Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir. New Pashto Ghazal. 2022
غزل
یو لاس کې یې ډال بل کې یې تورې دي
خدایه! پښتنې څومره باتورې دي
تورې دي که سپينې مرغلرې دي
ښکلې جینکۍ لکه کوترې دي
څرک د رڼا نشته او بې وسې یم
بیا هم حوصلې مې زړورې دي
توی به یې کړې ډېر ازار به وګټې
مه خوځوه شکور کې مې ګورګورې دي
ټولو نه ظلمونه یې ګاللي ډېر
بیا هم له هر چا نه زورورې دي
دوی دي چې رڼا ورسره یون کوي
دوی خو دهر دور پيغمبرې دي
ستا (سبا) خو لږه بختوره ده
نورې خو له دې هم بختورې دي
وږمه سبا عامر
پراګ
Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.