Peer Rokhan, Music, Dance, Attan and Haal Nama
د "حالنامې" نه یو اقتباس
پیروښان د سندرو او ګډا سره د لېونتوب تر حده مینه لرله. پۀ دغه حواله پۀ "حالنامه" کښې راغلي دي چې
"پیر دستګیر(پیروښان) ته حق تعالي خپل عشق او مینه پۀ چپو چپو ورکړې وه.
کله چې به ځوانانو سندرې وئیلې، سازونه به یې غږول، پۀ وجد کښې به راتلل، ګډېدل به.
نو پیر دستګیر(پیروښان) به هم د ټنګ ټکور پۀ اورېدو پۀ وجد کښې راتلو او پۀ خولۀ به یې وئیل
"بشنوازنے چوں حکایت می کند
از جدائی ها شکایت می کند"
او کله نه کله به پۀ جذبه کښې راغے نو د دې سازونو سره به ګډېدو هم، بې اختیاره به لګیا وۀ تاوېدو راتاوېدو به، دواړه پښې به یې لګولې او لکه لاټو به چورلېدو راچورلېدو.ځان به یې پۀ قابو کښې نۀ وۀ.
یوه ورځ یې د ترۀ د ځوے (د خداداد ترۀ) پۀ وادۀ کښې مجلس جوړ شوے وۀ. پلار یې او خواجه اسماعیل هم پکښې ناست وو. ځوانان جذبه شو، سندرې شروع شوې، سازونه ګرم شو، لوبه جوړه شوه
پیر دستګیر(پیروښان) هم ناست وو. د هغه پۀ زړۀ کښې هم شوق او مستي پیدا شوه، اورپېدو، زړۀ یې غوښتل چې میدان ته ور ودانګي، پۀ زړۀ کښې یې خیال راغے، که ورګډ شوم نو دا خلق به وایي، چې "اوګورئ د شېخ ځوے دے او ځان یې وشرموو، پۀ علم او حیا یې پښه راښکله، او د کلي د خوشاټارو سره پۀ سندرو او ټنګ ټکور لګیا دے ګډیږي"
خو پۀ دې خود ساخته منتطق یې زړۀ اوبۀ ونۀ څښې، پۀ زړۀ کښې یې یوه څړیکه را اوچته شوه، چې دا شوق خو زما پۀ زړۀ کښې خداے اچولے دے،
ښۀ به دا وي چې دا خپل عشق ښکاره کړم
د دنیا د ننګ ناموس پروا ونۀ کړم
پۀ ظاهر او باطن باندې یو شان شم
زۀ مسکین د تصوف پۀ لار روان شم
خواجه اسماعیل له ورغے، وې نۀ شم ټینګېدے، پۀ زړۀ کښې مې عشق غرغنډه اچولې، غواړم چې د دې زلمو سره ګډ شم، خو د پلار نه یرېږم، چې بد ونۀ ګڼي، هسې نه چې د مجلس نه پاڅي او پۀ ما راکښېږدي
ما له د پلار نه اجازت وغواړه، هغه د پیر دستګیر(پیروښان) نه خبر وۀ.
عبدالله(د پیروښان پلار) ته یې خبر اوکړو، هغه تک سور شو، چې زما پۀ قبیله کښې تر اوسه چا ګډه نۀ ده کړې، که د مولانا ابراهیم نمسي او د قاضي عبدالله ځوے ګډاګانې شروع کړې، نو د شېخانو او قاضیانو عزت او نوم به پۀ سیند لاهو کړي. چې داسې کار ونۀ شو.
نو پیر دستګیر(پیروښان) د پلار پۀ پښو کښې پرېوتو، او پۀ چغو چغو یې ورته وژړل،چې
"زړۀ مې صبر نۀ کوي، ورځمه پرې"
هغه ورته ووې "که ور ګډ شوې، نو دا کونټۍ دې پۀ سر ماتوم"
پیر دستګیر(پیروښان) ورته ووې "شوق او وجد ذرې ذرې کړم، پرې مې ږده پلاره! د دې نه مخکښې چې لېونے شم، او پۀ خپل ځان پخپله راکښېږدم"
او د پلار پۀ پښو کښې یې داسې سلګۍ و وهلې، چې د پلار زړۀ یې هم پرې وسوځېدو، سر یې ورله د ځمکې نه را اوچت کړو
هغه توره پۀ لاس کښې ونیوه، او بې ځانه او بې واره پۀ ګډېدو شو.
عبدالله پۀ غصه کښې پاڅېدو، دغه شان د کلي د عامو خلقو پۀ مخکښې د ځوے بې اختیاره ګډېدل ورته خپل سپکاوے ښکارېدو، کونټۍ یې رواخیسته، چې پیر دستګیر(پیروښان) پرې وټکوي، خو شېخ اسماعیل ورمخکښې شو، منتونه یې ورته وکړل، چې ځواني یې ده، هیڅ ورته مه وایه، او پۀ کور کښې یو لېونے هم ښۀ وي، عبدالله وخندل، کونټۍ یې د لاسه کېښوده، پیر دستګیر( پیروښان) تر ډېره وخته د ځوانانو سره ښۀ تماشه وکړه، خلقو ته پۀ رښتیا لېونے ښکاره شو، او هیچا هم دا نۀ وې چې "لا پۀ دۀ کښې هم دینداري، شېخي او زبرګي شته، او دے به د کامل اېمان خاوند شي"
حواله
علي محمد مخلص، حالنامه بایزید روښان، ژباړه، ډاکټر عبدالقدوس عاصم، پښتو اکېډمي پېښور یونیوسټي، ۲۰۱۹ء، مخ: ۷۷،۷۶
Peer Rokhan, Music, Dance, Attan and Haal Nama. Pir Rokhan Baba And Attan Music.
Who Was Bayazid Ansari?
Who Was Pir Rokhan Baba?
Life Of Peer Rokhan and his love for Music and attand Dance.
Pashto Times Pashto Blogs.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.