Biography Of Shah Ghazi Amanullah Khan
لیکوال : محترم ایمل ساپی
شاه امان الله خان د(امیرحبیب الله خان زوی، دامیرعبدالرحمن خان لسمی، دامیر محمد افضل خان کړوسی دامیردوست محمدخان کوسـَی، د سردار پاینده خان کـَودی چې پاینده خان د حاجي جمال خان بارکزي زوی وو او د ستراحمدشاه بابا په وخت کې ژوندی وو
د ۱۲۷۱ل کال (۱۸۹۲زکال)د جون دمياشتې په لومړۍ دپغمان په دره زرگرکې د(طاق ظفر) په سيمه کې دملکې سرورسلطان له لمنۍ چې لقب یې (سراج الخواتین)وو سترگې پرنړۍ وغړولې. دامان الله خان مور سرورسلطان دشاغاسي شیردلخان لور چې(د امیرشیرعلیخان د دربارشاغاسي وو) او د خوشدل خان بارکزي خور وه چې دغه کورنۍ د هغه د پـَیر یا دورله سترو خانانو څخه وه
دهيواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په لمانځورځوکې هغه نوم چې له خپلواکې سره نه بيليدونکې تړاو لري د اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي نوم دی. کله چې د هيواد له خپلواکۍ څخه نوم اخیستل کيږي نوپه هيواد کې به په څه پوه، په خپلواکۍ مین، آزادېپال او هيوادپال و نه موندل شي چې له هغه سره جوخت د خپلواکۍ د گټونکي سروال، هيوادپال اوسرښندویه نومیالي غازي اعلیحضرت امان الله خان په یاد ونه لویږي اود هغه ارواښاد نوم په درنښت یاد نه کړي
Pashto Times.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.