Skip to main content

Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na,

 Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na, Shen Asman Zari Zari


سندره سمه واېئ 

Sandara Sama Wai by Maulana Khanzeb.

سرې سترګې خونبارې، باڼۀ مې لا جمدر دينه

ټيک مې دړې واړې، دا چارې د زرګر دينه


کله د ېو هنرمند په غږ ېو سندره د غلط مشهور په توګه په وېنا کښې خوره شي څوک ئې د جملو او ،ويو ، جوړښ ته کم پام نه رړوي خو د هرچا په خوله شي لکه ېو وخت دا سندره به وائل شوه ! 


شين آسمان ذرې ذرې 

د سرو زرو تنابونه 

سپوږمۍ د بام په سر

په ېار واېه سلامونه !


دې ډول څلور مصرئيزې سندرې ته ،سروکې ،وائل شي پدې اړه ځلمې هيواد مل د پښتو ادبياتو د تاريخ په حواله ليکي، داسې ښکاري، چې سروکي د پښتو د خاصو سندرو لکه چاربېتو، بدلو، بګتيو او لوبو پاتې شونې دي .


دا  سندره په اصل کښې داسې وه چې ، شين آسمان ځلې ځلې ! د سرو زرو تنابونه 


ځلې د ځلا نه ده دا دچاپېريال د جمالياتو هغه وخت ته اشاره ده چې کله باران اوشي نور او باران سره ګډ شي د ،بوډۍ ټال ،ېا شنه سره ،کاسه روخیېژي د باران څاڅکي پدغه وخت کښې داسې برېښي لکه د سرو زرو تنابونه چې راکش شوي وي آسمان په ځلا ځلا سر وي دا مخکښې او روستو وېنا د ېو بل تشریح ده خو که مونږ دا لوبه شين آسمان ذرې ذرې اووايو نو هيڅ کم معنا نه ورکوي د آسمان ځلا ښائست د هرې ژبې د ادبیاتو سره په پښتو کښې هم ستائل شي لکه پدې او نورو ډېرو تپو کښې.

آسمان په ستورو ښائسته ښکاري

لکه د  پیغلې  جينې غاړه په خالونه 


داسې دا بره ليکل شوې بله سندره هم ده چې په غلط مشهور کښې داسې وائل شوې ! 

سرې سترګې خومارې بانړه د جالندهر دينه 

ټيک مې دړې واړې دا چارې د زرګر دينه !


دا سندره هم د پښتو په نړۍ وال شهرت لرونکو سندرو کښې ده چې کله ګلنار بېګم په اتياېمه لسيزه کښې د پېښور ريډيو اسټېشن نه وائلې وه .


پدې سندره کښې هم دوه غلطې راغلي ېو د ،خونبارې ،په ځائې ،خومارې ،دوېم د  ،لاجمدر ، په ځائې ، جالندهر ،وائل !


پدې اړه شاعر ليکوال غازي سیال وائي !  چې دې ډول وېنا  د سندرې ټول مفهوم  شکمن کړى دې


 ګلناربېګم او نورو سندر غاړو ته چې څنګه ښودل  شوې وه هم هغسې ئې وئيلې ده خو  د هغوئې صرف د ترنم سره کار وو اؤ په ترنم ئې پوره وئيلې ده


"جمدر" زمونږ په قبائيلي سيمه کښې د ېوې نوکدارې وسلې  ،نېزې په څېر ، نوم دې چې ځلمي ئې په کمربند کښې ټومبي زمونږ د باجوړ په سيمه کښې تراوسه به د خلکو په کورونو کښې وو خپل تېکۍ به ئې هم وو ،شل ، به هم ورته وائل شو  د جمدر په اړه بادر شاه ظفر کاکاخېل پخپل ،ظفراللغات ، کښې وائي دا د ټوپک د وخت نه وړاندې د پخوانې زمانې د ،چړې ،په څېر وسله وه خو د چړې نه به لکه نېغه او اوګده وه چې ،کټاري ،هم ورته وائل شي 



جلندر په پښتو کښې ېو رنځ ته هم وائل شي چې په ګېډه کښې اوبه اوشي دغه راز جالندهر د هند ېو ښار هم دې 



سرې سترګې هم د حسن استعاره ده چې انجونې په سرو رنجو خپلې سترګې تورې کړي او خون بارې برېښي 



 د "جمدر" په باره کښې دا متل هم ډېر مشهور دى چې "جمدر" کۀ د سرو زرو هم شي خو په ځيګر د منډلو نه وي ځنې خلک پدې متل کښې،سيخ ،کاروي خو سم ،جمدر ، دې .  پدې سندره کښې  دا سمه داده چې "جالندر" نۀ دې بلکې "لاجمدر" دى چې د "لاجمدر" نه "جلندر" جوړ کړې شوې دي.

 د ځينو په خيال دا "جودر" دې چې جودر  په غنمو کښې ېو ،ګېاه ، زرغونېږي د ېو بوټي نوم دې چې وږي ئې اوږده اوږده تورې تورې نرۍ نرۍ  لشې لري چې د بڼو سره مشابهت لري  خو کۀ په سندره کښې جودر اولګي نو بېا د سندرې وزن ماتوي او ټول د بلاغت د څوکاټ نه بار کېږي ځکه دا ټکې جودر هم نه دې  د موسيقۍ په سرتال کښې هم سمون نۀ خوري نو دې دپاره د جودر استعمال هم غلط شوې دې.

 په حقيقي بنړه په اصل کښې دا نۀ "جودر" دې او نۀ "جالندر". بلکې دا " لا جمدر " دې نو چې "لاجمدر" شي نو د سندرې مفهوم اؤ معنى به هم د استعارې په بنړه صحيح شي اؤ په موسيقۍ کښې به هم پوره شي اوس دا سندره داسې شوه چې:


سرې سترګې خونبارې،  باڼۀ مې لا جمدر دينه

 ټيک مې دړې وړې،  دا چارې  د زرګر دينه


د سندرې په شاليد کښې داسې وائل شي چې ېوه شوخه پېغله چې کله ،هندارې ، ته د خپل ډؤل سينګار په وخت کښې اودرېږي اؤ خپلې سرې  خون بارې سترګې ،خونبارې ډؤل کېدل د حسن استعاره  وګوري چې د سترګو نه ئې ګېرچاپېره تېرۀ تېرۀ باڼۀ لکه د نوکدارې وسلې "جمدر" ولاړ وي نو په داسې حال کښې د خپل حسن په موج کښې ائينې ته مخاطبه وائي چې:

څوک به وي چې زما د هغه سترګو چې د وينو سرې دي د وړاندې راشي  زما د سرو خونبارو سترګو تېرۀ تېرۀ باڼۀ لکه د پېرېدارو تيار ولاړ دي خو افسوس چې زما په تندي ددې حسن د نظارې په وخت موجوده وخت ټيک نشته، ټکړې ټکړې د زرګر په دکان د جوړښ  لپاره  پروت دې تراوسه  زما ټيک نۀ دې جوړشوې دا ټولې ناکړدې چارې د زرګر د لاسه دي چې د ټيک په وجه زما حُسن نيمګړى پاتي شو دا وخت کۀ چرته زما په تندي ټيک‌هم زوړند پروت وې نو هيچا زما د حُسن بلاخيز تاب نۀ شو راوړلى  په وزن شعري کښې د ،لاجمدر ،لا د تاکيد ېا لا کله لا زائد هم راځي د عربي ادب سره سره  عموما پښتانه هم پخپلو وېناؤو کښې دغه زياتې ، لا  ،کاروي .


جمدر ته که راشو نو جمدر د خوشال بابا د ،نېزې ، نوم هم پاتي شوې د اسپ نوم ئې ،سيلې وه داسې مې اورېدلي چې دغه جمدر د فضل زمان شلمان صېب سره پخپل ،لرغنتون ، کښې خوندي دې خوشال بابا خپل جمدر داسې ستائلې !‏


مرګه ! هومره مهلت راکړه په جهان کښې

 چې ‎جمدر د مدعي په وينو سور کړم.


دا وېنا خوشال بابا د برات په مياشت کښې هغه وخت وائلې وه چې کله مغلو لاس تړې هند ته روان کړې وو .


خوشال بابا بل ځائې جمدر داسې ستائي !


مغل بې قدره، پښتون بې ننګه

توبه له تورې، توبه له جنګه


تسبیح په لاس کښې په نظام پور کښې

ناست په مسجد کې، جمدر تر څنګه


نور شاعران هم جمدر داسې ستائي !


د خوشال د ‎جمدر شرنګ شه

سپیلنی له نام و ننګ  شه

د ‎سیلۍ په څیر  وردرومه

په مېدان کي په غورځنګ شه


بل ځائې په متل کښې  وائل شي ! 

‏جمدر وهلې نه رٙغيږي 


 په بېلتانه مې داړه اوکړه

ترې مې راستون کړل په جمدر وهلې زړونه 


مولانا خانزېب



Pashto Times Folk Songs Lyrics Explained.

Lyrics Of Pashto Old Folk Song, Sri Stargi Khonbari, Banra Me Da Jamdar Dena, Teek Me Daray Waray da chari Da Zargar dena.

Pashto Folk Song. Shen Asman Zari Zari, Da Sro Zaro Tanabuna. Spogmai da Baam pa Sar pa yaar waya Salamuna.

Pa Yaar Waya Salamuna. Pashto Old Folk Songs Lyrics 


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso