Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kavi.
Poet. Sahib Shah Sabir
چي په تیارو کي د رڼا د زړه خبري کوي
دا سړے څوک دے چي زما د زړه خبرې کوي
اوس سړے داسي په اسانه سړے نه پیژني
خلک هوښیار شو په خطا د زړه خبري کوي
چي د رڼا او د رنګونو موسم پيژني څوک
باران ته ناست دي د برښینا د زړه خبري کوي
څوک چي د جنګ وایی د جنګ د زوره نه دی خبر
دا لیوني دي د بلا د زړه خبري کوي
دا چي په مونږ او زمونږ مینه پوري ټوقي کوي
دا څوک د کوم ځاے دي دا د چا د زړه خبري کوی
اوس څوک رښتیا خبره هم ښکاره کولے نه شي
اوس یاران یو ته په غلا د زړه خبري کوی
مدام سنګسار وي په صابر غریب مي زړه هم وسوځي
څومره ساده دے په رښتیا د زړه خبري کوي
پروفسر صاحب شاه صابر
The Late Sahib Shah Sabir, Pashto Progressive Writer And Poet. He Was holding Ph.D Degree In Pashto Literature.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.