Skip to main content

Baran. Pashto Folk Songs Tappay And Baran. Da Baran Tappay.

 Baran. Pashto Folk Songs Tappay And Baran. Da Baran Tappay.


باران په ستر تيراه ورېږي

د لواړګي برخه بادامۍ ده رابه شينه


باران د ځمکې آبادي ده

شيرينه ېاره ! زه پتا آباده ېمه


باران ورېږي بلې څاڅي

د مساپرو به ېادېږي خپل کورونه


باران د غم په شېبو راغې

د بېلتانه د ګلۍ ډېر فکر کؤومه


باران د اوښکو پې ورېږي

د زړه انګار مې وخت په وخت تازه کؤومه



باران د کانړو ئې په کور اوشه !

څوک چې په ېار مطلب کوي بېا ئې پرېدينه



باران دې هرکله ورېږي.

واورې دې نه وي چې لارې بندوينه


باران ورېږي خټې کېږي

قدم زما په قدم ږده راځه ! دننه


باران ورېږي غولې ډک شو

قدم زما په قدم ږده راشه ! دننه



بارانه رورو پې ورېږه ! 

په مسافر جانان مې نشته دالانونه



بارانه رورو پې ورېږه ! 

وړې وړې جينکې غره ته تلې دينه



باران وریږي غولی ډنډ شو

جینۍ پېنڅې پورته کوي جانان له ځینه



بیا د باران په شپه رانشې

د ښپو خاپونه دې بې بې لیدلي دینه


بارانه شړق وهه راښکې شه !

چې د آشنا تړلې کډې بېرته پاتي شينه


بارانه !  څه مستي دې راوړه 

جینۍ په دنګو پولو ځي ما غورځوینه


باران وریږي شال په سر کړه

پیریان مې نیسي چې لمده دې وګورمه


په ما باران په ېار مې واورې

یخ اسویلي راته په باد کښې رالیږینه


بارانه رو رو پې ورېږه ! 

په مساپر جانان مې ډېر ژړلې دينه


باران وریږي بلۍ څا څي

په ما راڅا څي دجانان خواږه ېادونه


دزړه برجونه دې محکم کړه

زه ددېدن بلۍ ته توپې خېژومه


ستا ددېدن باران دې وشي

که غولی ډنډ شو په بلۍ به ګډه شمه


‏باران وریګی کوټه څاڅي 

کټ په ګوټونو ګرځوم تا ېادومه.


د ژمي شپه ده نه تېریږی

باران پې ټوله شپه وریږي ماته تا رایادوينه


د محبت باران دې وشي

چې له دې تورو زړونو ېوسي نفرتونه


خداېا نري نري باران کې!

چې د  لېلی کډې تړلې 

پاتي شېنه!


لکه باران ېو ځلې راشه

د بېلتانه باد مې په سر خاوري بادوینه


په غرونو تورې لړې راغلې

ښکته ئې ېوړل د لونګو درمندونه


باران وریګی دلته شپه کړه !

له غرونو خړ تنګې راځي وو به دې سینه۔


بيا به نرى جامى اونه کړم 

باران لمده کړم‌جانان ټوله اوليدمه


ستا د وصال باران چې نه وي

نور بارانونه مې زړګی نه ېخه وینه.

.

په بارانه کښې دا کمال وي

له ېاده وتي خلک بېا در ېادوينه.


باران د آشنا په کلي اوشو

ېخه سيلې ئي زمونږ کلي ته راځينه


نرۍ نرۍ باران ورېږي 

په ما دې اوري په جانان نیسم لاسونه.


باران د ځمکې ابادي ده 

شيرينه ېاره ! زۀ پۀ تا اباده ېمه


باران دې لس ورځې ورېږي.

نه مې جانان شته نه د ېار کوڅې ته ځمه


‏باران دې وي، سيلۍ دې نه وي 

سيلۍ ناترسه زما  زلفې  ورانوينه



باران

باران پښتو شعرونه

پشتو شاعری

پشتو تپی

پشتو شاعری ۲۰۲۲

پشتو شعرونہ

پشتو ٹپے

Pashto Times. Pashto Tapay 2022. Pashto Tapay 2023. New Pashto Songs 2022. Pashto Songs Lyrics 2022. Pashto Folk Songs. Pashto Tapa, Pashto Sherona 2022, Pashto New Sherona, Pashto SMS, Pashto Sex, Pashto Best Sherona. Pukhto Ghazal 2022.

New Pashto Tapay 2022.

New Pashto Sherona 2022.



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso