Skip to main content

Nawagai Momando Wrana Krala. Explanation Of Pashto Folk Song.

 Nawagai Momando Wrana Krala. Explanation Of Pashto Folk Song.


ليک کاروان مومند صيب


ناوګۍ_مومندو_ورانه_کړله_دښار_نوابه

او ورله راکاږه توپونه

 ناوګۍ مومندو ورانه کړله د ښار نوابه

Nawagai Momando Wrana Krala, Da Khaar Nawaba.


اوبۀ په ډانګ نۀ بېلېږي او دغه مثال د مهمندو او باجوړ هم دے . چې کله هم د بهرنيو زور ظلم راغلے يا مقامي ظلم نو دوي يې په شريکه مخالفت کړے او ورپسې يې لښکر کړے


خو د ناوګۍ د واقعې يو ځانګړے رنګ دے


 کله چې د باجوړ نواب صفدر خان وفات شۀ او د هغۀ ځوي مندالي خان ته د نوابۍ او مشرۍ پټکے ور په سر کړے شۀ

نو مندالي خان کې د مشرۍ او نوابۍ هغه لياقت نۀ وۀ.

دا نوابي د مهمندو دروازګۍ پورې رسېدلې وه چې پکې صافي قوم نه علاوه نور هم لګ ډېر واړۀ واړۀ کلي راغلي وو چونکه هغه وخت ابادي هم ډېره نۀ وه د نن په نسبت .نو نن چې کومې غټې علاقې يا کلي شول دا خو هغه وخت دا شان ګنجان اباد او يا د زيات طاقت نۀ وو



مندالي خان د صافو سره زياتے کولو او  يوه ورځ صافو د نواب د اشر نه انکار کړے وو چې په هغې سره د نواب لښکر د شپېتۀ 60 نه زيات کسان وژلي وو


پس لۀ هغې نه صافو هم د مهمندو نورو مشرانو نه مدد درخواست وکړو او بيا د مهمندو مشران کلي په کلي وګرځېدل او  د پېغور په طور يې خلک د نواب خلاف بېدار کړل او اخېر دا چې يو لښکر تيار شۀ


دغه لښکر په ناوګۍ کې د نواب د قلعه نه تاؤ شۀ او تر شپږو ورځو پورې يې قلعه محاصره کړې وه 


په دغه وخت کې د قلعه د محاصرې نه بهر ازاد کسان کوم چې د نواب رعايه او يا ملګري وو هغوي د ښار نواب نه مدد وغوښتلو 


د ښار نواب امدادي لښکرې مدد د پاره راورسؤلې خو نواب مندالي خان تسليم شوے وۀ. ځان يې ورک کړو او په دغه روپوشۍ کې د دنيا نه لاړو 



چونکۀ ددې واقعې په ليکلو کې غټ رول د مهمندو او باجوړ ښځو يا اولسي شاعرانو ادا کړے خو په شاعرۍ کې د ورځ يا مياشتې ذکر نۀ دے شوے


دا سندرې او يا ټپې د مهمندو او باجوړ د دواړو اړخونو نه ويېلے شوي او اکثره ټپې دوه طرفه دي لکه د مثال په طور 

مهمندو به ټپه کوله چې ،


په باجوړو دې صد رخمت وي

د ښار نواب ورله شراب ورکړي دي


د مهمندو مشرانو ګڼل چې د باجوړ ټول خلک د نواب نه تنګ دي خو څوک غږ نۀ کوي خو په هر ځاے کې د تصوير دوه مخه وي او دواړو طرفو ته کسان وي لکه څۀ د نواب خلاف او څۀ ملاتړ نو خلکو فکر کولو چې نواب دوي له څۀ نشه ورکړې ځکه زمونږ خلاف جنګېږي او د ظالم ملاتړ کوي


خو بل طرف ته د باجوړ ښځو به د وادۀ يا بلې خوشحالۍ په موقع په دغه ټپه باندې طنز کولو او ويېل به يې چې،

بعضي به دا پکې ويېله

د ښار نواب ورله شراب ورکړي دي نا


په دې سندرو او ټپو کې ډوډا يا ډېوډا برج ډېر ذکر شوے معلومېږي دا چې سخته مورچه پکې هم‌دغه وه يو طرف ته د نواب لۀ خوا ګوله باري بل طرف د نواب د ملګرو د لښکر د راتګ وېره هم وه.

بل دغه محاصره شپږ ورځې وه نو د اوبو او خوراک کمے ډېر زيات وو ځکه چې د دغه احساساتو ښځو او اولسي شاعرانو اظهار څۀ په دې ډول کړے دے.


د دې ډېوډا د برج د لاندې 

چا د اوبو چا د ديدن ارمان کوۀ نا.


د دې ډېوډا د برج د لاندې 

د درايي د خولو پنډ مې وتاړۀ نا.


د دې ډېوډا د برج د لاندې 

ځوانان پراتۀ وو سپينې خولې ببر سرونه .


په باجوړو دې صد رحمت وي

د ښار نواب ورله شراب ورکړي دينه


د ښار نواب قسم خوړلے

د تحصيلدار په مرګ به ډېرې کونډې کړمه


چې باجوړي په اتفاق وي

هغه مورچه به کوم سړے پورته کوينه


د مهمند هرځاے کې تاريخ دے

ورور جانه مۀ کوه بې ځايه غېبتونه


هلکه هلته کم بختے وو

چې په شلخي ټوپک يې جنګ ونخلوۀ نا


د ښار نواب قسم خوړلے

شينکي اسونه شړنګېدلي جنګ له ځينه


نوکر به يې ولې توره نۀ کړي

د ښار نواب ورسه پخپله جنګ له ځينه


کاروان مومندنوټ:-(برج) زمونږ خلک په کور کې د دشمنۍ يا جنګ نه د دفاع د پاره د انګرېزانو د وخت نه د ګټو يو Stopa  

سټوپا شکل کې اوچته مورچه جوړوي چې اکثر دايري يا ګول شکل کې وي بهر نه ټول کاڼي لګېدلي وي او په مېنځ کې يې پاس چت ته سېړۍ ختلي وي بيا په هغې د ټوپک د پاره ګېر چاپېره نري نري سوري وي چې هر خوا ته ترې ډز کولے شې او دا د کوټې نه تقريباً دوه چنده اوچته جوړه وي چې ټوله علاقه ترې ښکاري



Nawagai Momando Wrana Krala. Explanation Of Pashto Folk Song.

Pashto Times Tags. Pashto Old Pashto Song. Nawagai Momando Wrana Krala. Da Khar Nawaba.

Complete Story Of How Safi Momand Attached Nawab Sadar Khan Of Nawagai Bajaur.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso