Local People Of Murree, Thier Behaviour And Reality.
By Dr. Hamdard Yousafzai
ما تېر پخوا د ګلیات او مري د خلکو د ژوند ،ژواک په حقله د نوموړې لیکوالې د فهمده ریاض یوه افسانه لوستې وه . د افسانې مرکزي کردار د ګلیاتو یو ماشوم ؤ چې هغه هر نوي راغلي سیلګري څنګ ته ځي او د هغوي نه پاتې شوې خوراک خپل ناجوړه پلار او مور له اوړي . فهمده ریاض دغه افسانه کې د دغه سیل ګرې علاقو د خلکو د ستوتزو په حواله یو کوټلې نظر لرلو . د کارپوریټ دنیا ، د سرمایه دارو جوړشوې هوټلونو کې د خلکو رویه ، طرز عمل ، چال چلن هیڅ کله د لوکل خلکو د فکر او طرز عمل نمایندګي نه کوي او نه کولې شي
د اخلاقیاتو تله په لاس نیولي خلک د دغه خلکو اقدار ولې تلل غواړي . تاسو د دغه سیل ګرو سیمو د خلکو ژوند ،ژواک نه څومره خبرتیا لرې
ورستو وختونو کې زما زاتي تجربه په ایبټ اباد کې د نوکرۍ په وخت کې اوشوه . زما خیال دا دی چې په هسپتال کې دغه اندازه ډېره ښه کېږي . د نتهیا ګلۍ ، ایوبیه ، چنګا ګلۍ ، بګنو تر ، کالا باغ عین د ټولو ګلیاتو مریضان به دغه هسپتال ته راتلل . نوي فصید خلکو سره به د عادي دوایانو پیسې نه وې . زیات تر خلک د هوټل انډسټري سره وابسته دي . لاهور وړو وړو هوټلونو کې د دغه جنتي سیمې نه مسافر دي . ډېره په ګرانه د ژوند دغه بار اوړي
راشې ملم جبې ته د دغه خلکو د ژوند ، ژواک اندازه اولګوې . واړه واړه ماشومان په منفي درجه حررات کې اګۍ ، لیتکي په لاس په سړکونو کې ولاړ به وینې .
د لوږې اقدار نه وي
د لوږې اخلاق نه وي
د لوږې مذهب نه وي
دغه سیمو نه ګټه کوونکې خلک په شمار څو سرمایه دارن وي
ګنې تاسو چرته د شانګلې ، ګلیاتو ، ملم جبې ، کالام په سړکونو دغه ګلالي ماشومانو ته دوه منټه ودرېږې ، تپوس ترې اوکړئ چې په سخته یخنۍ کې دغه وړو وړو لاسونو کې لیتکي او نور شیان ولې خرڅوي او څومره پېسې ګټي ؟؟؟
خلک ګرمول ډېر غلط روش دی
د خلکو په ځای باید هغه سسټم غندنه پکار ده
د غټو غټو کینټونو تپوس پکار دی
او دغه خلکو ته سیاسي شعور رسول پکار دی
چې په جنتونو کې یې هم ماشومان د دوزخیانو غوندې ژوند تېروي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.