Afghanistan, Yesterday, Today And Tomorrow by Numan Dost.
له لاسه وتلي فرصتونه او نوي چانسونه
له تهکال څه مو هریپور کیمپ ته کډه کوله. دا مو د جلا وطنۍ لومړی کال و. د پېښور له هشنغرۍ څخه یوه اوږده موټر ته پورته شوو. دا یې جي ټ اس (Government Transport Service GTS ) باله. اول سټاپ یې په نو ښار کې واخیست او بیا روان شو
څو ځایه به یو ناڅاپه موټر درزهار شروع کړ. وروسته متوجه شوم چې دا کار هغه وخت کیږي چې له مقابل لوري بل موټر راشي او د ده ټایرونه خامې ته ولویږي
د پېښور- هریپور لویه لاره، چې د حسن ابدال په سیمه کې ترې د راولپنډۍ او اسلام اباد سړک جلا کیده، ډیره نرۍ وه. دومره چې که له مقابل لوري به موټر راغی نو یوه باید یو طرف ټایرونه خامې ته غورځولي وای
له دې لارې څخه زموږ د شاهي دورې لارې ډيرې معیاري او پراخه وې.
کله چې په هریپور کېمپ کې میشت شوو، ځینې پنجابیان خوشاله ول. یوه سپین ږیري ویل: پخوا دلته شاړه وه. موږ چې به د هریپور بازار ته تللو، نو ټنګه ( آس ګاډۍ) به مو کرایه کړه. یو نفر به ټوپک سره ناست و چې ځناور حمله ونکړي
خو وروسته د پېښور- هریپور دا تنګه لویه لاره په موټر وې بدله شوه. هریپور غوندې لرې پرتې علاقې ترقي وکړه.
له دې لنډ تهمید څخه مې موخه دا وه چې هغو کلونو کې چې موږ په جنګ بوخت وو، نورو ته د پرمختګ کالونه ول. دې کلونو کې نه یواځې پاکستان، بلکې د نړۍ ګڼو هیوادونو د پرمختګ ډير اوږده اوږده مزلونه ووهل او خپل منزل مقصود ته ورسیدل او یا ښه سم ور لنډ شول. وګورئ آن که د عربي متحده اماراتو او قطر ۴۰ – ۵۰ کاله پخواني عکسونه وکتل شي او له اوسني حالت سره پرتله شي نو سړی به حیران شي چې دا دومره پرمختګ څنګه وشو. دغه شان که د هندوستان پخواني فلمونه وکتل شي او بیا اوسني حالت سره پرتله شي، ځمکه او اسمان تغییر پکې ښکاري
خو موږ په دې موده کې د شاهي دورې راپاتې عام المنفعه تاسیسات هم ړنګ کړل او دومره مو ځانونه محتاج او وروسته پاتې کړل چې اوس سل کاله وړاندې دوره راته د ترقۍ اوج ښکاري. سل کاله مخکې مو په کابل کې ریل ګاډی درلود، سل کاله مخکې مو جلال اباد کې د بورې جوړولو فابریکه درلوده خو اوس...
پنځوس کاله مخکې مو کابل کې جنګلک فابریکې موټر جوړول. کابل کې برقي موټرو تګ راتګ کاوه. کابل پوهنتون مو بین المللی اعتبار درلود، بهرني استادان پکې په تدریس او بهرني محصلین پکې په زده کړو بوخت وو. هیڅ ناروغ مو د درملنې لپاره خارج تګ ته اړتیا نه پیدا کوله خو اوس...
په هرصورت؛ ماضي پسې لاسونه مروړل هیڅ ګټه نه کا. اوس په حال کې داسې کارونه په کار دي چې خدای مکړه د مستقبل نسل مو دې دور پسې ارمان ونکړي
زموږ د وروسته پاتې والي او محتاجۍ یوه برخه جګړه ده، تحمیل شوې جګړه . موږ تر بهرني تیري لاندې راغلو او مجبورا دفاع ته پورته شو. خو وروسته د ځان غوښتنې او واک غوښتنې حس دومره سخت زړي کړو چې خپلو کې مو د یو بل مرۍ پرې کړې. د یوې عقیدې او یوې مفکورې ( اوه ډلې) تر اخره پر یوې لارې روانې نشوې. د واک په سر مو له فابریکو ډک کابل کنډواله کړ. فابریکې او پوځي تجهیزات مو په ډيرې بې شرمۍ کباړ کړل ( ۱۳۷۱- ۱۳۷۵) داسې وحشتونه او جنایتونه مو وکړل چې په اوسنۍ اصطلاح هیڅ ماهر خیاط به ورته پرتوګ ونشي ګنډلی
دغه شان په تیره شل کلنه دوره کې ، که له یوې خوا جګړه د پرمختګ مانع شوه، نو له بلې خوا فرصت طلبو او مفسدینو د ترقۍ مخ ډب کړ. په هغو پر امنه سیمو کې هم داسې کار ونشو چې د خلکو بنیادي ستونزې حل کړي. په ټول افغانستان کې داسې یو روغتیايي مرکز جوړ نشو چې د علاج لپاره بیرون ته د تګ اړتیا ختمه کړي. یو داسې علمي مرکز جوړ نشو چې په نړیوال معیار کادرونه وروزي. خو د یوه تنظیم دوه قوماندانانو ته داسې قیمتي قبرونه جوړ شول چې شاید شاوخوا پرمختللیو هیوادونو کې یې مثال نه وي. د ګوتو په شمار خلک پکې دومره ژر میلیونران شول چې بل ګیټس ورته حیران شو او
په هرصورت؛ اوس هم سر وخت دی.له تېر عبرت اخیستل په کار دي.
د هیوادونو تاریخونه سپینې پاڼې دي. نظامونه او حکومتونه بدلیږي، رابدلیږي. خو کارنامې یې په همدې سپینو پاڼو لیکلې پاتې کیږي او دا د راتلونکي نسل لپاره د تاریخونو بابونه ګرځي. ځینې بابونه له ویاړونو ډک وي او ځینې له شرمونو. هوښیار او با عزته خلک هغوی دي چې راتلونکي نسلونه یې په کارنامو وه ویاړي. په خدمتونو یې وه ویاړي، هیواد ته په ترقۍ ورکولو یې وه ویاړي او خلکو ته د ارام او اسوده ژوند په چمتو کولو یې وه ویاړي.
دا ویاړونه ګټل ډير سخت هم نه دي، فقط معمولي قرباني غواړي. قرباني دا ده چې د هیواد ګټې د خپلو شخصي ګټو قرباني نشي. پرته له هرډول تبعیضه له کاري استعدادونو په خپل ځای کې کار واخیستل شي. زغم او یو بل منل دود شي. لومړیتوبونه درک شي. مسوولیتونه داسې چاته ونه سپارل شي چې له عهدې یې نشي یې وتلی. هیڅوک هیڅ هغه کار ته زړه ښه نه کړي چې له توانه یې پورته وي. د ولس او هیواد ګټو ته ژمن اوسي. وطن خپل کور وګڼي او ابادي یې خپل پور
دا نور هیوادونه چې مخکې تللي او یا په بیره مخکې روان دي، فقط همداسې یې کړي. نه یې کومه جادو کړې او نه کوم سحر
زموږ وطن د سرشاره طبیعي او بشري منابعو لرونکی دی. فقط ښه او زړه خوږي مدیریت ته اړتیا لري. اوس چې د پخوا په پرتله د جګړې خونړۍ لمن ټوله شوې نو پرمختګ ته میدان ښه چمتو شوی دی. هیله ده دغه طلايي فرصت د شخصي ګټو په تنور کې لمبه نشي. ولس ته هم په کار دي چې د خپل وطن د ابادۍ لپاره له عقدو پاللو تېر شي.د ښو کارونو ستاینه وشي، وهڅول شي او بې ګټې یا مضر کارونه د اصلاح په نیت نقد شي.
دغه شان ټوله پاملرنه دې ته په کار ده چې څنګه پانګه جذب شي او څنګه خلک ( خارجي - داخلي) پانګونې ته وهڅول شي.
د یوه بسیا، پر خپلو پښو ولاړ او د لرې او نږدې، مسلمان او کاپر له احتیاجه د خلاص افغانستان په هیله!
عکسونه:
له جګړو مخکې کابل کې د جنګلک فابریکې تولیدات
د هرات لویه لاره
Pashto Times Tags.
Afghanistan, Yesterday, Today And Tomorrow by Numan Dost.
Afghanistan Past, Present And Future In Pashto Blog. Pashto Blog about How Kabul was Developed In Past. Pashto Blogs Pashto Times.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.