Skip to main content

Pukhto Afsana. Pashto Short Story. Pukhto Landa Qessa.

 Pukhto Afsana. Pashto Short Story. Pukhto Landa Qessa.


له ځنډ وروسته، لنډه کیسه



                       خاورې په سر 


په تور پوړني کې داسې تاوه وه لکه د کرونا مړی. د دروازې شاته غلې ولاړه وه. لاس به یې اوږد کړ؛ خو لکه چې د ټکولو جرئت یې نه درلود. کله به یې دواړه لاسونه پر ور کیښودل، غاړه به یې کږه کړه او غوږ به یې له دروازې سره سریښ کړ او کله به بېرته لرې شوه. 

حیران وم؛ دا شین سهار، دا شړقنده باران او بیا... ما ویل که میلمنه ده، ما ویل که سوالګره ده؛ خو یوې غوندې هم نه ښکاریده.

حجره مو دویم منزل کې وه او کړکۍ یې همدې کوڅې ته وه.د کړکۍ خواته ولاړ وم او بیرون مې د جړۍ باران ننداره کوله. د انګړ منځ کې ولاړې ونې ته مې کتلې چې مرغۍ ځاله کې پر بچیو وزرونه راخواره کړي وو. 

 څو ځلې مې تصمیم ونیوه چې ور پرانیزم او غږ کړم؛ خو پردۍ تور سرې ته غږ کول راته خطرناک ښکاره شول.

چې سهار چای ته راښکته شوم، نو همدا صحنه رایاده شوه. ما لا پوښتنې ته ځان جوړاوه چې مور مې ویل: هغې بیچارګۍ لکه چې ټوله شپه په ویښه تیره کړې وه، سهار وختي ...

ژر مې پیاله کیښوده او سر مې وړاندې کړ. ما پوښتنه کوله چې مور مې ویل


فیروزه دې یادیږي؟ 

- هو، ولې نه. هغه زموږ ګاونډۍ؟

- هو، هو. هماغه خوارکۍ. هغه یوه ورځ چې یې تا کیسه کوله


سترګې یې ډکې شوې او نوره غلې شوه


یوه شیبه مې مور ته وکتلې او بیا هماغه ورځ را یاد شوه

مازیګر قضاء، یو دم داسې چیغې شوې ما ویل که دیوالونه به راونړیږي او د ګاونډیانو ټوله کورنۍ به راښکاره شي. په منډه کوڅې ته ووتلم. د دروازې مخې ته خلک راټول و. یو دم ور پرانیستل شو او بیا یوه، نرۍ میرمنه ،چې شین ټکری یې له سره راتاو و، په منډه راووتله. لاره کې ترې پوړنې هم ولویده، چپلکې یې له پښو ووتلې،  شاته ورپسې دوه کوچنیو ماشومانو چیغې وهلې خو دا همداسې چابکه ځغاستله


اوازه داسې وه چې چاودنه کې ګڼ کسان مړه شوي او د یوه نښې نښانې ټولې د اکرم غوندې وې او اکرم په هماغه ځای کې کوچنی دوکان درلوده


پیروزې منډې وهلې او په منډه کې یې چیغې وهلې: خاورې مې په سر شوې، لکه چې له اکرمه خلاصه شوم...

مور مې ورو غاړه صافه کړه، زما د فکر لړۍ هم وشلیدله. ژر مې ور وکتل. هغې ویل


ته چې له کوره په مساپرۍ وتلې، هغو ورځو کې هم د دوی حالت ښه نه و. هره ورځ جنګ، هره ورځ دعوې دنګلې. دا جنجالونه له هغې وروسته شروع شول چې څلورمه لور یې وزیږوله. ورپسې یې خسر مړ شو او بیا یې یو ځوان لیور ټرافیکي پیښه کې معیوب شو. ښځو به پیغورونه ورکول چې دا ټول د پیروزې سپیره قدم دی.دا خبره به بس پري، ډيره کوله. هغې بدنیتې همدې خوريي ته خپله لور ورکوله؛ خو چې اکرم قبوله نکړه نو ورسره ورانه یې شوه


نوره غلې شوه. خو زما په مغز کې داسې شور را والوت، ما ویل که کوپړۍ به را ماته کړي


ښه، سمه ده چې دا هر څه شوي؛ خو په دې شنه سهار او شړقنده باران دا ننداره ولې؟ فیروزې د خپل کور دروازې شاته څه کول؟ څه یې غوښتل؟ ولې خپل کور ته نه ننوتله؟ او...؟

مور مې بیا غاړه تازه کړه او زه ورته دومره نږدې شوم چې نږدې به مې سر د هغې له سر سره جنګیدلی و:

فیروزه کله – کله په بدلو جامو کې راځي. هغه ورځ یې لیدلي و چې کوچنۍ لور یې خواښې، شفاخانې ته راوړې وه او بیا یې لیدلي و چې لاس کې یې کنول چوخ و. مازیګر قضاء موږ کره راغله. وارخطا وه، زنې یې راته نیولې او همدا یې ویل: خیر دی ترورې، شګوفې ته سرسر پوخ کړه، خیر دی، د هغې ډير خوښیږي. د هغې چې به کله هم تبه وه، نو همدا یې غوښته. خیر دی، زه به یوه جمعه راځم او کور به دې جارو کوم. خیر دی ترورې، زه خو لرې یم، د پلار له کوره څه نشم راوړلی، خیر دی ترورې زه خو شګوفې ته څه نشم ور وړلی ....

مور مې په ژړا شوه، ستونی یې بند شو او بیا یې په بند بند غږ کې ویل:


دې ظالمانو ترې واړه واړه بچي هم ستانه کړي



۱۴۰۰/ جدي ، ۱۴مه

محمد نعمان دوست

Pashto Short Stories By Muhammad Numan Dost. 

Pukhto Afsana. Pashto Short Story. Pukhto Landa Qessa.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso