Skip to main content

Pashto Calendar, Persian, Hindi And Islamic Calendar. Pashto Months Names

 Pashto Calendar, Persian, Hindi And Islamic Calendar. Pashto Months Names

By Rizwanullah Shamal Baroon Dir Lower.

ګروپ کښې چا پوسټ کړے وۀ چې پښتو کښې د میاشتو نومونه څۀ دي؟  ما هلته دا تفصیلي کمنټ د پوهې په غرض شریک کړو.  خو غوښتل مې  چې دلته یې د یو جدا پوسټ په صورت کښې ستاسو سره شریک کړم



اصل کښې درې قسمه کلینډرې استعمالیږي.

شمسی  

solar calender

 چې د نمر په حساب سره وي  

لکه جنوري فروري تر دسمبره

ارین خلک بیا دغه شمسی کلینډر د  کتک مګهر   تر پوهـ ماګهـ  پورې وائی.

دوېم قسم کلینډر قمري 

lunar calender 

کلینډر دے چې د میاشتو حساب یې د سپوږمۍ د وړې کیدلو غټې کیدلو په بنیاد وي دغه کلینډر د  محرم صفر نه تر ذي الحج پورې وي.

پښتانۀ دغه قمري هجري کلینډر بیا د عاشورې  (حسنیانو) نه شروع کوي تر لوے اختر میاشت پورې یادوي.

درېم کلینډر

astronic calender

  د ستورو د حساب کلینډر دے چې حمل، ثور تر حوت پورې دے.  پښتانۀ دغه نومونه د ورے ، غوائی نه تر کب په نومونو یادوي.

خلاصه دا چې پښتنو درې واړو کلینډرو د میاشتو د پاره  خپل نومونه لري.

 د شمسی د پاره کتک مګهر وغیره

د قمري هجري د پاره حسنیانو صفره وړومبۍ خور وغېره نومونه استعمالوي

او د اسټرونک یعنې د ستورو د حساب د کلینډر د پاره د ورے غوائی غبرګولې وغېره نامې استعمالوي

البته یو وضاحت او هغه دا چې د قمري او ستورو د  کلینډر د موجوده پښتو نومونه په مکمله توګه د پښتو لفظونه دي د دې بر عکس د شمسی د پاره د هندي یا سنسکرت لفظونه کاروي ځکه چې هم د دغه سنسکرت د پښتو سکه خور ده دواړو ژبو په یو ځاے استوګنه کړي نو یواځې هندیان نۀ بلکې اکثره ارین خلک دغه نومونه اخلي


دا بالکل داسې ده لکه د پښتنو د اکثره قبیلو نومونه د سنسکرت دي خټک داوړ کاکړ وردګ دا ټول نومونه هم د پښتو نۀ دي خو د پښتنو دي.  هم دغه شان دغه د میاشتو نومونه د پښتو نۀ دي خو د پښتنو د پاره دي


بل د سنسکرت دغه نومونه  ځینې مفغن شوې او ځینې خپل د پښتو نومونه پکښې هم دي لکه ساون ته پشکال پوګهـ ماګهـ ته سپینه څله او توره څله وئیلے شي


دغسې څه نومونو کښې بدلون هم راوستے شوے او مفغن یعنې پښتو کړے شوي.  لکه.  اسوج ته اسو بهادو ته بادرو، بیساکهـ ته ایساکۍ.

پکار ده خلک ړومبے په دې خبر شي چې پښتانۀ چې کوم وړومبۍ خور وروستۍ خور کلینډر استعمالوي دا هجري قمری یعنی د اسلامی کلینډر د میاشتو نومونه دي. 

دوېم چې کوم کلینډر د افغانستان خلک استعمالوي د کب سلواغې لړم په نومونو دا اصل کښې د ستورو د برجونو د حساب کلینډر کوم ته چې ثور حمل سرطان وغیره وئیلے شي  دا هغه کلینډر دے.

درېم کلینډر کوم چې جنوري فروري شمسی کلینډر دے.  ارین خلک دې د پاره د چیتر پهاګڼ هاړ جیټهـ وغیره نومونه اخلي.

 د هندي کلینډر  میاشت د انګریزی کلینډر د ۳۱، ۱۴ تاریخ نه شروع کیږي


د ستورو د حساب کلینډر د ۲۱ یا ۲۲ تاریخ نه شروع کیږي.  

د اسلامي کلینډر حساب د سپوږمۍ د حساب یعنې د میاشت د راختو سره وي په دې وجه د دې د شروع کیدلو او ختمیدلو موده غېر معین وي


د astronic calender د میاشتو نومونه پښتو کښې داسې دي.

۱_وری( حمل)

۲_غوايي(ثور)

۳_غبرګولی(جوزا)

۴_چنګاښ(سرطان)

۵_ زمری(اسد)

۶_ وږی(سنبله)

۷_ تله(ميزان)

۸_ لړم(عقرب)

۹_  ليندۍ(قوس)

۱۰_ مرغومی(جدي)

۱۱_ سلواغه(دلوه)

۱۲_ کب(حوت)

د سنسکرت کلینډر د بکرما جیت د وخت نه تقریباً ۵۷ قبل مسیح کښې شروع شوے دے

د سنسکرت د solar calender د میاشتو نومونه داسې دي 

چیتر ... چیتر

پهاګن.... پګڼ

جیټهـ.... جیټ 

بیساکهـ..... ایساکۍ

هاړ  .... هاړ / هړ

ساون  .... پشکال

بهادو..... بادرو

اسوج .... اسو 

کتک ... کتک 

مګهر  . مګر

پوګهـ .. پوهـ / سپینه څله 

ماګهـ . ما / توره څله 


 د lunar calender د میاشتو نومونه

محرم. حسنیان

صفر.   صفر

ربیع الاول.   ړومبۍ خور

ربیع الثانی..... دوېمه خور

جمادی الاول.  درېمه خور

جمادی الثاني.    وروستۍ خور

رجب            برات

 شعبان ..... زبرګه

رمضان     روژه 

شوال     وړوکے اختر

ذی القاعده   میانه

ذی الحجه  لوے اختر


....... دې سنسکرت شمسی کلینډر ته مونږ د زمیدارو حساب هم وایو.  او دغه زمیندارو د میاشتو سره څه خاص متلونه هم تړلي وي.  لکه د مثال په طور 


چیتر چې ورنده شي په پټو کښې ځګے ورک شي 

او پګڼ چې ورنده شي په خمبو کښې ځګے ورک شي

ځګے مطلب ځاے

اسو...  ودې سو

بادرو ... باد راوړه په مېرو .

ستاسو علاقو کښې که داسې متلونه وغیره وی راسره یې شریک کړئ






رضوان الله شمال

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso