Mother Of Twelve Children. Pashto Afsana By Sheraz Momand
د دولسو بچو مور
لنډه افسانه :
پېښور اشنغرۍ کښې د ملګرو سره روان وم ، توره شپه وه لارې شاړې وې نو مونږ د پشتون په ټولنه بحث پيل کړی و. د بحث لامل زما يو ليک و چې په هغه ورځ ما شريک کړی و او هغه ليک کښې ما د ښځې په اړه د پشتون ټولنې د منفي فکر او منفي حرکاتو خبره کړې وه
ځيني ملګرو ضد نيولی و چې شيراز په غلطه دی ځکه چې پشتون ټولنه ښځې ته ډېر زيات قدر ، عزت او احترام په نظر ګوري.
دغه وخت زما نظر د يوې ښځې اړخ ته لاړل چې په نيمه شپه د لار په مېنځ کښې ناسته وه خپل ځوې يي غېږه کښې نيولی و او ژړل يي
زه ورغلم پوښتنه مې ترې وکړله چې مور دا ولې ژاړی په ځوې دې څه شوي دي ؟ ناروغ دی پاڅه چې روغتون ته يي يوسو.
مور وويل چې نه بچی هېڅ نشته ، ځوې مې نشئ دی ، پوډر څښي ، کور ته نه راځي نو زه ورله په اونۍ کښې يو ځل دلته راشم او لږ يي غېږه کښې ونيسم.
پوښتنه مې ترې وکړله چې دا ولې پوډري شو ؟
ويل چې بچی لس لوڼه مې دي او دا يوولسم مې ځوې دی.
د خويندو د زمه وارو له اعصابي مريض شو د هغې له لاسه پوډري شو.
پوښتنه می ترې وکړله چې لوڼو مو تعليم ندی کړی چې ټولې زمه وارۍ د يو ځوې په سر شوې ؟
ويل چې نه پلار يي وايي چې تعليم سره جينئ خرابيږي او بيا د دوې تعليم مونږ ته کومه ګټه راکوي خو واده به شي او بچي به ساتي.
په ډک زړه روان شوم نو يو ملګري سره مې هسې ټوکه وکړله چې ياره اسلمه چې دی پخوا خلکو به وخت څنګه تېرول ؟
مونږ سره خو موبايل وي ، ټولنيزي رسنۍ وي ، کتابونه وي خو زمونږ مشرانو به څه کول ؟
نو بحث پېل شو چې مشرانو به څنګه وخت تېری کول.
دغه وخت د يوې خبرې په ځواب کښې ملګري وويل چې مونږ اته وروڼه يو او درې خويندې مو دي...
نو ورته مې وويل چې ښه پخوا مشرانو به په ښځو وخت تېری کول...
بنډار ختم شو.
#شيراز_خان_مومند
Mother Of Twelve Children. Pashto Afsana By Sheraz Momand. Landa Asana. Pashto short Story. Pukhto Qessa. Mother Love Story In Pashto.
Pashto Times Pashto Blogs
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.