Geography Of Utmankhel Pashtun Tribes. Pashto Blog About Utmankhel
د اتمانخېلو جغرافيه
By Nangyal Utmankhel
جغرافيه د ځايونو مطالعه او د خلکو او دوي چاپيريال ترمنځه اړيکې دې. جغرافيه هغه ساينس دې چې د مځکې د سطې تشریح سره معامله کوې. دغه شان د وخت د لوۍ قام پښتون هوم خپله جغرافيه ده او دغه جغرافيه کښې دننه قبيلوې جغرافيې دې. اتمانخېل چې کرړاني قبائل دې چې خپله لويه خاوره جغرافيه لرې. اتمانخېل قبائل د پښتنو په لوۍ کور افغانستان کښې هوم استوګن دې سره سره کښې په د پاکستان د پښتونخوا نه واخله تر بلوچستانه ميشته دې. په پښتونخوا کښې په ډيرو سيمو استوګن دې. په پښتون خواه کښې ديو ځانله علاقه ده او دغه علاقه د انګریز په وخت کښې يو ازاد مځکه پاتې شوې چې انګريز ورته "انډيپنډينټ اتمانخېل کنټرې" ليکلې د ديو علاقه زياتره غريزه سيمه د باجوړ د رود نه واخله تر د امبار د سيندونو په منځ کښې واقع ده، د مشرق خواته د رانېزۍ او سمه رانېزۍ تر پولې پورې د سوات د سيند او د پيښور د ضلعې په منځ کښې غزيدلې ده، په دې سيمه کښې اتمانخېل قبائل ميشته دې
لنډه دا چې اتمانخېل د نن وخت په د مومند په ٢ تحصيلونه ميشته دې چې يو ته امبار اتمانخېل وايي او بل ته لمن اتمانخېل يا پړانګ غار وايي دغه ٢ تحصيلونه د باجوړ او د ملاکنډ د اتمانخېلو سره لګيدلې چې باجوړ طرف ته تر رود پورې دغه علاقه غزيدلې ده. او دغه شان د ملاکنډ هوم. ۍو خواه د تنګې منډا چارسدې نه دغه مځکه شروع ده چې دغه پوله يې له محمدزو سره ده اود باجوړ د قزافې او دانشکول کلې پورې مځکه او دغه شان د ملاکنډ د کوټ اکرې نه تر هريانکوټه پورې. او دغه علاقايي د اتمانخېلو په وړو څانګو ويشلي شوې. بل خواه د اتمانخېلو خپله علاقه دا وس وخت د مردان سيمه کښې ده چې بهمرې څانګه د اتمانخېلو پرې ميشه ده، دغه علاقه دغه سيمه په سنګاوو، کوهې، برمول، مياه خان، پيپل، تر خرکۍ ياديږي چې مکمل ورکښې اتمانخېل ميشته دې دغه سيمه نه بهر تر لوند خوړه پورې ميشته دی چې خټک ورسره هوم بشمول په لوند خوړ کښې استوګن دې. بل خواه د ديو سيمه په اورکزۍ ضلعې کښې هوم ده چې خپله خاوره لرې او د اورکزو سره په خواه کښې ژوند کوې او خپله خاوره يې تذ ننه ساتلې ده، او پولې د اورکزو سره لرې.دغه اصل ټاټوبو نه اتمانخېل قبائل خواره شوې چې نن وخت کښې په دير کښې لوۍ علاقې لرې چې شمېر يې تر ډير حده پورې زيات دې اتمانخېل قبائل يو خواه د باجوړ د ترکاڼي قبيلې سره پوله لرې بل خواه د امبار طرف ته د مومند قبيلې سره پولې لرې او بل اړخ ته يوسفزو سره پولې لرې د مردان د سيمې اتمانخېل ګير چاپير پولې د خټکو او يوسفزو سره لرې او په دير په سيمه کښې اتمانخېل خپلې علاقې نن وخت لرې چې يه ډير ځايونو کښې د يوسفزو سره ګد پراته دېپه کوز وطن بلوچستان کښې په ضلع لورالاۍ کښې هوم ميشه دې چې پولې د کاکړو سره لرې او څه اتمانخېل د کاکړو سره ګډ پراته دې. د پښتنو به لوۍ کور افغانستان کښې په ځاۍ ځاۍ په ١٧ ولايتو کښې ميشته دې او ورسره د پښتنو ګن شمېر نورې قبایلي ورسيږي نور اتمانخېل خاوره واره تلې چې سوابې، سوات، شانګله، تر اټکه او بيا تر هيندوستانه خواره شوې
#د_اتمانخېلو_جغرافيه
Geography Of Utmankhel Pashtun Tribes. Pashto Blog About Utmankhel. Nangyal Utmankhel Pashto Blog About Utmankhail Tribes And Their Geography. Pashto Times
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.