Skip to main content

Chandar Shekar Azad. A Hero And Indian Freedom Fighter. Chander Shaikar Azad

 Chandar Shekar Azad. A Hero And Indian Freedom Fighter. Chander Shaikar Azad


چندر شیکر آزاد


چندر شیکر آزاد په ۱۹۰۶ میلادي کال کې زېږیدلې و. د هندوستان نامتو انقلابي او د هند آزادي خوځښت مجاهد و. له رام پرساد بسمل وروسته د هندوستان سوسیالست ګوند مشر و. ملګري په دې لار کې ډېر زیات انقلابیون وروزل. ملګري بګت سنګ هم د ده په امر خپله دنده پای ته رسوه. د خپل هیواد لپاره یې ‌ډېري ستونزي وګالل. په هیواد کې یې سوسیالستي افکار خپاره کړل


د ۱۹۳۰ میلادي په انقلابي غورځنګ کې چې څومره ځوانانو هم ګډون کړی و، د دوی لپاره د چندر شیکر آزاد نوم یو تاریخي اهمیت درلوده. ده به ځوانانو کې جذبه راوپاروله او انقلابي به شول. د ۱۹۲۵ میلادي د کاکوري په قضیه کې یې ګډون درلوده خو پولیسو ونشو نیولی. پولیسو هر ځای وپلټه. که یې نیولی و نو د دار پر ځای یې بل کومه سزا نه ورکوله خو پدې سربېره بیا هم چپ پاتې نه شو. د ګوند د یو ځل بیا تنظیمولو لپاره یې بګت سنګ او سکدیو سره ولیدل.

په زیاترو شیانو کې یې له بګت سنګ سره توپیر درلوده، چپ او آرام به اوسیده. په ځانګړې توګه چې کوم پلان به یې مطرح کاوه نو هیڅ ډول اندېښنه به یې نه درلوده. له مغزو ډېر جوړ و


د بګت سنګ په څېر یې پوهه او علمي وړتیا نه درلوده ځکه له لیک او لوست سره ډېر کم بلد و، د ګوند دننه چې نوي موضوعات مطرح کیدل نو په هضمولو کې یې زیات وخت نیوه. بګت سنګ چې د ګوند نوم بدل کړ او د «هندوستان سوسیالیست ګوند» یې ونوموه نو ده هم ومنل. خو زما له نظره ده دغه ډول موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه نه درلوده. هغه عملي کار غوښته او له نظریو عملي کار ته ډېر لیواله و. د ده په څېر میړنۍ شخص به په ټول هندوستان کې نه و. څنګه چې وسلوال پلانونه مطرح کول او پرځای یې کارول نو د ده په څېر پوهه به چا نه درلوده.



هغه ځواکمن و. مغز یې فولادي و. په ګوند کې تر ټولو ښه نښان ویشتونکې و. په پنجاب، بهار او یوپي کې چې یې کار کوه نو د هغه ځای قومندانان به یې له نومه ویرېدل. د بګت سنګ په څېر شخص څخه هم پولیس دومره نه ویرېده، لکه د ده له نومه چې ویرېدل.

خو معنی یې دا نه ده چې هغه د ویني تږې و. ده زیاتې ځانګړتیاوې درلودل تل به یې خندل، وخت نا وخت به یې ټوکي کول. خپل ملګري به یې خندول او هر ډول مرستي به یې ورسره کول. څوک چې یې له نوم سره اشنا نه و نه یې درناوې کوه بلکې مینه یې ورسره درلوده. هغه په ډیسپلین کې ډېر سخت و که کوم ملګري خپل کار سرته نه رسوه نو په سختي به ورسره مخته ته خو هیڅکله یې هم له چاسره بې عدالتي نه کوله



خلکو دومره باور درلوده که په کوم پلان کې یې کار کوه نو د آزاد په شتون کې به هغه پلان بریالی کیده.


د ملګرو له نیولو وروسته پولیسو هڅه وکړه چې دی هم ونیسي خو څنګه چې د کاکوري په قضیه کې ناکام شول، دا ځل هم خپلو موخو ته ونه رسیدل. ده ټول ملګري یو ځل بیا سره یوځای کړل او له سره یې نوې ګوند جوړ کړ او څو ورځي وروسته د وائسرای په ریل ګاډي بم وغورځول شو خو هغه وژغورل شو. پولیسو فکر کاوه ترڅو چې چندر شیکر آزاد، آزاد وي تر هغه وخته به ښه ورځ ونه ویني. د ده د نیولو لپاره یې هر ځای چاپې وهل خو د ده په څېر میړنی شخص له هر ډول سختو حالاتو هم وژغورل شو، لاهور ته ولاړ او هڅه یې کوله چې خپل ملګري له زندان وباسي. ده باور درلوده چې بریالی به شي خو بم بې وخته وچاودېده. آزاد له پولیسو ځان وژغوره او پولیسو ته خبر ورکړل شو چې هغه دهلي ته ورسیده او هلته خپلې کړنې مخته وړي.


له دې وروسته د پنجاب په ځینو ولسوالیو کې بمونه واچول شول او زیاتره پولیسان مړه شول. په پنجاب او نورو سیمو کې نیول پیل شول، بې شمیره خلک ونیول شول. همدغه وخت د لاهور د قضیې ملګري هم ونیول شول. دا ځل هم آزاد ځان وژغوره، د هندوستان ټول پوځ یې په لټه کې و. د ده نیولو لپاره یې انعامونه کېښودل خو هغه سرې سترګې ګرځېده. دا وخت حالات ډېر خراب ول، سلګونه ملګري زندانونو کې ول. پوځ له هیڅ ډول زور زیاتي څخه مخ نه اړوه، خو بیا هم د آزاد نیولو کوم څرک ونه موندل شو او د ګوند په چارو بوخت شو.


آزاد فکر درلوده چې په هر ډول کیږي، ځوانان دې ولسي خوځښت کې ګډون وکړي. د برګزو او کارګرو له یوځای کولو وروسته دې یو ستر خوځښت پیل کړي، دی او ځیني ملګري دې له دوی سره وي که اړتیا وه وسلوالې کړنې دې پیل کړي او د انقلاب لپاره دې ځوانان چمتو کړي ترڅو په پراخه کچه وسلوال پوځ ولري.


آزاد غوښتل پدې بنسټ یو نوې ګوند ورغوي خو وخت یې ترلاسه نه کړ. په ګوند کې یو خاین ملګري پولیسو ته خبر ورکړی و چې آزاد په اله آباد کې دی او پولیسو یوناڅاپه په الفرد پارک کې محاصره کړ. ده له پولیسو سره ډېره جګړه وکړه. دوه عسکر یې ووژل خو یوناڅاپه یوه مرمۍ راغله او دی چپه شو، خو بیا یې هم د دښمن په مرمۍ مرګ قبول نه کړ، خپله یې ځان وژنه وکړه. دا ډول ملګري آزاد په ۱۹۳۱ میلادي کال کې سترګي پټي کړل. د شمالي هندوستان خلک به هیڅکله هم د ده د میړانې او سرښندنې داستانونه هیر نه کړي



By Haqiqat FB Page.

Pashto Times Tags.

Chandar Shekar Azad. A Hero And Indian Freedom Fighter. Chander Shaikar Azad. Who Was Chandar Shankar Azad? Life And Struggle Of Chander Shankar Azad.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso