Khushal Khattak Baba Ta Perzawana. Tribute To Khushal Khattak
ته وی پلار د پښتو ژبې
تل په لار د پښتو ژبې
مونږ قربان د پردو ژبو
ته سردار د پښتو ژبې
مونږ ويزاره د پښتو نه
ته وی ځار د پښتو ژبې
مونږ د بل په ژبه ناز کړو
ته سينګار د پښتو ژبې
ته مکتب او مدرسه وی
ته نامدار د پښتو ژبې
هنر مند د ننګ د ساز وی
قلم کار د پښتو ژبې
يومغل نه کړی منکر ته
د اقرار د پښتو ژبې
هر يو بېت دی غږیدلی
په ستار د پښتو ژبې
ستا په فکر شه خوشحاله
بخت بيدار د پښتو ژبې
(شمس القمر انديش )
شمس القمر اندېش
Khushal Khattak Baba Ta Perzawana. Tribute To Khushal Khattak by Shams Ul Qamar Andesh. Pashto Classic Poetry. Pukhto Shayeri. Pashto New Lines. Pashto Poetry By Shams Ul Qamar Andesh. Pashto Times.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.