Mumtaz Orakzai Pashto Poem. Pukhto Nazam Da Mumtaz Orakzi
بيتونه د ممتاز اورکزي صيب دي
ما نه بچي پوښتنه وکړه چې ټال څه ته وایي
بیا زه خبر شوم چې د ژبې زوال څه ته وایي
هره لمحه بس د رشتو د کشف عذاب تېروم
صاحبه اورې؟ په پردي وطن کال څه ته وایي
★★★
یوې پوښتنې ته راغلی یم، خو څه پوښتنه؟
ته ما نه ولې هېروې زما په زړه پوښتنه
ممتازه زه د یو امکان په سر ژوندی اوسمه
ما مدام کړې دیواله نه ده د وره پوښتنه
★★★
په ثوابونو پسې مړه ورته ثواب نه وایي
سوال ګرځومه خو هېڅوک ورته ځواب نه وایي
زه دومره زغم غواړم هغو ته، اې مدهوشه سجدې
چې ښه یې نه بولم نو ما ته به خراب نه وایي
★★★
نه ځمه، نه ځم، مه مې نیسه له مړونده ژونده
زه بې خوندیو کې پټ شوی یم له خونده ژونده
په دریابونو مې راواړوه او وا مې ړوه
خو سلامته راته پرېږده خپله تنده ژونده
ممتاز که هر څه یم خو ستا یم او ته هم زما یې
د مرګ پنجو کې به نارې کوم چې ژونده ژونده
★★★
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.