Skip to main content

Dr. Abdul Wakil Khan, Father Of Agriculture And Orchards In Afghanistan.

 Dr. Abdul Wakil Khan, Father Of Agriculture And Orchards In Afghanistan.

By Numan Dost.


د کابل – جلال اباد پر لویه لاره، د لغمان په ګردي کڅ کې  د یوه پخواني نظامي مرکز خواته یوه لویه دروازه ده. په دې دروازې لوحه نصب ده او پرې لیکل شوي : د ډاکټرعبدالوکیل خان ترویجي بڼ

مرحوم ډاکټرعبدالوکیل داسې یو نوم دی چې په یادولو یې د سړي ذهن ته د مڼو، زردالو، بادامو... ښایسته بڼونه راشي او د زړه په سترګو د سرو سرو مڼو په لیدلو خولې کې لاړې راټولې شي


د شاهي دورې دا وطنپال وزیر داسې شخصیت و چې نوم به یې تل د خلکو په ذهنونو کې شین وي. د ده له نوم سره د غلو دانو له لحاظه د یوه غني افغانستان څیره تداعي کیږي.د ډاکټر عبدالوکیل له وزارت مخکې افغانستان هر کال له امریکا متحده ایالاتو څخه له ۸۰۰ زره ټنو زیات غنم واردول؛ خو کله چې دی وزیر شو(۱۹۷۲) نو په هڅو یې وطن له دې اړخه خودکفا شو او دې خودکفایۍ تر (۱۹۷۹) کال پورې دوام وکړ (۱). خو د غويي له کودتاه وروسته، کیسه داسې خرابه شوه چې تراوسه جوړه نشوه



د مرحوم ډاکټر وکیل یوه کلیوال، چې کابل کې یې ټکسي چلوله، راته ویلي و چې وزیر صیب به کلي په کلي ګرځیده. خلک یې بڼوالۍ ته هڅول او خپله یې د نوو روزل شویو نیالګیو پالنه کوله. یو وخت یوه بڼوال ته، چې پټي کې یې هم د غنمو فصل ولاړ و او هم مڼې، وویل چې د مڼو په باغ کې بل فصل مه کرئ. هغه ورته ویل چې وزیرصیب غریب خلک یوو، غنم چې ونه کرو څه وخورو؟ وزیر صیب یې هملته د غنمو قیمت محاسبه کړ او نغدې پیسې یې ورکړې، خو شرط یې ورته کیښود چې غنم به ریبې. بله میاشت چې بیا راغی، بزګر پیسې وهلې وې، خو دغنمو ریبولو ته یې لاس نه و، ور وړی!


بڼوالو ته د وزیر صیب  بله مهمه توصیه دا وه چې د خپلو حاصلاتو قدر وکړي. د خرڅلاو لپاره خپلې میوې په درېیو برخو وویشي: اعلي، متوسطې او ادنی. ټینګار یې دا و چې که د کمې ګټې لپاره له اعلی سره ادنی ګډې کړي، نو بازار کې به خپله اوږده ګټه ( اعتبار) له لاسه ورکړي



 تېره پنجشنبه، د همدې هیوادپال شخصیت په نوم جوړ شوي بڼ ته ورننوتلو. دا ځای څو کاله وړاندې سپیره او له کاڼو ډک ډاګ و؛ خو اوس د خوارکیښو کارګرو په مټ او د 

WFP او  SARCDO

 موسسو په ملاتړ یې بڼه بدله شوې وه. دلته د زیتونو ونې دي،  د بېرې ونې پیوند شوي، د بېرو نوي بوټي روزل کیږي او که فعالیتونه یې بند نشي؛ نو یوخت به ورته د مچیو لښکرې راشي، د بېرو د ګلونو شیره به راټوله کړي؛ خو لکه زموږ حریصان، یوازې خپلې ګیډې به پرې مړې نکړي، بلکې نورو ته به قیمتي شات (شهد) تولید کړي


باغ کې ګرځیدلو، هره خوا چې مې کتل د میوو نیالګی وو. دا ځای به پسرلي کې داسې ښکاري لکه جنت چې ځمکې ته راښکته شوی وي. نیالګیو ته د اوبخور داسې سیستم جوړ شوی و، چې هر بوټي ته څاڅکي څاڅکي اوبه تویدې او په دې توګه هم بوټي تازه ساتل کیدل او هم د اوبو په څير د حیاتي مادې د اسراف مخنیوی کیده


د بڼ منځ کې یوه لویه خونه ده چې هره خوا یې ښیښې لګیدلي او د ټول بڼ ننداره ترې کیږي. له بڼوالو سره مو همدلته شین چای وڅښه. 

کارګرو د هغه وخت کیسې کولې چې دا یو سپیره ځمکه وه. د هغه وخت کیسې چې دلته غرنۍ بېرې وې او څارویو به خوړلې. دوی د جمهوریت د دورې د لغمان لپاره د کرهڼې د وروستي رئیس ښاغلي خوشال، صفتونه هم وکړل چې په خپلو هڅو او منډوترړو یې بڼوالۍ ته وده ورکړه. دا رئیس مې نه لیدلی او نه یې پیژنم؛ خو خوشبخته راته ښکاره شو. ځکه له ټولو خوشبخته انسانان هغه دي چې په غیاب کې او پرته له کومې ویرې یا تمې ښه یاد شي او د ښه والي لپاره یې ثبتونه هم وړاندې شي


دوی دا هم ویل چې د لغمان اوسنی والي د دې بڼ لیدلو ته راغلی و او د لا نورو کارونو لپاره او د اوبخور د معیاري سیستم جوړولو لپاره یې مسوولینو ته سپارښتنې او د مرستو ژمنې وکړې


خو د دې ستړو باغوانانو ګیله دا وه چې له پنځو میاشتو راهیسې یې معاشونه، نه دي اخیستي او دلته چې غریب خلک بې معاشه شي، نو د مشکلاتو د ګراف د لوړیدو سرعت  یې په اسانه لیدل کیدای شي


د دې بڼ لیدل زړه تازه کوي او زړه ته قوت ورکوي. 

یواځې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره، ځای ځای دومره شاړې ځمکې او ډاګونه دي چې که ودان شي او د کرکیلې او بڼوالۍ لپاره چمتو شي، نو بیا به مو د خلکو په سترګو کې د ولږې، خوارځواکۍ نښې نه لیدل کیږي. بیا به مو خلک پردیو مرستو ته لاس په نام نه وي ولاړ او بیا


د دې شاړو ځمکو ودانول اسانه دي او دا ځکه چې لاندې ترې د کابل سیند بهیږي او پاس په غرونو کې چینې دي. یوازې اراده غواړي او بس.

لکه څنګه چې مرحوم ډاکټر عبدالوکیل د هیواد ډيرې شاړې ابادې او په شنو باغونو بدلې کړې، که دغه شان کوم بل وزیر هم پیدا کړو، نو لرې نه ده چې ټول افغانستان به تک شين او یو ځل بیا به د غلو دانو له کبله خود کفا شي


-----------------------------------------------

 (۱) : ډاکټر عبدالوکیل  خان، د نوې کرنې او بڼوالۍ پلار- لیکوال: امیرجان وحید احمدزی

 -------------------

نوټ


نور عکسونه د کمزوري نیټ له کبله اپلوډ نشول


Pashto Times Tags. Pashto Agriculture.

Dr. Abdul Wakil Khan, Father Of Agriculture And Orchards In Afghanistan. Father Of Modern Agriculture In Afghanistan. 

Dr. Abdul Wakil Khan Who Once Made Afghanistan Self Sufficient In Wheat Production. 

Ex Afghan Minister Abdul Wakil Khan Role And Contribution In Afghan Agriculture And Gardening.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso