Skip to main content

Laloon, Pashto Book Of Ibrahim Roman Utmankhel. Book Review

Laloon, Pashto Book Of Ibrahim Roman Utmankhel. Book Review


{{{{ د ابراهيم رومان اتمان خیل پنځم کتاب ...... " للون "  }


ښاغلے ابراهيم رومان د پښتو ژبې هغه ياد استاد شاعر ، اديب ، محقق او نقاد دے چې اردو ژبه هم ليک او تخليق کوي او د عربۍ، فارسۍ او انګريزۍ ژبو په ادبيات يې هم د نظر لاندې دي ښاغلے ابراهيم رومان چې کله ليک او تخليق کوي نو ړومبې ورته اودس چردام کوي دغه وجه ده چې هغه خپل  شناخت او پيژندګلو د مونځ ګوذارو په يو خاص حلقه کښې پيدا کړې دے چې ورکښې محترم اطلس خان اطلس او حيران خټک سرفهرست دي دغه وجه ده چې ګل محمد بيتاب ته حيرانيږي او پسخيږي چې دا سړے د دين وسيع علم سره هم دومره شوخ دے چې تنزو مزاح هم کوي ډرامې هم ليکي آفسانې هم ليکلي او خاکې هم او د سنچيده شاعرۍ سره د کيسټو دپاره يې هم لکه د محترم مراد شنواري صاحب د قلم د مزدورۍ په نيت شاعري کړې ده هر څو که په دغه شاعرۍ د فوکلور اثر زيات دے او خلق يې په اوريدو خوښه وي هم خو دوي پرې د خپل ملکيت دعوه ګيري نه کوي. بس په ژوند کښې ژوند پيداکوي او پرمخ درومي. پاتې ښاغلے ابراهيم رومان نو د هغه د شاعرۍ د ړومبې مجموعې" تيت پرک "نه را واخلې تر" للون " يو اوږد مزل وکړو خو د شناخت او پيژندګلو حلقه يې لکه د منير بونيري او دانش د پښتونخوا د حدونه کراس نه کړل دوبۍ، قطر ، مسقط، سعودي عرب خو يو خوا ته لاهور او پنډۍ ، اسلام آباد پورې هم ونه رسيد ولے چې دې ليک او تخليق په اوداسه کوي او بيا په اودس چردام کښې د فرضو، سنتو، واجبو ډير زيات خيال ساتي يقينناً دا يو ګران او زړه ستړې کار دے او په هغه ټولنه، په کومه ټولنه چې د يو سترګې سړے باچا وي دداسې پاک بازو قدر نه وي ځکه خو خوشحال خان فرياد کړې دے


زه يې چالره وهم قدر يې چازده 

په هور اوسوزه دا تورې قلمونه 

د خوشحال خان خټک نه روستو هم دغسې شاعرانو دغسې فرياد کړې دے لکه حافظ د الپورۍ چې وائي 


باز په جاله کښې چانه دے پيژندلے

قدر نيشته د حافظ په الپورۍ کښې 


خو ابراهيم رومان نه خو خوشحال خان خټک او نه حافظ د الپورۍ او لږه رګ ريخه د‌ رحمان بابا سره ملاويږي ځکه قناعت پسند دے ، درويش دے ، خاکسار دے، که ښه ورته وايې او که بد دده جواب درته په شونډو يو نرے مسکا وي د خيبر پښتونخوا د صوبائي حکومت د خوراک په محکمه اسسټنټ ډاريکټر دے خو د کور خوراک يې خپل دے د سرکار د ګودامونو، هوټلونو، شادي هالونو نه دے دا له څه کوے هغه د خپل قانوني حق سټاف کار نه دستبرداره دے او    دفتر ته په رکشه کښې ځي راځي پښتانه وائي چې مه دومره خوږيږه چې څوک دې ستون له حلقه تير کړي او مه دومره ترخيږه چې څوک دې تو کړي. د ابراهيم رومان ړومبې عمل خو قابل تقليد خو دا دويم عمل د سټاف کار هغه ځکه قابل تقليد نه دے چې دده دغه جائز قانوني حق نه به خلق څنګ ناجائزه ګټه پورته کوي او دده سټاف کار هم دده په نوم به څومره تيل را وباسي او خپلو موټرو له پرې ژوند ورکوي؟ يو خداې به ترې خبر وي




د ښاغلي ابراهيم رومان دا پنځم کتاب چې په نثر کښې دے په زړه پورې ګټ آپ لري.‌ زما خوش بختي چې ښاغلي آيازاللّه ترکزي چې دا کتاب لکه د ګرمو ، ګرمو ځلوبو هغه هم په ژمي کښې په اعراف پرنټرز کښې سپارلو نه زه محترم ګل محمد بيتاب صاحب سره هم دغلته ناست وم د کتاب ظاهري حسن زمونږ زړونه راښکل دغه وخت مونږ غير رسمي مخ کتنه هم راجوړه کړه ابراهيم رومان اخلاص مند سړے داسې خلقو ته خداې پاک لارې سمه وي ما سوچ کولو که دې وخت کښې يو سهرا وے څنګه به ښه وے او چې يکدم ګسې ته وکتل نو په اعراف پرنټرز کښې يو سهرا مخ ته ځوړنده وه ما هغه د ابراهيم رومان غاړه کښې واچوله په دې خوشحالۍ که ځلوبۍ نه وے ګرم ، ګرم ګلاب ژامن، رس ګولې او اشنغرې شريني هم راغله او دغسې د کتاب مخ کتنه وشوه چې مالي لګښت د ښاغلي ابراهيم رومان په غاړه وو واللّه د هغه خوږو تاثير وس هم زه په خپله کښې محسوس چې ثبوت يې دا ليک دے 


دې کتاب په خوشحالۍ کښې د ابراهيم رومان يار او لکه د هغه سپين سپيځلي شخصيت محترم اطلس خان اطلس د کور پخوا حلوا په مونږ اعراف پرنټر کښې خوړلې وه. ددې دواړو دې مينې زمونږ خوي خراب کړو وس که څوک مونږ نه د کتاب د تبصرې کولو تقاضه کوي نو خامخا به مونږ د ابراهيم رومان ګلاب جامن رس ګولې اشنغرې شريني او محترم اطلس خان اطلس حلوا ضرور راياديږي 


رښتيا او حق خبره داده چې په معنوي حواله هم د ښاغلي ابراهيم رومان دا کتاب ډير  په زړه پورې دے ډير مستند  معلومات په خپله غيږه کښې لري. هغه ځوانان او زما په شان زاړه شاعران ليکوالان چې د خداې په توکل ادب تخليق کوي د لوستې دپاره  ډير زيات  ضروري ځکه دے چې د شعر و ادب د هر صنف په بابله ګټور معلومات لري. هم ددې کتاب په لوستو به د ښاغلي ابراهيم رومان نه د ادب د مونځ اودس چردام زده کړي په دې به پوهه شي چې په اودس کښې کوم کوم فرض ، سنت او واجب دي که چرې زمونږ ځوانانو ته دا ورمعلومه شوه. نو بيا به ورته ابراهيم رومان د نور مونځ چل ورښائي . د هغه د کتاب ړومبې دوه ليکونه چې زه ورته تحقيقي مقالې وايم د پښتو د شعر په بحر يې ورکښې علمي بحث کړې دے. دا بحث ما‌ د ځان دپاره ګټور ګڼو خو محترم حيران خټک صاحب ددې کتاب په سريزه کښې دا اعتراف کوي چې د ابراهيم رومان ددغې مقالې معلومات زما دپاره هم نوي دي ددې لويه خبره او محترم حيران خټک صاحب عظمت نور څه کيدې شي


دغه رنګ د للون دويمه مقاله په غرضو ده په دې لړ کښې د عربو د خليل بن احمد نه شروع کړې ده او د پښتنو ښاغلي جاويد جان وزير پورې رارسيدلې د ښاغلي رومان د نور کتاب د ليکونو سره دا دقيقه موضوع ډيره په فصاحت او بلاغت بيان کړې ده دا کمال د اودس چردام دے چونکې دغه کار د ابراهيم رومان زده دے نو ځکه يې په مخ هم د نور څادر راخور دے او په ، ليک و تخليق   تحرير و تقرير کښې هم راخور ليدې شي


ابراهيم رومان په خپل دې کتاب کښې خو عالم او ملا په يو صف کښې اودره وي او د خپلې دغې خبرې په دليل کښې د قام خرڅه اولس خرڅه مليانو د خلې د نبي پاک حضرت محمد صلي اللّه عليه وسلم چې خاتم د انبياء دا حديث مبارکه راوړي. العلماء ورثة الانبياء هم په دې د خداې پاک مخلوق غله وي او د هغوي استحصال کوي مونږ د نبي پاک صلي اللّه عليه دغې حديث پاک ته احترام لرو داسې يې اعتباء کوو څنګ پاک نبي کريم صلي اللّه عليه وسلم کوو په  خبره کښې بله نشته خو ورسره چې قرآن پاک مونږ ته سورة فاطر آيات نمبر ۴۸ کښې فرمايي : انما یخشی الله من عباده العلمإ ۔  ترجمه :د اللّٰه تعالي نه چې ويريږي هم دغه د هغه په بنديګانو کښې عالمان دي 


د قران پاک دې آيات مبارک د تفسير چې ابراهيم رومان خپل دې کتاب کښې راوړې دے داسې دے " مفتي محمد شفيع په تفسير معارف القرآن په جلد ۸ کښې وائي چې په دې آيات کښې علظ علماء نه مراد هغه خلق دي کوم چې د اللّٰه تعالي د ذات و صفات کماحقه علم لري د قرآن کريم په اصطلاح کښې هغې چاته عالم نه شي وئيلې کيدے تر څو پورې چې ده  ته د اللّٰه تعالي معرفت په ذکر شوي طريقه حاصل نه وي"


مخکښې ليکي حسن بصري  ددې آيات په تفسير کښې فرمائي چې عالم هغه سړے دے.کوم چې په پټه او ښکاره د اللّٰه تعالي نه ويريږي د کوم چې اللّه ترغيب ورکړې دے هغه ده ته مرغوب وي او کوم شے چې د اللّٰه تعالي په نزد مبغوض وي د هغې نه دده نفرت نه وي


د قرآن پاک آيات کريمه د بزرګانو ددې تفسيرونو نه واضحه شوه چې عالم به تقوه دار وي هغه به دين خيانت نه کوي او لکه بني اسرائيل د علماء په ځنو آياتونو سترګې نه پټه وي او د خپلې ګټې دپاره به د قرآن پاک آيتونه نيمه وي لکه يو خبره کيږي چې اسلام د تورې د سيورې لاندې راغلې دے . وس ددې وړاندې قرآن پاک هدايت باندې غلي دي چې مفهوم يې دا دے چي ښه اخلاق خپل کړي ، خبره په خبرو حل کوئ خبرې اترې کوئ که بيا هم دا کفار له تاسو نه اوړي نو اسلام د تورې د سيورې لاندې دے


هم ددې کتاب په سريزه کښې محترم حيران خټک صاحب ليکي : ملا هغه نيم خوانده سړے چې چې کوم ددين نه خبر نه وي وضع قطع يې داسې جوړه کړې وي لکه چې ډير غټ عالم وي خو حقيقت کښې اپوټه وي. داسې نيم خوانده خلق دين نه د عام ولس د عام اولس د لرے کيدو باعث جوړيږي"

خبره هم دغه ده چې محترم حيران خټک صاحب کړې ده نن که څوک ددين هيڅ څوک معتنفره نه دي که دي هم دغې خلقو دي چې ذکر يې وخت په وخت منورينو په خپلو شعرو ، ليکونو کښې سره د نشاندهۍ کړې ده لکه رحمان بابا وائي: 

وي علم د بې عمله عالمانو

لکه ګنج د کتابونو په خر بار شي 


يا علامه اقبال وائي دين ملا في سبيل اللّه جهاد يا که وائي نو هم دغه مليان ياده وي چې ذکر يې محترم حيران خټک صاحب ددې کتاب په سريزه کښې کړې دے . دا دومره بحث چې پرې ما وکړه دا ښاغلي ابراهيم رومان په دې کتاب کښې د‌ ښاغلي آياز اللّه ترکزي په کتاب " د رحمان بابا په شاعرۍ کښې د عالم مقام " په دې کتاب کښې په نورو کتابو هم ډيرې ګټورې تبصرې شته چې روايتي تبصرې نه د هر صنف په بابله هر لوستونکي له ډير علم پوهه ورکوي د کتاب ژبه هم لکه د ابراهيم رومان ساده او خوږه ده دغه وجه ده چې بنده يو وار کتاب شروع کړي نو تر څو يې چې ختم کړې نه وي په قلاريږي نه. البت د " سهرا " په تبصره کښې سهره ليکونکو کوم نومونه ورکړې شوي دي په دې آمير حمزه خان شنواري د هغه سهرې ذکر نشته چې هغه د اکرام اللّه ګران په واده ليکلي وه او ګران باچا د خپلو غزلونو په ړومبي کتاب " زما غزل" د سريزې په توګه چاپ کړې ده . دويم ما خپل کتاب د بيديا سپرلے ابراهيم رومان صاحب ورکړې دے لکه چې هغه نه دے لوستې کني په هغې کښې د هغه د دوست

 نورالبشر نويد د واده سره د فضل الرحمان صابر او د محترم م،ر،شفق د لور او وراره په واده ليکلي شوي سهرو ذکر به يې خامخا کولو . بهر حال زه په دومره ښه کتاب چاپ کولو ښاغلي ابراهيم رومان ته مبارکي وايم روغه سټه ژوند يې د رب غواړم چې هم دغسې په اوداسه کښې ليک او تخليق کوي


په درناوي:, اقبال حسين افکار

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso