Skip to main content

Pukhtana Naslona. Historical And Anthropological Pashtun Tribes

Pukhtana Naslona. Historical And Anthropological Pashtun Tribes.


Pukhtana Naslona. Pashtun Main Tribes. Pashto History Article Info

په بیلابیلو تاریخي پړاوونو کې دپښتني قبیلو

اوپښتنو واکمنانواو اتلانو مشهورې او تاریخي کارنامې 

-------------------------------------------------------------

ډاکټر لطیف یاد

By Dr. Latif Yaad

دپښتون ستر قام د ایشیا په زړه کې هغه ستره ډله ده چې دلرغونو زمانو راهیسې په دغه هیواد اوټا ټوبي کې چې نن ورځ دافغانستان په نامه یادیږي ژوندکوي . دعه ستره ډله دآریايي توکم یوه برخه ده چې په زړو ویدي سرودونو او له هغو نه یې په ریګویدا کې په ښکاره اوڅرګنده توګه نوم راغلی دی او دپکهت په نامه سره یادیږي 


آریا ئیان دانسانانو یوه خورا مهمه ډله ده چې له پیړیو پیړیو راهیسې دلوړ مدنیت خاوندان وو. دتاریخ په حواله هغه وخت چې دپکهت قبیله دخپل لومړني ټاټوبی آریانا ویجه نه دهندوکش جنوبي برخوته راکوزه شوه نو ورو ورو دهیواد په جنوبي او جنوبي ختیزو سیمو کې میشته شول چې ددوی سیمه په تاریخي کتابونو کې دپښتیخا ، پکتیکا اوپښتونخوا په نومونو یاده شوې ده .(۱)

یوناني مشهور تاریخپوه هیرودوت چې دحضرت عیسی مسیح علیه السلام تر زیږیدو پنځه پیړۍ دمخه یې ژوندکاوه په خپلې مشهورې جغرافیا کې دپښتنو هیواد دپکتیکا په نامه یادوي چې خلک یې ډیر غښتلي اوپیاوړي دي . همداراز ردحضرت عیسی علیه السلام تر زیږیدو دوه پیړۍ وړاندې یوبل یونانی جغرافیه لیکونکی بطلیموس کلودیوس هم دپښتنو هیواد د(پکتین، پکتیس او پکتویس )په نومونو یاد کړی دی


دپشت ، پخت ، پښتیخا، پښتونخا اوپښتونخوا نومونه دپښتو په کلاسیکو ادبیاتو کې هم ډیر لرغونتوب لري چې ځینوشاعرانو یې په خپلو شعرونو کې ترې یادونه کړې ده لکه دپښتو ژبې مشهور شاعر ښکارندوي غوري(۵۶۹-۶۰۲ لیږدیز /سپوږمیز/هجري –قمري )په خپلې یوې بوللې ( قصیدې ) کې چې دپسرلي په اړوند یې لیکلې ده په هغه کې دپښتنو هیواد دپښتونخا په بڼه راغلی دی لکه چې وایي 

پښتونخا ښکلي زلمي چې زغلي هندته

نوآغلې پیغلې کاندي اتڼونه(۲)

وروسته ترهغه چې ددوی په شمیرکې زیاتوالی راغی نو دوی دنووځایونو په لټه کې شول او غزني ، غور ، پيښور ، کوهاټ ، بنو ، کابل ،کندهار ،ننګرهار او دافغانستان په بیلا بیلو برخو کې میشته شول اودتیرووختونو په څیر دکرنې په چارو اودڅارویو په روزلو بوخت شول. له دغو پښتنو نه ځیني یې دخیبر دتاریخي لارې دهند ارتو او پراخه ورشوګانو ته ورښکته شول چې له دغوپښتنو قبیلو نه ځينو یې په هندوستان کې پیاوړي پښتني واکمنۍ او حکومتونه جوړ کړل چې دهند او افغانستان په تاریخونو کې مشهوردي چې په دغو پښتنو کې دغلجیانو ، لودیانو ، سوریانو او کرلاڼیانو نومونه دیادونې وړدي 


پښتنو چې دتاریخ په بیلا بیلو پړاوونو کې یې بیلا بیل قبیلوي جوړښتونه درلودل پر پنځو سترو ټولنیزو ګروپونو ویشل شوي دي او هغه عبارت دي له :

۱- سړبني پښتانه

۲-غرغښتي پښتانه

۳- متوزي پښتانه ( چې دبیټ نیکه دلور بی بی متواولاده ده او غلجيان او لوديان ترې مراد دي) 


۴- بیټني پښتان

۵- کرلاڼي پښتانه

باید وویل شي چې دغه دپښتنو پنځه ګروپونه او ډلې یوله بله سره نږدي خلک دي او په ډیر ښاخونو ، څانګو او خیلونو ویشل شوي دي 


داخبره هم باید یاده کړو چې دمعاصرې ژبپوهنې په رڼا کې نوره هغه زړه اوورسته نظریه غلطه او باطله ثابته شوې ده چې ګواکې پښتانه بني اسرائیل دي او دبني اسرائیلو له لسو ورکو شوو قبیلونه یوه قبیله ده 


له بلې خوا دافغانستان او پښتونخوا نو میالیو تاریخپوهانو هریوه ارواښاد استاد احمدعلي کهزاد ،ارواښاد علامه عبدالحی حبیبی اوارواښاد سید بهادرشاه ظفر کاکا خیل هم په خپلو علمي دلایلو دا خبره ثابته کړې ده چې پښتانه دتوکم ( نژاد ) له پلوه آریائیان او ددوی ژبه پښتو هم دنورو ژبو تر څنګ یوه آریایی ژوندۍ ادبي ژبه ده اونه ددوی نسل دسامي نژاد اونسل پورې اړه لري او نه هم ددوی ژبه دعبراني ژبې سره چې دیهودو ژبه ده کومه مشترکه وجه او اړیکې لري 


همداراز دافغانستان دمورخینو دنظریاتو سربیره نور بهرني پوهان او ختیز پیژندونکي لکه پروفيسور كليرتهـ، پروفيسور ډورن، راورټي ، بيليواو ټرمپ هم په دې اند دي چې پښتو ژبه له سامي ژبو سره هیڅ ورته والى نه لري او دا ژبه د جوړښت، قواعدو او اصولو له مخې يوه سوچه آريايي ژبه ده



دپورتنیو وجوهاتو پر بنسټ ویلای شو چې ژبپوهانو دڅیړنو له مخې داثابته شوې ده چې پښتو یوه آریایی ژبه ده اودیهودو دژبې سره چې عبراني ژ به ده او په انګریزۍ کې ورته هیبریو وایی هیڅ ډول اړیکي او تړاو نلري . همداراراز دپښتنو نسل هم دیهودی نسل سره چې سامي نسل دی هیڅ اړیکه نلري او داسې اوتې بوتې چې پښتانه دیهودیانو له نسله دي نور کوم علمي بنسټ نلري .(۳)

اوس به راشو دې خبرې ته چې دتا ریخ په اوږدواوبیلابیلو پړاوونو کې ددغوپښتنو قبیلو مشهورې کارنامې او اتلولۍ کومې دي ؟


پښتانه دتاریخ په اوږدو کې جنګیالي خلک تیرشوي دي او همدااوس دغه عنصرددوی په خټه او مزاج کې شته .دوی دتاریخ په هر دور کې دپردیویرغلګرو دتیریو او ځواک په وړاندې جنګیدلي دي او په آسانۍ سره چاته نه دي ایل شوي .البته دا ددوی فطري اوطبیعي نیچر دی ، ددې تر څنګ دوی میلمه پالونکي اوسوله خوښوونکي خلک هم دي .که په نرمۍ ورسره چلند وشي نو د خپل دښمن سره هم ښیګڼه کوي او ان خپل سر هم ورنه ځاروي اوکه چا ورسره بدي وکړه نوهغه هم نه هیروي اوسل کلونه وروسته هم ورنه خپل کسات اوپور اخلي 


زه به په دې وړه او کوچنۍ لیکنه کې هڅه وکړم چې د تاریخ په اوږدو کې پښتنو قبیلواو ددوی دتاریخي کارنامو او تاریخي شخصیتونوپه اړوند په لنډه او ځغلنده توګه یوڅه ولیکم


دتاریخ په حواله دعیسی مسیح ترزیږیدو ۳۲۷ کلونه وړاندې پښتنو اسواکا نو چې پرآسونو نو به سپریدل او دجګړه ایزو مهارتونو درلودونکي خلک وو دمقدوني اسکندر او دهغه دیرغلګرو لښکرو په وړاندې ډیرې جګړې وکړې او دهغه ډیر پوځیان یې دجګړوپه ډګر کې سټ کړل . دغو جنګیالیو ته ځکه اسواکان ویل کیږي چې پراسونوبه سپاره وواو زغره والې جامې به یې پرتن وې او دخپلو تیرو توروسره به یې دسکندر پر لښکرو ډ له ایز یرغلونه کول .دغواسواکانو په کندهار غزني ،کابل او دافغنستان په ختیزو او جنوبي برخو کې دمقدوني سکندر دلښکروپه وړاندې په ډیرې پیاوړتیا سره جګړې کړي دي 


دتاریخ په حواله د مقدوني سکندر په وړاندې دپښتنو نوروټبرونو هم خونړۍ جګړې کړي دي چې په هغو کې یوهم دساپیانو قبیله وه چې مقدوني سکندر اولښکرویې دکونړپه غرنیو وادیو،درو او سیمو کې ددوی له لاسه درانه ګوزارونه خوړلي دي 


په افغانستان کې داسلام ددین تر خپریدو وروسته هم په هغه وخت کې چې محمود غزنوي پر هندوستان بریدونه کول نو دده دلښکروزیات پوځي ځواکونه دپښتنو قبیلو نه جوړووچې غلجي او کرلاڼي پښتانه هم پکې شامل وو.دموثقو او کره تارخی څیړنو پر بنسټ د غزنوي محمود سره دسومنات په نیولو کې دلازاک پښتانه او دهغومشر ملک یحیی ملګري وواو غزنوي سلطان محمودته یې په دغه جګړه کې ډیرې تورې ووهلې .(۴)

په هندوستان کې دغلجیانو دواکمنۍ په وخت کې سلطان جلال الدین(۱۲۹۰ زیږدیز) او سلطان علاءا لدین غلجي (۱۲۹۶ زیږدیز) دپښتنو دغلجیو یو پیاوړی حکومت بنسټ کیښود .لکه ستر خوشال بابا چې دسلطان جلا ل الدین خلجی په اړوند وایی:

بیا سلطان جلا ل الدین پر سریر کښیناست

چې په اصل کې غلجی دولایت و(۵)

سلطان جلا ل الدین غلجي او سلطان علاءالدین غلجي دواړو دغلجیواو نورو پښتنو قبیلو په مرسته په هند کې دچنګیزي تاراکګړو او هلاکوخان دلښکروپر خلاف له ویاړه ډکې کارنامې ښودلي دي او هم یې دغو دواړو غلجي واکمنانو سره دهند دبیلابیلو سیمو په سوبو کې پراخه ونډه اخیستې ده چې ددغو سوبوپه پایله کې یې ځینې سیمې ورته نیولي دي چې په دغوسیمو کې مالوه ، کټره مانکپور ،بهلسه ، دکن ،ګجرات ،سوستان ،جالور ، سیوانه ،تلنګانه او ملیباردسیمو نومونه یادولی شو


یوهم ددغې دورې یو ستر جنرال اختیارالدین محمود بختییار غلجی دی چې دهندپه بیهار اوبینګال کې یې ډیرې سوبې وکړې اودخپلو سوبو لمنه یې تر بینګال اواوړیساپورې وغزوله.په همدغه وخت کې سلطان قطب الدین مبارکشاه غلجي اوغیاٍ ث الدین غلجي هم په خپل وارسره پر هند پاچاهي کړې اوهلته یې ډیرې سوبې کړي دي 


په ۱۴۵۱ زیږدیزکال کله چې پرهند باندې دلودي پښتنو واکمني پیل شوه او سلطان بهلول لودي دهندوستان واکمن شو نو د دروه او افغانستان پښتنو ته یې لیکونه واستول چې هندوستان ته راشي دده ملاتړ وکړي او جاګیرونه او منصبونه ترلاسه کړي .همدا وچې د بې شمیره پښتنو قبیلوخلکو چې په هغو کې لودیان ، سوریان، جلواڼیان ، غلجیان او کرلاڼیان هم شامل ول هندوستان ته لاړل او دده په پوځ کې شامل شول او ده ته یې تورې ووهلې اوجاګیرونه ، خلعتونه او منصبونه یې ترلاسه کړل .دبهلول لودي دواکمنۍ په وخت کې چې کومې کارنامې اوسوبې شوي دي په هغوکې یوه یې دجونپورسوبه وه چې دبیلا بیلوپښتني قبیلوپه مرستې او ملاتړ دجونپورسیمه فتحه او دده دواکمنۍ یوه برخه وګرځیدله .بهلول لودي ۳۸ کلونه اته میاشتې اواووه ورځې پاچاهي وکړه او دپښتنو قبیلوپه ملاتړیې یوداسې پراخه واکمني رامینځ ته کړه چې دهند په شمال کې دجمنا نه نیولې دهیمالیا تر غرونو پورې ، په ختیز کې تر بیهاره پورې او په لویدیزکې دپنجاب او ملتانه پورې یې پراخوالی درلود.(۶)


دبهلول لودي ترمړینې وروسته(۱۴۸۸زیږدیز) دهغه زوی سلطان سکندر لودي دهندوستان دواکمنۍ پر ګدۍ کښیناست .ده هم دخپل پلار په څیر دپښتني قبیلو په مرسته دخپلو دښمنانو سره ډیرې جګړې وکړې ، همدې لودي پښتون واکمن په هند کې دآګرې دتاریخي ښار بنسټ کیښود. دهمدغه لودي بښتون واکمن دواکمنۍ په وخت کې طب اونورو علومو داسې وده وکړه چې دطب مشهور کتاب چې (طب سکندرشاهي) نومیږي ولیکل شو.(۷)


دسکندر لودي وروسته دهغه زوی سلطان ابراهیم لودي په (۱۵۱۷ زیږدیز) کال کې دهند دلودیانودکورنۍ دریم واکمن شو .هغه هم دپښتنو قبیلو او دخپل پوځي جنرال اعظم همایون په مرسته دخپلو دښمنانو په وړاندې وجنګید او ډیرې سوبې یې ترلاسه کړې ، خو له بده مرغه مغولي دښمن بابر له موقع نه ګټه اوچته کړه او دیوشمیر ناسیاله پښتنو چې په هغوکې دولت خان لودي او دهغه زوی دلاورخان لودي دخپل پښتون پاچاسلطان ابراهیم لودي په ټکولو کې له مغولي بابرسره مرسته وکړه او سلطان ابراهیم لودي په ۱۵۲۶ زیږدیز کال کې دپاني پت په جګړه کې دمغولي بابر له لاسه ماتې وخوړه او مغولي دښمن دده سر له تنې غوڅ کړ اوپه هندکې دلودیانو پښتنو واکمني دتل لپاره پای ته ورسیدله اوپر ځای یې مغولي بابر په هند کې دمغولي کورنۍ دواکمنۍ بنسټ کیښود.(۸)



باید زیاته کړم مخکې تردې چې بابر په هندوستان کې واکمني ترلاسه کړي په افغانستان او اوسنۍ پښتونخوا کې د غلجیو، درانیواوکرلاڼیو اونورو پښتني قبیلو دسختو مقاومتونوسره مخامخ شوی وچې په دغو مقاومتونو کې دغه لاندنیو پښتني قبیلوونډه درلودله: غلجیو، نیازیو،عیسی خیلو. بنګښو مومندو، دلازاکو ، یوسفزیو. لواڼیو ،درمان اونوروډیرو پښتني قبیلو او بابرپه دغو مقاومتونو کې دډیرو پښتنو له سرونو نه منارې یا کله منارونه هم جوړکړي دي او هغوی یې په ډیرې بې رحمۍ سره ټکولي اووژلي دي 


په هندوستان کې دمغولي کورنۍ بنسټ ایښودونکی بابر په ۱۵۳۰ زیږدیزکال کې مړشو اوبیا ترهغه وروسته یې زوی همایون پاچاشو . دهمایون دپاچاهي لا لس کلونه نه وو تیرشوي چې په هند کې دپښتنو دتیر برم راژوندی کوونکی ستر شیرشا ه(۱۴۸۶-۱۵۵۵ زیږدیز) دچوسې او قنوج په جګړو کې د لودي ، سوري او کرلاڼي پښتنو په مرسته دهند دمغولي کورنۍ دویم واکمن همایون ته داسې تاریخي ماتې ورکړه چې نږدې و په سیند کې ډوب شي . شیرشاه په هندوستان کې دپښتنو تیراو له لاسه وتلی برم او عظمت یوځل بیا راژوندی کړ او پر هندوستان یې دپښتنو دواکمنۍ جنډه یو ځل بیا ورپوله اودپښتون سلطان ابراهیم لودي غچ یې له مغولي دښمنه واخیست


.دهمایو ن او شیرشاه تر مینځ لومړنۍ جګړه دچوسا جګړه وه چې د۱۵۳۹ زیږدیز کال دجون دمیاشتې په ۲۶ نېټه دهند دبیهار ایا لت په چوسا نومي ځای کې دګنګا دسیند پر غاړې وشوه او همایون پکې دشیرشاه له لاسه ماتې وخوړه.

دشیرشاه سوري او همایون تر مینځ بله تاریخی جګړه د قنوج جګړه وه ،قنوج دهند داتهرپردیش په ایالت کې مو قعیت لري .دغه جګړه د۱۵۴۰زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۱۷ نیټه وشوه چې بیا هم دهند مغولي واکمن همایون پکې سخته ماتې وخوړه او دهندوستان دتخت او تاج نه لاس په سرشو او دسند اوبلوچستان له لارې ایران ته وتښتید او دایراني واکمن شاه طهماسب صفوي دربار ته یې پناه یووړه او شیرشاه سوري دهندوستان پښتون واکمن (باچا) شو.( ۹)


شیرشاه سوري یو عادل پښتون او مدبر واکمن و چې دده په وخت کې ډیر ستر کارونه وشول چې په هغو کې دهند دبینګال نه تر تورخمه پورې دلویی لارې جوړول چې (ګرینډ ټرنک روډ )یې بولي ، دځمکو اصلاحات، دډاګ او پوستې سیسټم جوړول او نور ډیرڅه هغه ستر کارونه دي چې دشیرشاه سوري دواکمنۍ په وخت کې را مینځ ته شول ، خو له بده مرغه نوموړی دکالنجر دکلا دنیولو په وخت کې چې کله دباروتو زیرمې او ر واخیست پکې وسو او وفات شو . دده ترمړینې وروسته دده په کورنۍ کې لاندیني واکمنان تیرشوي دي :اسلام شاه سوري ، فیروزشاه سوري ، محمد عادل شاه ، ابراهیم شاه سوري ، سکندرشاه سوري او سلطان عادل شاه سوري .(۱۰)


مغولي همایون دپنځلس کلونو سرګردانیو وروسته د ۱۵۵۵ زیږدیز کال دفبرورۍ په میاشت کې


په داسې حال کې بیرته هندوستان ته ستون شو چې دشیرشاه سوري داولا دې ترمینځ شخړې او لانجې اوجګړې روانې وی . مغولي همایون دهمدې فرصت نه ګټه واخیستله له ایرانه راستون شو او ددویم ځل لپاره دهندوستان واکمن شو او په دې توګه دسوریانو پاچاهي په هند کې دتل لپاره له مینځه لاړه .بایدزیاته کړم چې دمغولو پر خلاف دشیرشاه سره په ټولوجګړوکې پښتنو قبیلو شتون درلود او دپښتنودملاتړنه برخمن و،دده په مشهورو پوځي جنرالانوکې چې ده ته یې تورې وهلي دي خواص خان مروت، هیبت خان نیازي ، کالا پهاړ، احمد خان سور، قطب خان سور، پها ړ خان ، زین خان نیازي ، عیسی خان نیازي ، ملک چا لاک، بهادرخان ، داود خان ، برمزیدکور، چاند خان ، تاج خان کرلاڼي اوسلیمان خان کرلاڼي نومونه یادولی شو.(۱۱)



باید ووایم چې مغولوپه مجموع کې دپښتنو سره دښمني درلودله او دهمایون ماتې دهندپه تاریخ کې دمغولوپرزړه داسې داغ و چې پښتانه یې څو پیړۍ وروسته هم دخپل سردښمنان ګڼل اودپښتنوسره دمغولو دغه دښمني دهمایون دزوی اکبر،جهانګیر ،شاه جهان ، اورنګزیب اوان په هند کې دمغولو د وروستیو واکمنانوپه زړونوکې هم شتون درلود.

په هند کې دسوریانو دواکمنۍ په زوال سره دهندپه بینګال کې کرلاڼي پښتانه په دې وتوانیدل چې یوه لویه واکمني رامینځ ته کړي .ددغې واکمنۍ بنسټ ایښودونکی تاج خان کرلاڼی و. د هند په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره دتاج خان کر لاڼي او سليمان کر لاڼي نو مونه چې دسوري شير شاه پوځي جنرالان وو دقنوج په جګړه کې ليد لای شو ٠ داهغه جګړه وه چې شير شاه دمغولي واکمن همايون پر خلاف ګټلې وه او دغو دووتنو کر لا ڼيو دهغه خدمت په بدل کې چې شير شاه ته يې کړي وو دشيرشاه له خوا دوی ته په خواص پور،ټانډه او دجنوبي بيهار په سيمو کې جا ګيرونه ورکړل شول په ١٥٤٤ زېږ ديزکال کې تاج خان کر لاڼي پر بينګال بريد وکړ او دبينګال او بيهار صوبې دده په ولکه کې راغلې او په دې ډول يې دهند په ختيز کې دکر لا ڼيو پښتنو دواکمنۍ بنسټ کيښود


دتاج خان کر لاڼي تر مړ ينې وروسته دهغه ورور سليمان کر لاڼی دبينګال او بيهار دواکمنۍ پر ګدۍ کښيناست . د سليمان خان کر لا ڼي دواکمنۍ دوخت يوه مهمه پېښه داوه چې دنوروپښتنو قبیلو په مرسته یې اوړيسا فتحه او دبينګال په واکمنۍ کې يې شا مله کړه٠ په هغه وخت کې داوړيسا صو به يا ايالت ديوه هندو راجا په ولکه کې وه داهغه وخت و چې په هند کې دمغولي واکمن همایون زوی اکبر دهندوستان واکمن و


دسلیمان کرلاڼي ترمړینې وروسته دده زوی بایزیدخان کر لاڼي دبینګال پښتون واکمن شو ، خوله بده مرغه دخپل ورور دادوخان کرلا ڼي له خوا ووژل شو او دبینګال دواکمنۍ دچارو واګې داودخان کرلاڼی لاس ته ورغلې .ده هم دپښتنو قبیلوپه مرسته چې لواڼیان، سوریان او لودیان پکې شامل وو ډیرې سوبې وکړې 


اکبر پا چا چې دده دپلار سليمان کر لاڼي له وخته دپښتنو واکمني نه شوه زغملی نو ځکه يې خپل وايسرای منعم خان ته امر وکړ چې پر بيهار بريد وکړي په پای کې دداودخان کرلاڼي او اکبرباچا تر مینځ په راج محل نومې ځای کې دډیرو خونړیو جګړو وروسته داودخا ن کرلآڼي ماتې وخوړه.

دهندي تا ريخو نو په قول په دغه جګړه کې داؤدخان کر لاڼی پخپله د يوه زمري په څير دمغولي دښمن سره تر پا يه وجنګيد


دراج محل جګړه دکر لاڼي پښتنو او مغو لو تر مينځ وروستنۍ فيصله کوونکې جګړه وه ٠ له بده مر غه په دغه جګړه کې د داؤد خان کر لاڼي د پو ځ يو ډېر تو ريالی افسر جنيد خان چې هغه هم کر لاڼی پښتون اود داؤد خان کر لاڼي له تر بورانو نه ګڼل کيده هم دجګړې په پيل کې ډېر سخت ژوبل شو، خو سره له ې هم چې ژوبل و په ميړانې سره و جنګيد ،خو ورو سته بيا د مغو لو له لا سه ووژل شو ٠ همداراز په دغه جګړه کې د داؤد خان کر لاڼي دپوځ يو بل نو ميالی افسر کا لا پهاړ هم سخت ژوبل شو٠ ددې پيا وړو افسر انو په وژلو سره دجګړې په ډګر کې دپښتنو پو ځيانو مورال کمزوری او پښې يې سستې شوې او ماته يې وخوړه ٠ په دغه وخت کې داؤد خان کر لاڼی چې دزمري په څېر جنګېده د مغو لي دښمن لا س ته ورغی٠ مغولي جنرال خا نجهان دده دوژلو امر وکړ چې تر وژلو ورو سته يې سر له تنې غوڅ او داکبر دربار ته وليږل شو دراج محل جګړې په ختيز هند يعنې بينګال ،بيهار او اوړيسا کې د پښتنو واکمنۍ ته دپای ټکی کيښود(۱۲)٠

داکبرپاچا او دیوسفزیو ترمینځ جګړې اودیوسفزیو پښتنو کارنامې 

King Akbar The Great And Yousafzai Fight.

اکبر دیو سفزیو سره دجګړې او دهغوی دځپلو او ټکولو لپاره بیر بل په ۱۵۸۶ زیږدیز کال کې پښتونخوااو دسوات سیمې ته ولیږه چې دیو سفزیو پښتنوسره وجنګیږي او هغوی ته ماتې ورکړي .خو یوسفزیو شا ه زلمیو پښتنو ورته په غرونو کې لادمخه تیاری نیولې و او په بونیر او سوات کې یې دده پو ځونو ته مرګونې ګوزارونه و رکړل او بیربل یې د(۸۰۰۰) اته زره پوځونو سره ووژل 

دبیربل دمړینې خبردهند مغولي واکمن اکبر ډیر غمجن کړ اواکبر تر دووورځوپورې هیڅ هم ونه خوړل .دبیربل او اکبر دپوځونوسره دیوسفزیو پښتنو جګړې داکبر د ربا ر ته یوه ستره تاریخي ماتې ګنلی کیږي . اکبر هیڅکله هم بیا ددې جرئت ونکړ چې دپښتنو سیمو ته پو ځونه ولیږي ،ځکه دیو سفزیو پښتنو له لاسه یې ماتې وخوړله . باید زیاته کړم چې دیوسفزیو هغه ستر جنګیالي او اتلان چې دمغولوسره یې ډغرې وهلي دي په دوی کې د خان ګجو بابا ، بهاکوخان یوسفزی، کالوخان ،ملک میرویس خان یوسفزي او په زرګونو نورو ملي اتلانو نومونه یادولی شو چې د دمغولي اکبر پر خلاف یې له ویاړه ډکې مبارزې کړي دي 


دمغولوپر خلاف دروښانیانو او پښتنو مبارزې 

Rokhani Tehrik aginst Mughals. 

دمغولي اکبر پر خلاف دپیروښان او ددغه غورځنګ دنورو لارویانو مبارزې د احداد، جلا ل الدین او بي بي الایی په مشرۍ هغه ملي مبارزې وې چې دمغولي استبداد په وړاندې دپښتنو قبیلو په مرسته پر مخ بیولې کیدلې. بایزید روښان چې دمغولو پر خلاف کوم غورځنګ پیل کړ نو دده دسرګرمیو او سیاسي جد او جهد او فعالیتونو مرکزونه تیراه ، خیبر او دننګرهار غرونه وواو په دغو غرونو کې ازاد پښتانه اوسیدل. . دده دزمانې په خلکو کې دوه کسان ډیر مشهور دی چې یو یې سید علي ترمذي چې په پیربابا سره شهرت لري او بل هم اخون درویزه ننګرهاری دی چې دواړو کسانو دهند دمغولي دربار سره ژورې اړیکي درلودلې دي او اخون درویزه خو پیر روښان د(پیر تاریک) په نامه هم نومولی دی. روښان دمغولو سره ډیرې جګړې وکړې او ډیر زندانونه یې هم ګاللي دي.په دغو جګړو کې یې چې له مغولو سره وکړې دتیرا جګړه ، داشنغر (هشتنګر) جګړه او دتور راغه جګړې مشهورې دي .پیر روښان دتور راغه په جګړه کې دمغولو له خوا ووژل شوهغو پښتنو قبیلو چې ددغه غورځنګ مرسته یې کړې ده په هغو کې اورکزي ، اپریدي ، یوسفزي اونورډیر قومونه وو.

کله چې پیر روښان وفات شو نودده زوی جلا ل الدین څوارلس کلن و . دی په هماغه وړکتوب کې یو ځیرک او پوه انسان و.کله چې مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر په ۹۸۹ لیږدیز /هجري کال له کابله هند ته راغی نودی د پښتونخوا او افغانستان په پښتني قبایلو کې دیو مدبر مشر په توګه پیژندل کیده .اکبر پاچا ده ته بلنه ورکړه چې دده دربار ته ورشی او ورسره وګوري ، خو جلا ل الدین دمغولی واکمن اکبر په سیاسي دوکو او چلونو پوه و، نو ځکه یې دهغه دربار ته دورتګ نه ډډه وکړه او دتیراه غرونو ته یې چې دپیر روښان دمبارزو یو ستر سنګر و پناه یووړله.څرنګه چې په دغه وخت کې د پښتونخوا خلک دپیښور دمغولي حاکم حامد بخاري دظلمونو نه په تنګ شوي وو نو دپیر روښان دزوی جلا ل الدین پر شاو خوا راټول شول. په دغه وخت کې دپښتنو دپلي ( پیاده ) سرتیرو شمیر شلو زرو تنو او دسپرو پوځ پنځه زرو تنو ته رسیده 


د هند مغولي واکمن چې په پښتو نخوا کې دجلال الدین دومره ستر شان او پرتم ولید نو په ویره کې شو او دجلال الدین دځپلو او ټکولو لپاره یې په ۹۹۴ لیږدیز/هجری کال کې کنور مان سینګ او خواجه شمس الدین خافي یې د ډیرو سرتیرو سره دپښتونخواسیمې ته ولیږل.څرنګه چې دمومندو ،غوریاخیلو ،یوسفزیو او نورو پښتنو قبیلو دپیر روښان دزوی جلا ل الدین سر سخته ملاتړي وو نو مغولي لښکرو ته دخیبر په دره کې دومره بریالیتوب تر لاسه نه شو او اکبر مجبورشو چې چې دزین خان کوکه په مشرۍ یو بل ستر لښکر دهغه دماتې ورکولو لپاره ورواستوي .دغو جګړو یو کال نور هم دوام وکړ او په ۹۹۵ لیږدیز /هجري کال اکبر پاچا نوي پو ځیان ولیږل چې یو شمیر یې دبنګښو له خوا او مان سینګ دبګرام ( پيښور ) له خوا دجلال الدین پر پو ځونو برید وکړ او جلا ل الدین هم په نره سره دخپلو پنځلس زره پلیو ( پیدل ) او زرو تنو سپرو پو ځیانو سره پر مغولي دښمن برید وکړ چې په دغو جګړو کې دپیر روښان دزوی جلا ل الدین یو نیم زر تنه ووژل شول او مغولي پو ځ ته هم بیساري زیانونه ورواوښتل



جلال الدین دمغولو سره تر دې جګړې وروسته وکولای شول چې داشنغر خوانه خپل دنفوذ ساحه وغزوی او میړنی یو سفزي یې هم دځان ملګري کړل چې په ۹۹۶ لیږدیز/هجري کال یې په سوات او باجوړ کې دیو سفزیو په مرسته داکبر پر پو ځیانو یې مرګوني ګوزارونه وکړل او بیرته تیراه ته ستون شو. مغولی واکمن اکبر چې نور دجلا ل الدین ددې پوځي کړو وړو نه په تنګ شوی و نو داځل یې یو بل لښکر دصادق خان پر مشرۍ دتیره خواته ولیږه ، خو له بده مرغه صادق خان داپریدیو او اورکزو پر قبایلو بریالیتوب تر لاسه کړاو دجلال الدین دلښکرو یو ستر مشر ملا ابراهیم یې ونیوه او جلا ل الدین دوزیر ستان کاڼیګروم ته ستون شو. خو یو سفزیو پښتنو دمغولی اکبر پر خلاف جګړو ته دوام ورکړ.تر څلورو کلونو وروسته یعنې د۱۰۰۰لیږدیز/هجري کال کې مغولي پاچا اکبر یو ځل بیا دجعغر بیګ ، آصف خان او قاسم خان کابلي په مشرۍ یو ستر لښکردجلا ل الدین دځپلو لپار ه ولیږه او تر ډیرو جکړو وروسته دجلا ل الدین دکورنۍ ډیر ستر مبارزین دمغولو لاسته ورغلل او هم یې په پښتنو قبایلو کې یو شمیر خلکو ته رشوتونه ورکړل څو روښاني غورځنګ او دهغه مشر جلا ل ا لدین وځپي چې په دغو خاینینو کې یو هم ملک حمزه اکوزی و چې دسرکاوي په سیمه کې یې دجلا ل الدین سره دمغولو په پلوۍ جګړې وکړې خو جلال الدین هغه ته په نره سره ماتې ورکړه.همداراز دلازاک دقبیلې یو شمیر خلکو هم دتوربیلې په سیمه کې دجلا ل ا لدین نامتو ورونه عمر او خیرالدین ووژل او بل ورور یې نورالدین دمومندو له لاسه شهید شو، خو خپله جلا الدین بیرته دتیراه سیمې ته لاړ



جلا ل الدین په ۱۰۰۱۱ لیږدیز/هجري کال کې نوي ځواکونه سنبال کړل اود مغولی شهنشاه اکبر پر هغوپوځیانو یې سخت ګوزارونه وکړل چې مشري یې زین خان کوکه ، شیخ فیضي ،بیربل او سعید خان ته ورپه غاړه وه. چې په دغو جګړو کې یو سفزیو هم دجلال الدین مرسته کوله . دوی زین خان کوکه ته ماتې ورکړه او هغه اټک ته وتښتید حو بیربل پکې ووژل شو. کله چې داکبر پوځ دتباهۍ دغه خبر مغول پاچا اکبر ته ورسید نو هغه بیادقاسم خان کابلي په مرسته نوي پو ځونه ولیږل او ده وکولای شول چې دکابل او پيښور تر مینځ دلویې لارې ساتنه وکړي 


په ۱۰۴۴ لیږدیز /هجري کال دپیر روښان زوی جلا ل الدین یو ځل بیا داکبر پو ځونو باندې بریدونه وکړل او دوی ته یې زیات زیانونه ورورسول، داځل اکبر پاچا قلیج خان دهغه دټکولو لپاره ورولیږه خو جلا ل الدین ده ته هم ماتې ورکړه او هغه دکابل خواته شا تګ ته مجبور کړل شو


په دغه وخت کې جلا ل الدین دومره پیاوړی شو چې وکولی شي دپیښور ، خیبر درې ، ننګرهار ، لوګر،پکتیا او دغزني تر سیمو پورې دخپلو ملي مبارزو ساحه او سیمه پراخه کړي .ده په ۱۰۰۷ لیږدیز/هجري کال غزني دتورې په زور ونیوه او تر دوه کلونو پورې یې داسیمه په لاس کې وه، خو په ۱۰۰۹ لیږدیز /هجري کال کې دمغولی شهنشاه اکبر پو ځونو پر غزني برید وکړ او جلال الدین دشادمان نومي له خوا چې دمغولو یو تن سرتیری و ټپي شو او درباط غره ته لاړ ،خو دډیلي دمغولي دربار یو حاکم شریف خان اتکه خپل یو تن افسر مراد بیګ دجلا ل الدین دنیولو لپاره درباط غره ته ولیږه او په دې تو ګه هغه وکولا ی شول چې هلته ځان ورسوي او هغه جلا ل الدین ونیوه او دده سریې پرې او هند ته یې دمغولي شهنشاه اکبر دربار ته ورواستاوه 


دپیر روښان دزوی جلا ل الدین تر شهادت وروسته دپیر روښان وراره او زوم احداد دروښاني غورځنک مشال بل و ساته او دمغولي دښمن پر خلاف یې خپلو ویاړلو مبارزو ته دوام ورکړ او دخپلواکۍ غو ښتنې جهنډه یې رپانده او لاوچته وساتله. احداد یو زړور او عادل انسان و. دده دتره جلا ل الدین تر مړینې وروسته دپښتنو قبایل دده پر شا اوخوا راټول شول او د۱۰۲۰ لیږدیز /هجري کال دصفرې په میاشت کې دی پر دې وتوانیده چې دجهانګیر دپاچاهۍ د وخت حاکم معزالدین بخشي ته ماتې ورکړي او پر کابل یې برید وکړ.په دغه جګړه کې داحداد یو نامتو کمانډر بارکی ووژل شواو دمغولو ځواکونو د نادعلي میداني او قلیج خان په مرسته داحداد سره وجنګیدل، خو احداد په دغې جګړې کې پر شا شو


احداد و کولای شول چې څلور کلونه وروسته دکابل په سویلي برخه کې نوي پوځي ځواکونه چمتو کړي او جهانګیر دهند مغولي واکمن دده دبرید دشنډولو لپاره په ۱۰۲۴لیږږدیز /هجري کال کې یو پیاوړی لښکر ور ولیږه. پخپله جهانګیر په خپل کتاب تزک جهانګیري کې په دې اړوند داسې لیکلي دي : (( احداد هغه افغان دی چې دډیرې مودې راهیسې یې دکابل په غرنیو سیمو کې په فتنو او فسادونو لاس پورې کړی دي او ډیر پښتانه یې پر ځان راټول کړي دي. زما د بزرګواره پلار اکبر له وخته او بیا زما دپاچاهۍ پورې چې اوس یې لسم کال دی داحداد پر خلاف موږ څو څو ځلې پوځونه لیږلي دي خو تل یې له ده نه ماتې خوړلې ده )) بیا زیاتوی چې (( جهانګیر چې په ۱۰۲۴ لیږدیز/هجري کال داحداد پر خلاف کوم پو ځونه ولیږل نو ستره جګړه وشوه او داحداد درې زره تنه جنګیالي پکې ووژل شول ، خو پخپله احداد کندهار ته لاړاو د ده دپو ځونو مرکز دمغولي لښکرو لاس ته ورغی.)


په ۱۰۲۸ لیږدیز/هجري کال بيا د مغولو او احداد تر مینځ یو خو نړۍ جګړه وشوه او دپیښور دګورنر مهابت خان زوی امان الله خان ته دمغولي پوځ مشري ورپه غاړه وه چې داحدادځواکونو ته پکې لوی زیان ورورسید.

دمغولي دښمن او احداد تر مینځ وروستنۍ جګړه په ۱۰۳۵ لیږدیز/هجري کال کې وشوه او په کابل کې دجهانګیر ګورنر د خواجه ابو الحسن زوی ظفرخان ددغې جګړې مشري کوله .مغولي لښکر دتیراه پر لواغر کې چې داحداد دوسله والې مبارزې مهم مرکز و برید وکړاو احداد یې هلته کلا بند کړ او په کومه شپه چې مغولو داحداد پر کلا برید وکړ نو احدادورسره دزمري په شان په میړانه وجنګیداو خپل سر یې دخپلواکۍ پر لارکې قربان کړ


کله چې مغولي واکمن جهانګیر داحداد دمړینې نه خبر شو نو په خپل دار السلطنه کې یې دخوښۍ او خوشالیو ډولونه اونغارې وډنګولې او دخداي په دربارکې یې دسجدې سر ښْکته کړ.

دهند دمغولي دورې په تاریخ مآثر الامرا کې داحداد داسې ستاینه شوې ده : (( دده زړورتیا او بهادري درستم او سهراب داستان موږ ته رایادوي .دی دجهانګیر دواکمنۍ په وخت کې دمغولي پو ځونو سره په میړانه وجنګید ))

کله چې په ۱۰۳۵ لیږدیز کال کې د مېرمن الايي خاوند احداد شهيد شو او د هندي مغولو گومارلی چارواکی مظفر خان د خيبر درې له لارې له خپل پنځوس زریز لښکر سره کابل ته روان و، مېرمن الايي، اپرېدي او اورکزي قومونه او د خپلو پلويانونور پښتانه لښکر راټول کړل، پر مغولي لښکرو يې بريد وکړ، ماته او ډېره سخته مرگ ژوبله يې ور واړوله. (۱۳)


دمغولو سره دستر خوشال مبارزه 

Fights Of Mughals And Khushal Khattak Baba.

دمغولو سره دخوشال بابا مبارزه هغه وخت پیل شوه کله چې مغولي واکمن محیي الدین اورنګزیب پر هنمدوستان واکمن و. دهغه چارواکو په ۱۶۶۴ زیږدیز/میلادي کال کې په پيښور کې خوشال خان بندی کړاوبیایې ډیلي ته ولیږه او له هغه ځایه یې دهند دراجستان درنتهمبور جیل کې بندي کړ او خوشال خان په دغه زندان کې دوه کلونه ، څلور میاشتې اوشل ورځې قید تیرکړ. دا هغه جیل و چې اورنګ زیب خپل ټول دښمنان پکې وراچولي وو. نو ځکه خوشال بابا وایی:

پښتنې نجونې دې زلفې باد ته نیسي

چې شمال یې بوی راوړي په رنتهمبورکې

په ۱۰۷۷ لیږدیز/هجري کال کې هغه وخت چې لا خوشال خان دهند درنتهبور په جیل کې و په پښتونخوا کې ملا چالاک او بهاکوخان مندړ دپنځه زرو لښکرو سره دمانسهرې په جنوب کې د چها چل پرکلا برید وکړ او دغه کلایې دمغولي کلادار شادمان نه ونیوله چې بیا وروسته ددوی دغه مقاومت دمغولو له خوا په ډیرې بې رحمۍ سره وټکول شو


کله چې خوشال بابا په ّ ۱۰۷۹ لیږدیز/هجري کال داورنګزیب له بنده خوشي شو اوپښتونخوا ته راغی نو دمغولو پر خلاف یې دوسله والې مبارزې اعلان وکړنوځکه په خپل یو شعرکې داسې وایي:

پس له مرګه دی دا عزم

دخوشال دخاطر جزم

یا نیولی مخ ککې ته

یا مغولوسره رزم

یاداچې :

مرګه هومره مهلت راکړه په جهان کې

چې جمدر دمدعي په وینو سور کړم


.

هغه وخت چې خوشال خان خټک د هند دمغولي واکمن اورنګ زیب پر خلاف مبارزه پیل کړه نو دوه نامتو اتلانو دریاخان اپریدي او ایمل خان مومند دمغولو پر خلاف دخو شال دمبارزو تکړه ملګري وو. په دغه مبارزه کې داپریدیو ، شینوارو او مومندو پښتنو رول هم دستاینې وړ دی..

دمغولو پر خلاف مبارزه کې موږ لومړی ځل ددریاخان اپریدي نوم دخیبر په ستره تاریخي جګړه کې وینوچې په کال ۱۶۷۲زیږدیز کې شوې وه کله چې داورنګزیب په وخت کې دمیر جمله زوی محمدامین په کابل کې د مغولو صوبه دارو. دمحمد امین خان دواکمنۍ په وخت کې یوځل دپښتنو ځينې مشران ددده دلیدلو لپاره جمرود ته تللي وو. محمد امین خان شراب څښل او دکونړ دسیمې مغولي پوځدار حسن بیګ هم دشرابو په نشه کې ډوب و، حسن بیګ دغو پښتنو مشرانو ته سپک الفاظ وکارول او دغه مشران دحسین بیګ په دې خبره سخت خواشیني او خپه شول 


بل ځلې دساپیو پښتنو یوه ډله دحسین بیګ خان پوځي چهاوڼۍ ته نږدې تجارت او سوداګریز کارونه کول ، دحسن بیګ پوځیانو غوښتل چې ددغو ساپیانو کورنیو ته سپکاوي وکړي ، خو ساپیانو پښتنو په پوره میړانې دمغولو دغه پوځیان ووژل.حسین بیګ دساپیانو سره جګړه پیل کړه او پښتنو ساپیانو حسین بیګ ته ماتې ورکړه.په دغه وخت کې دمغولو صوبه دار محمد امین خان په پیښور کې و او دا ۱۶۷۲ زیږدیز/میلادي کال و.کله چې محمد امین خان خبرشو نو ددې پرځای چې خپل مغولي پوځدار ملامت کړي پښتانه یې ملامته کړل او ددوي پر خلاف یې په پوخي اقداماتو لاس پورې کړاوکله چې دخپلې کورنۍ سره دخپلو ۴۰ زره پوځو نو سره دکابل پر لوري رهي شو نو پښتانه چې شینواري ، اپریدي ، مومند ، ملاګوري اوشلماني هم پکې وواو شمیریې هم زیات نه وو دایمل خان او دریاخان په مشرۍ دخیبر په تاریخي دره او دشلمان او ملا ګوریو پښتنو په سیمو کې پرمغولي دښمن خونړي بریدونه وکړل چې دمغولو د پوځونو په زرګونو تنه ووژل شول او په دغه جګړه کې د محمد امین خان زوی میرزا عبدالله، میرمن یې او اوښی یې میرزا سلطان کربلایی هم له مینځه لاړل او پښتانه دمغولو پوځونو دماتې په پایله کې بریالی او ډیرد غنیمت مالونه او ولجه په لاس ورغله او کله چې په ډیلي کې مغولي واکمن اورنګ زیب دمحمد امین خان او دمغولو دپوځ دماتې نه خبرشو نو دی یې سمدستي ډیلی ته وروغوښته


دمحمد امین خان نه وروسته دډيلي واکمن اورنګزیب مهابت خان دکابل ګورنر وټاکه هغه هم دپښتنو سره دښمني واخیسته اوپه دغه وخت مې د مغولو سره دخوشال خان په وسله والو مبارزو کې دریا خان او دهغه ورور تاتار خان مرسته کوله . په هغو جګړو کې چې دمغولو پر خلاف دریاخان اپریدي دخوشال خان او ایمل مرسته کړې ده دلاندنیو جګړو نه نوم اخیستلی شو : دنوښار جګړه ، دکوهاټ جګړه ، دکړپې جګړه ،دخاپښ جګړه ، دتیراجګړه او نورې جګړې .باید زیاته کړو چې دکوهاټ به جګړه کې ددریاخان اپریدي ورور تاتارخان اپریدی هم ووژل شو


دریاخان اپریدي هم هغه وخت ټپي شو کله چې مغولو پر تیراه برید وکړ،دریاخان له هغو سره په میړانه مقابله وکړه خو دی پکې ټپي شو او دخوست سیمې ته ولیږدول شو. دافضل خان خټک دتاریح مرصع په حواله دریاخان ددغه ټپ په وجه په خوست کې وفات شو.(۱۴)..


لنډه داچې خوشال بابا دملي مبارزینو دریاخان اپریدي او ایمل خان مومند په ملګرتیا مغولو ته مرګوني ګو زارونه ورکړل .دخوشال بابا کورنۍ په دې اړوند ډیرې قربانۍ هم ورکړې چې زوی یې اشرف خان هجري چې دپښتو ژبې داوچتې پایې شاعر هم و دمغولوله خوا دهند ددکن په ګوالیار اوبیجاپورکې څوارلس کلونه زندان تیر کړ او هماغته په زندان کې مړشو.

بیجاپور هجري په خوب لیدلی نه و

آخر پیښ شي هغه کار چې یې قضا کا


تردې پيښو وروسته پښتنو دمغولي دښمن نه مخه بل ستر دښمن ته واړوله او هغه ایرانی دښمن واو دهغه پر خلاف یې وسله واله مبارزه پیل کړه.

داځل ملي قاید اومشر حضرت میرویس نیکه دهوتکوغلجیو دپښتني قبیلې نه راپاڅید او نور ټول پښتانه قامونه او قبیلې یې پر خپل ځان راټول کړل او دمانجې په تاریخي جرګه کې یې دا پریکړه وکړه چې په کندهار کې دصفوي دولت استازی او حاکم ګورګین چې دکندهار پر خلکویې ظلمونه کول له مینځه یوسي .هماغه ووچې ګورګین په ۱۷۰۹ زیږدیز او صفوي لښکرې یې دخلکو دملي پاڅون په پایله کې له مینځه یووړل اوپه افغانستان کې یې دیوه ملي دولت بنسټ کیښود.

دمیرویس نیکه تر مړینې وروسته شاه محمو د هوتک چې دستر ملي اتل حضرت میرویس نیکه ( رحمةالله علیه ) مشرزوی ودچارو واګې په خپل لاس کې واخیستلې .کله چي میرویس نیکه وفات شو دی اتلس کلن و.دی یو غیرتی پښتون او پر میرویس نیکه ډیر ګران و .کله چی پاچاشو نو ایران ته یې څو څوځلې لښکرې ولیږلي .په پای کې یې اصفهان کلابند او محاصره کړ او دصفویانو وروستني واکمن سلطان حسین صفوي په ۱۷۲۲ زیږدیز کال کې ځان شاه محمود هوتکی او دپښتنو لښکرو ته تسلیم کړ او خپل تاج یې دخپل سره راښکته او دده پر سریې کیښود او دی داصفهان پر تخت کښیناست. په دې توګه ده دایراني دښمنانو نه دهغو ظلمونو غچ واخیست چې ګورګین او ګورګینیانو په کندهار کې زموږ پر بې ګناه خلکو کړي وو.


زه محمود هوتک افغان یم

زه سو بمن داصفهان یم

ایرانی دښمن مې مات کړ

زړور زوی دمیرویس خان یم

غچ مې واخیست له غلیمه

زه اتل یم ، قهرمان یم

(یاد)


کله چې په ۱۷۴۷ زیږدیز کال کې احمد شاه بابا دشیرسرخ په تاریخي جرګه کې دافغانستان واکمن شو بیایې دیوې پیاوړې امپراتورۍ بنسټ کیښود نو دخپلو سوبو لمنه یې تر ډیلي او نیشاپوره پورې وغزوله .ده څوڅو خلې پر هند بریدونه وکړل اودپاني پت په تاریخي جګړه کې دمرهټه ووځواک په ګونډو کړ چې دده سره نه یوازې دافغانستان ټول پښتني قبیلې ملګرې وې ، بلکې دپښتونخوا او هندوستان پښتنو یې هم ملاتړ وکړ چې دپاني پت په تاریخي جګړه کې دهندوستان روهېله پښتنو او له هغو نه نواب حافظ الملک حافظ رحمت خان بړیڅ او ا میر الامراء نواب نجیب الدوله نجیب خا ن مندړ د خپلو څلویښت زره روهیله سرتیرو سره دده مرستې ور و دانګل .کله چې احمدشاه بابا دډیلي پر تخت کښیناست بیا یې هم خپل هیواد هیرنکړ:

دډیلي تخت هیرومه چې رایاد کړم

زما دښکلي پښتونخوا دغرو سرونه

په افغانستان کې دانګریزانو پر خلاف په دري ګونو جګړو کې چې لومړۍ یې د ۱۸۳۹نه تر

۱۸۴۲ دویم یې د۱۸۷۸نه تر ۱۸۸۰ زیږدیز پورې او بیا دریمه جګړه چې په ۱۹۱۹ زیږدیز کې وشوې دافغانستان ټولو پښتنو قونو او قبیلو که هغه سړبني پښتانه وو.یا غرغښتي، که کرلاڼي پښتانه وویا متوزي او غلجي ټولو پکې ونډه واخیستله او دانګریزانو پر خلاف یې ملي هیوادپاله مبارزه وکړه چې په ملي مبارزینو کې دغه تاریخي پښتانه شخصیتونه شامل وو:

محمد جان خان وردګ، ملادین محمد اندړ مشهورپه مشک عالم ، محمد عثمان خان ساپی ، سردار محمد ایوب خان ، عصمت الله خان جبارخیل، غازي عبدالله خان اڅکزی، وزیر محمد اکبرخان، غازي محمد شاه خان بابکرخیل، ببرک خان ځدراڼ ،غازي میرزمان خان کونړی ، غازي محمد شاه خان بابکرخیل، غازي صاحب خان تره کي ، دمیوند ملالۍ ، سپینه ادې ، دهډې ملا نجم الدین اخونزاده ،غازي پیر محمد خان ، دچکنور ملا صیب او همداراز په پښتنو قبایلو کې مهم ملي شخصیتونه لکه ملا پیونده ،غازي عمراخان ، ملتان خان اپریدي ، عجب خان اپریدي ، ایپي فقیر میرزا علي خان ،ملا پیونده ، دترنګزو حاجي صیب ،دکربوغي ملا صیب ، دسوات اخوند صیب او نورو ډیروملي اتلانو نومونه یادولی شو.

همداراز په پښتونخوا کې دخدایی خدمتګارانو غورځنګ چې مشري یې فخر افغان خان عبدالغفارخان کوله اوپه جنوبي پښتونخوا کې دخان شهید عبدالصمد خان اڅکزي او نوروپښتنو ملي اتلانو مبارزې دپښتنو په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوي دي اوټول پښتانه پرې ویاړي .

لنډه داچې پښتنو قومونو او قبیلو او ددغه ستر ټبر نامتو اتلانو دګران افغانستا ن ددفاع په لاره کې سرښندونګې مبارزې کړي دي او په پښتنی هوډ اومیړانې سره یې له ځانه تلپاتې کارنامې پریښو دلي دي چې اوسنی او راتلونکي نسلونه به ددوی په تاریخي کارنامو ویاړي او ستاینه به یې کوي .

------------------------------------------------

سرچینې او ماخذونه :

۱- ډاکټر لطیف یاد ،پښتنې قبیلې ، سریزه ، دص ،ق او ز مخونه، دانش خپرندویه ټولنه ، دپېښورچاپ ، ۲۰۰۷ زیږدی/میلادي کال.

۲- علامه پوهاند حبیبي، عبدالحی ، دپښتو ادبیاتو تاریخ ،لومړی او دویم ټوک ، ۵۰۳ مخ ، دانش خپرندویه ټولنه ، ۲۰۰۵ زیودیز /میلادي ګال ، دپيښور چاپ .

۳- ډاکټر لطیف یاد، آیا پښتانه یهودیان دي ؟ دلومړیتوب سایټ ، د۲۰۱۵ زیږدیزکال دجولای ۱۵

http://lomritob.tumblr.com/post/121968891348

۴- سیدبهادرشاه ظفر کاکا خیل ، پښتانه دتاریخ په رڼا کې ، ۳۷۵ مخ، پیښور یونیورسټي بک ایجنسي ، ۱۹۶۲ کال .

۵- دا دخوشال خان دډیلي دښار د قصیدې یوبیت دی چې خوشال خان خټک دغه قصیده دډیلي دواکمنانو دپیژندلو او دډیلي دښار په ستاینه کې ویلې ده .

۶- هندوستان پر اسلامي حکومت ، دمفتي شوکت علي فهمي لیکنه ،۳۶۸،۳۶۵ مخونه، دین دنیا پبلشینګ کمپني ، جامع مسجد ، ډیلی، ۱۹۹۲ زیږدیز کال.

۷- نوموړی اثر۳۷۱-۳۷۳ مخونه.

۸- پوهاند عبدالشکور رشاد، لودي پښتانه ، ۱۳۳۶لیږدیزکال ، پښتو ټولنه ، کابل.

۹-

https://www.britannica.com/biography/Sher-Shah-of-Sur

۱۰-داودي تاریخ ، دعبدالله تالیف ، دډاکټر لطیف یاد ژباړه ، د بیښور چاپ ، ۲۰۰۷ زیږدیز کال .

۱۱- احمد یاد ګار ، تاریخ شاهي ، رایل ایشیا ټک سوسائټي اف بینګال، ۱۷۲ مخ ، ۱۹۳۹ میلادي،کلکته .هند.

۱۲- ډاکټر لطیف یاد ، دهند په بینګال کې دکرلاني پښتنو واکمني https://afghanexpress.wordpress.com/2016/10/07

۱۳- دروښاني غورځنګ په اړوند زما ( لطیف یاد) مقاله چې په ډیرو افغاني سایټونوکې خپره شوې ده 

۱۴- خوشال خان خټک ، ددوست محمد خان کامل مومند تالیف ، داردونه پښتو ته ژباړه دډاکټر لطیف یاد ، ۲۰۰۶ زیږدیز کا ل ، پيښور 




Pukhtana Naslona. Historical And Anthropological Pashtun Tribes. History Of Pashtuns, Pashto Info Blogs. Pukhtana Nasluna, Pukhtun Naslain, Asal Nasal. Pashto Pedia 


Pukhtana Naslona. Pashtun Main Tribes. Pashto History Article Info

په بیلابیلو تاریخي پړاوونو کې دپښتني قبیلو


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso