullah Khan, Ghazi Muhammad Jan Khan, Ghazi Mir Zaman Khan, khushal Khan Khattak, Akbar Khan,
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.