Chail, Chail Rasam, Chail Sadar, Chail Shawls, Swabi Traditional Shawl.
چيل
دډير وخت نه څه ملګری لګيا دی او واي چی چيل هاغی څازر او پړونی ته ويلی شی چی د صوابۍ په خويندو ميندو کی عام په سره ولی شی او په عام چلن کی دی تکيا ور له دا خبره کوی چی په جنګ کی به چی ددوی کوم کسان مړه شول نو دی زنانو به په دغه کسانو خپل پړونی اچول او دی ننی پړونو باندی دا زيړ رنګی او سره تاپی د هاغه شهيدانو دوينو يادګالونه دی
خو دا بيان کړیشوی واقعات بی خی بی بنياده ده او دحجری ديوال ته د ډډه وهونکو يو ګرټ دی
دا چيل ا د اسلام راتلو نه اګاهو د يومحلی تقريب او رسم پاتون دی دا د پشاي pashai languageû ژبی وي دی کومه چی نن د لوی نغری افغانستان لغمان کی يوه قامی ژبه ده کومه چی خپله دوره کی ډيره علمی ادبی او فرهنګی ژبه وه او څه وخت کی دا د لغمان نه تر سواته پوری يوه ژوندۍ او دليک لوست يوه غنی ژبه وه ددی ژبی او ددی خلقو هاغه وخت کی پلازمينه ننۍ کاپيسا وه چی لوی سکندر ور کی د جنګ وخت کی د لوی مزاحمت سره مخا مخ شوی و او ورستو له بری نه ورستو دلته خپله ياد ګاره چاوڼۍ جوړه کړی وه او بيا ورستو د بده مت وختو کی دی خاقو د سوات ګلګت پوری پښی را غځولی وی او سوات او د خواو شا د علاقی ي دکاپيسا سره تړلی وی او کله چی دی سيمو ته اسلام راتللو نو دغه پشاي خلقو د مسلمانانو خلاف د چين سره ددوستۍ لاس ليک کړی د کابل دا ننی ولايت کاپيسا د لوي دبدبی ښار پاتی شوی و ددی ځای کور او انګور په نړۍ کی د غوره انګور او وسکو او سرو شرابو چی په هند او نوروملکونو کی د کاپيسا د نوم په سوب په کا پي سينا kapi shena نوموړی شوی او مشهور و بله دا چی ددی ځای د ګډو وړۍ په باندينو هيوادو کی ډيره ارزښت ناکه وه
ددوی ژبه پښاي دومره علمی ادبی او توانا ژبه وه چی ډيره فرهنګی ذخيره ي لرل نور خو نور يو شاعر مينندر ور کی په يو لک شعرونو کی مشهور کتاب بړهت کتها يا لوی داستان ليکلی و bir hat katha دا کتاب د خفګان او ناراضۍ په سوب ليکونکی په خپله سيزلی و خو چی کومه برخه ي د باچا د حکم په سوب بچ کړی شوه نو هغه بيا د وخت په لويه ژبه سنسکرت کی ترجمع کړی شوه کومه چی نن په توګه ملاويږی
بله دا چی کله سوات د کاپيسا سره تړلی شوی و نو سوات کی د بده ازم ډير ليکلی کار دی ژبه کی سوات کی کړی شوی و خو د ښه مره څه ديرش کاله اګاهو ګلګت کی چی کوم پنډ کتاب بيا موندلی شو او د جرمنی لوی سکالر ډاکټر جيټ مار انګلش او جرمنۍ کی ترجمه کړلو نو مالومه شوه چی دا په پښاي ژبه کی په سوات کی د بودا د تعليماتو لوی کتاب دی چی بودانو د اسلام د راتلو اوان کی د ځان سره شمالی علاقو ته وړی و
نو خبره مو د چيل د نوم کوله دا نن هم لغمان کی ديو رسم او تهوار نوم دی دا داسی وی چی کله د ګرمۍ د موسم ورځی شی نو د اوارو زمکو خلق خپل مالونه او څاروی د ډيری او ښيرازی او څربی ګيا دپار غرونو ورشوګانو او بانډو ته بياي کله چی ددی وخت راشی نو مشران د تللو ورځ وټاکی خلق خواږه خوراکونه پاخه کړی او د مال د واپسۍ او دډيرو غوړو راوړلو له پاره خيراتونه وکړی او د خوشالو ګډا او نڅا ميدانونه ډک کړی او په سبا له غرونو ته سره د خپلو مالونو نر ښځی روان شی او د منی د موسمه پوری هلته وی
نو د تلو په وخت چی به دوی کوم ميدان ته راغونډيدل نو دغه ميدان ته به ي هم چيل ويلو
دغه نوم دغه رسم او تهوار نن هم ډيرو سيمو له دير کوهستان سوات کوهستان ابا سين کوهستان کافرستان ګلګت سکردو او هنزه کی په بدل را بدل تر ننه پاتی دی خو د مسلمانۍ له سوبه تری ډير څه کم کړی شوی دی خو چيل نوم ي ژوندی دی او د کابل په لغمان کی ډير په درز درز سره نن هم کولی شی
بل دا پخوا ديو سيمی پوری نه و اړ هر چری و لوی ثبوت ي نن هم دا دی چی دا چيلونه نن هم بلها دی لکه د سوات د منګلور چيل کلی د سوات د مدين چيل کلی چيل صوابۍ کلی چيل لغمان چيل داريل سيمه چيل کافرستان چي دسوات جامبيل کلی چيل د ټيکسلا کلی چيل دسوات د نيک پی خيل سيمه چيل د سرداری سيمه
نو يو خو دصوابۍ پړونی څو څو قسمه دی چی سپڼ ور کی هم شته دی چی د ميری نه پوری او راپوریزنانه ددغه رنګونو په سوب د خپلو علاقو پيژندی شی بله دا چی دغه د صوابۍ د پړونی چی چيل ورتهويلی شی د شهيدانو د وينی علامت دی نو دا دومره نور چيلونه د چا په ياد کی چيلونه شوی دی
نو چيل ددغه پن غالی او دڅاروو او خلقو د جمع کيدو دځابږی ياد ګار دی نه چی د شهيداتنو د مخ پټولو او وينو ياد ګار دی
د پښتنو تاریخ هم دغسی په بی حوالو اوسندونو وران کړی شوی دی
مينه اومننه
Chail, Chail Rasam, Chail Sadar, Chail Shawls, Swabi Traditional Shawl.
Copied
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.