Chained And Jailed Even After Death. Pashto Blog About Pashtun Massacre
د مرګ نه پس قېد
په نورلس سوه دېرشتم 1930ء کې چې کله د انګرېزانو راج وو نو درې پرله پسې غټې واقعې وشوې چې په مېنځ کې يې د لګو مياشتو فرق وو .چې يوه پکې د پېښور ښار قيصه خوانۍ ،بله د ضلع مردان ټکر واقعه چې پکې ګڼ شمېر خلک قتل شوي او ټپيان شوي وو هم دغسې يوه واقعه د بنو هم وه چې د سپينه تنګي په نوم مشهوره ده
دا هم د هغه تحريکونو يوه لړۍ وه کومه چې د انګرېزانو انګرېزانو خلاف راپورته شوې وه ،چې 1929 نه پس د خېبر پښتونخوا د مختلفو علاقو نه يې ظهور کړے وو
د قيصه خوانۍ د واقعې نه وروسته خدايي خدمتګار تحريک مزاحمت وکړو چې د پېښور فرنټئير کانګريس کميټي ،فرنټئير خلافت کميټي او د نوجوان بهارت سبها د لاندې کارکونکے يو بل تنظيم نوجوانان سرحد يې حمايت وکړو او په دغه تحريک کې شامل شو
هم په دغه ورځ په بنو سپينه تنګي کې خلک په ګڼ شمېر تعداد کې په جلسه کې شامل شوي وو.
د مظاهرو او جلسو دا لړۍ د صوبې په مختلفو علاقو کې روانه وه او خلکو د خدايي خدمتګار د جنډې لاندې احتجاجونه کول.
اول په کرک کې مظاهره وشوه او بيا په 24 اګست په سپينه تنګي کې د مظاهرې کولو اعلان وکړے شو
د انګرېز سرکار لۀ خوا په دې مظاهرو پابندي لګېدلې وه .
د دغه احتجاج مشري يا قيادت قاضي فضل قادر کوله .
د دې نه مخکې په مختلفو ځايونو کې هم پرامنه مظاهرې او جلسې شوې وې او د سپينه تنګي جلسه هم پرامن وه ځکه چې ويېلے شي اصلحه ترې مقامي انتظاميې اخيستې وه .
د مظاهرې په وخت يو انګرېز کېپټن ايشرافټ د جلسې ځاے ته ورسېدۀ .د قاضي فضل قادر سره يې خبرې اترې شروع کړې .د دواړو تر مېنځه خبرې ترخې شوې او انګرېز کېپټن ګولۍ وچلولې
مشهوره ده چې يو ځوان د احمدخان چندڼ په نامۀ هلته موجود وۀ هغۀ سره تبر وو چې په کېپټن يې حمله وکړه او د هغې نه پس د سرکار لۀ طرفه بې شماره ګولۍ هرې خوا ته وچلېدې، چې پکې ګڼ شمېر خلک قتل او زخميان شو .
د دې واقعې د مړو او زخميانو تعداد مختلف ښودلے شوے چې پکې تقريبا اتيا 70نه 80 کسان وژل شوي او د پنځوسو نه زيات زخميان وو
د بعضي مؤرخينو د وېنا تر مخه تقريبا دوه سوه 200 کسان مړۀ وو.
د هغې نه پس په خلکو کې قهر او غصه راپورته شوه خو په موقع ورسره هېڅ اصلحه نۀ وه نو انګرېزانو ته يې هېڅ ځاني نقصان ونۀ رسولو.
ويېلے کېږي قاضي فضل قادر يې په زخمي حالت کې راښکلو او د ډوميل پوليس تهانه کې په حق ورسېدۀ
انګرېزان ډېر په غصه کې وو د قاضي صېب مړے يې خپلوانو ته حواله نۀ کړو او د قېدخانې (جېل) په مېنځ کې يې دفن کړو.
د هغې نه پس پرې مقدمه وچلېده او د مرګ نه پس ورته د قېد سزا واورؤلے شوه .
دا واقعه په اول ځل وشوه چې چاته يې د مرګ نه پس سزا واوروله .
په دې سزا د عمل درامد کولو د پاره يې د هغۀ قبر د جېل دننه جوړ کړو .
او ګېرچاپېره يې ترې زنځيران تاو کړل چې ظاهره وي چې دا يؤ قېدي دے.
دا سېنټرل جېل د بنو ښار په مېنځ کې واقعه دے او دا عمارت ډېر زوړ شوے وو چې بيا د جمعيت علماء اسلام سره تعلق لرونکي د خېبرپښتونخوا سابق وزیراعلیٰ اکرم خان دراني په وخت 2004 کې دا عمارت نوے کړے شو او زوړ جېل يې ختم کړو چې هلته يې اوس قاضي فضل قادر پارک جوړ کړے او دغه قبرونه يې د ماربلو پاخۀ جوړ کړل خو د قبر نه زنځيران اوس هم تاو دي.
په خېبر کې يوه ونه او په مهمندو کې يوه دروازه هم په زنځيرانو تړل شوې چې د انګرېز سامراج د وخت واقعې دي
کاروان مومند
Chained And Jailed Even After Death. Pashto Blog About Pashtun Massacre
Qazi Fazal Qadar Shaheed, Khudai Khidmatgar. Pashto Times Pashto History Blog. Pashto Times Blogs.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.