History Of Swat By Parwesh Shaheen. Pashto Blog
ملندرۍ او مينندر
کله چی د لويو مورياګانو د لاسو څخه د پښتون خوا واک داری د لاسو وخويدله او د لوی يونان يونانيان چی په تاريخ کی په انډس ګريک هم مشهور دی او په هغوی کی مينندر يونانی د ګندارا باچا شولو د چاپلازمينه چی سوات کی وه او ګندارا او د ګندارا نه ي خپل واک هند غاړی ته هم ور غځولی و
دا او داسی نور ورستی يونانيانو خپل يونانيت تر لاسه ورکړی و او پوره په مذهب او کلتور ګنداريان شوی و
واي چی دا مينندر خو يا و د بونير د ملندرۍ او يا دغه ي داوړی دپلازمينیځای و او هم دی ځای دا خپل اوسنی نوم هم د هغه له سوبه موندلی و
بونير کی د اشوک راجا او بيا د يونانيانو بلها اثار موندلی شوی دی خو تاریخونو کی دا خبره قوی جوته ده چی مينندر د يو بونير وال راهب ناګا سينا سره د بود مذهب په سوال جواب او بحثونو ور ګډ شوی و چی د راهب جوابونه او ثبوتونه دومره کلک پاخه او د علم او پوهی دومره ډک او کوټلی وو چی مينندر ورپسی خپل يونانی مذهب پريښودلو او يو کلک بودهسټ شلو او نه يواځی په خپل ځان بدهسټ شولو لا ي لکه د اشوک راجا دا د خپلی باچاهۍ سرکاری مذهب وګرځولو د مينندر او راهب ناګا سينا دغه اوږد ډايلاګ يا مناظره د ملندا پوڼه په نوم په دوو جلدونو کی په انګليسی ژبه کی چاپ ده دغه دواړه جلدونه زما شاهين په کتاب تون کی شته ی
خو بلا لويه د خوښۍ خبره دا ده چی پوهانو ليکلی دی چی دغه دواړه جلدونه اول په پښتو کی ليک شوی وو چی ورستو په پالی ژبه کی ترجمه شول خو ځينی پوهان په دی ګروه هم دی چی نا دا جلدونه د پالی ژبی نه پښتو شوی وو
Milin da panha
دا کتاب د بدا مت بارا کی ډير لوی ارزښت لرونکی کتاب دی او لکه د افلاتون او د لوی بودا د ډايلاګ غونی لوی والی او تقدس لری ددی لوی باچا مينندر ډير په زړه پوری شيان او اثار د لوی باجوړ په شين کوټ کی موندلی شوی دی چی ور کی يوډبر ليک په خروشطی ليک کی هم موجود دی کومه چی په شين کوټ انسکرپشن نامه نوموړی شوی ده بله دا چی ددی خاندان يوی ملکی په سوات دير او باجوړ هم حکومت کړی دی
دا ملنډا يونانی د بده مت په مذهب تاريخ کی ډير جوت مقام او حثيت لری مينه اومننه
Pashto Times tags.
Ancient Swat, Ancient Buner, Ancient Malakand and Buddhism By Muhammad Parwesh Shaheen. Swat Tarekh. Da Swat Tarikh. Pukhto blog. History Of Swat, History Of Buner, History Of Shangla.
خداے دہ زر مڑ کی چے دہ دے دروغو تاریخونو نا خلاص شو دہ سومبئئ اموختہ داا چہ ھر وقت لیکی دروغ با لیکی او شروعات با پختو نا کووی چہ خلق یے لگ قبول کی جو گلابی انگریزی تا شی
ReplyDelete