New Year, Naway Kaal By Ghani Khan
نوے کال
غني خان
خاونده بيا سپرلۍ شو، دُنيا يو کال واړوو
چا په ژړا واړوو، چا په وصال واړوو
چا د نتو په شان په ساګ او دال واړوو
چا د صاحب په شان د بل په مال واړوو
څوک په سفر لاړل، بلخوا يۍ مال واړوو
چا د جانان په سر د خاورو شال واړوو
چا د ګُنګرو په شان، په شرنګا شرنګ تير کړو
چا د سپوږمۍ په شان، په رنګا رنګ تير کړو
او غني دا هم ربه، لکه پخوا واړوو
څه يۍ په خندا واړوو، څه يۍ په ژړا واړوو
Pashto Times. Ghani Khan Baba Pashto Lyrics.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.