Earning From YouTube In Pashto. How To earn money With YT Videos?
په یوټیوب پیسي ګټل څنګه کیږي؟
خاص افغانستان ميشتو دوستانو ته
يوتيوب خو ټول پیژنئ؟ نه پوهيږم چې په دې خبر ياست او کنه چې د همدې يوتيوب له لارې د نورې نړۍ خلکو ډيرې پيسې وګټلې او ګټي يې، مگر موږ په کې لکه بل هر څه پاتې يو
افغانستان کې ميشتو دوستانو ته وړانديز دا دی چې ځانونو ته يوتيوب چينلې جوړې کړئ او پيسې وګټئ.
ډيرې ګټې به په کې وکړئ، د پيسو ترڅنګ شهرت او نورې ډيرې معنوي ګټې هم په کې شته.
خو يو کار ډير ضروري دی، هغه دا چې له يو لاس څخه ټک نه خيژي او د حرص کاسه نسکوره وي، نو ګروپي کار نسبت انفراديت ته ښه تماميږي
که غواړئ چې يو تيوب چينل مو بريالی او ډير ژر ګټې وټې ته برابر شي، نو څو او حتی په لسهاوو همفکره ملګري سره ټول شئ، اول ښه نوم ورته انتخاب کړئ او بيا د نوم مطابق خپل فعاليتونه مخته يوسئ، څومره چې مو نوښت ډير وي، هماغومره یې ډير خلک ويني او په لوړه کچه ويديو توليدول د يوه کس د وسې کار نه دی
فقط يو ګوګل اکونټ، يعنې جېمېل کې يو ايميل ادرس او په يو بهرني نمبر
(verify)
غواړي، ځکه چې په خارجي نمبر يوتيوب تجارتي اعلانات نشروي او فکر کوي چې تاسو په اروپا، امريکا، برتانيې او يا کوم بل لومړي درجه هېواد کې ياست
سبسکرايبران مو چې له زرو واوړي، يوتيوب په خپله درته وړانديز کوي او اکونټ نمبر مو غواړي او بيا په منظم ډول خپل فعاليتونه وکړئ او پيسې ترلاسه کړئ
داسې وطني برنامې جوړې کړئ چې بهرميشتي يې ډير وويني، ځکه پيسې هم په بهرنيو هيوادونو کې د ډير wiew له کبله ورکول کيږي، له بده مرغه چې ايران او افغانستان د غوايدو په ليست کې نشته
په افغانستان کې يې چې هر څومره ډير خلک وويني فايده نه کوي، خو سبسکرايب يې ممکن ګټور وي
په افغانستان کې ويديو توليد کړئ، داسې راښکونکي ويډيوګانې چې مسافر يې د وطن په ياد څو څو ځلي وويني.
د ويډيو سوژه مهمه ده، چې څومره وطني وي، هماغومره ډير خلک ځانته جذبوي، يعنې د ورځې موضوعات او همداسې د وطني فرهنګ وړاندې کول، د ساده ژوند ننداره
ددې کار يو ښه والی دا دی چې ډير مصارف نه غواړي، په ساده مبايل فلم واخلئ او په کاين ماسټر او يا نورو مفتو ويډيو ايډيټ اپلکېشېنونو باندې يې ساده ايډيټ کړئ
د چاينل ډيزاين مو خپل کار دی، که يې وړتيا لرئ ښه يې ډيزاين کړئ کنه چې تجربه مو زياته شوه، بيا يې وکړئ
د بدنيتو خلکو خبرو پسې مه ګرځئ، په دغه برخه کې چې څومره ډير ځوانان مصروف شي هماغومره ښه دی، رقابت په کې زياتيږي او د کار کيفيت يې لوړيږي، خو مقصد چې ډير سپک کارونه په کې ونه شي، که يې په جوړولو کې ستونزې لرئ، يوتيوب ته ولاړ شئ، لارښود ويډيوګانې وګورئ
درنښت، په دې هيله چې د پام وړ مو وګرځي او ګټه تر واخلئ
اميد اڅک
Earning From Youtube Videos In Pashto.
Earning From YouTube In Pashto. How To earn money With YT Videos?
Earning With Youtube In Pashto. How To Earn Money From Youtube in Afghanistan In Pashto.
Pa Youtube Paisay Gatal. Pa Internet Gata Kawal.
Pa Internet Aw Youtube Dollar Gatal Sanga Kege? Pa Youtube Roozgar Kawal.
Pa Youtube Videos Paisay Gatal Pa Pukhto Ki.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.