Qazi Mula Salam Baba. Life, Struggle And Works Of Mulla Salam.
Who Was Qazi Mulla Salam?
شپږويشتمه جنوري د ستر شاعر او ستر انسان قاضي ملا سلام بابا داته څلويښتم تلين ورځ ده بابا موصوف په نولس سوه او څلور اويا کي په ښاخه کي وفات سوی و ده زيات و لږ څلورنيوي کاله ژوند کړی و ده دوه دوه ټوکه سوسن چمن او طلب مذهب کتابونه ليکلي ول ده په نثر کي کار نه دی کړی ددې کتابونو سره سره ده په مثنوي کي يو بل کتاب د زردانه دور په نامه هم ليکلی دی چي زردانې اشعار لري
دده لومړی کتاب په نونس سوه او څلور ديرش کي چاپ سوی و چي بيا د خپلو پښتنو په سازش او شيطانت پيرنګي حکومت ځني اخيستی و او په اور يې سوی و لکه چي وايي
فرنګي سوسن چمن په اور کي واچاو
پرما هم د ابراهيم مصيبت راغی
ده خپل کتابونه په غزل او مثنوي ليکلي ول او ځای ځاي يې څه قصيدې هم ليکلي دي او څه غزل نما نظمونه هم......
دی د تحريک اذادی ملګری و ده خان شهيد او باچاخان بابا او د پښين فيضمحمد ترين ډير ستايلي دي
دی د غازي امان الله ډير ستايونکی و او هغه ته يې خپل لومړی کتاب سوسن چمن هم ډالی کړی و لکه چي وايي
پر غازي امان الله عبد السلامه
کتاب نه دی کښلی بل شاعر بيتا
دی د ستر افغان ملت ډير مداح و دده په افغان ملت ډيره خوا بديده ده افغان ملت ته په زونو اشعار ډالی کړی دي په قول د مرحوم رحيم مندوخيل هغه ليکي چي ده به غازي امان الله د افغان ملت نجات دهنده بالی او دغسي پر ده باندي باچان بابا هم ډير ګران و لکه چي يو ځای وايي
اذادي خو غفارخان مجاهيد راوړه
معاون د فرنګي صدر بالا سي
دغسي ده رحمان بابا حميد بابا ميرزاخان انصاري هم ويلي و او خوشحال بابا يې هم په شعرونو کي ډير ياد کړی دی لکه چي وايي
وطن کل نه سي مغل په دا پوهيږم
د خوشحال خټک خو کړي دي پيښې ما
نو اوس ما دغه يو نظم دده د اته څلويښتم تلين په وياړ ليکلی دی خدای دي وکړي چي ستاسو به خوښ سي ددې نظم سرليک سل سلامه ملاسلامه دی
افرين درباندي وايم سل سلامه
تا سوسن چمن راويوست ملا سلامه
مثنوي او غزل دواړه پکښي لولم
ښايسته يې د طلب مذهب کلامه
زردانه دور دي له زرو دانو ډک کړ
ستر شاعره سترګوره ستر مقامه.
د غزل او قصيدې خوږ حيثيته
ما اوبه کړه د بابا د نظم جامه
د غازي امان الله سلطنت خوښه
دبچه سقه ناقده لوی امامه
په تحريک داذادی کي په راستي کي
ايښي تا د خان شهيد سره څو ګامه
چي سوسن چمن دي واچاوی په اور کي
پرنګيه پاليسي دي سوه ناکامه
شاعري به دي مري نه څو دا نړی وي
شاعري به دي ژوندی وي ګل اندامه
قلمي کار مي پرتالږ و ډير کړی
تابه زه هيڅکله نه باسم له پامه
د ناقص پير او ملا سره ډير وران وې
شور بازار حضرت دي وغندی بدنامه
د ارامي خوب دي ونکړی په عمر
اې د لوی افغان د لاسه نا ارامه
شپه او ورځ دي تيرومه په شعرونو
زه تا وايم له سحاره تر ماښامه
د اغيار ډوډی دي نه وخوړه کله
د ګلخان رنګه دي ډکه نکړه زامه
په کنعان باندی حالي وې په بغداد هم
رسيدلی وې تر مصره او تر شامه
تاريخي اوږده کيسه دي وه لوستلې
له اورنګه تر خوشحاله تر بهرامه
مسلم ليګ دي په تله کښي و لږ کړی
ګانګريس ګوند دي و ستايلی څو ګيرامه
مينه مينه سره ګلونه اميلونه
د بابا په وړاندي ستره احترامه
شاوخوا وګوره لمر راښکاره سوی
لږ راويښ سه د سلام بابا مړ قامه
غزوني په ملت کښي ډيري وکړه
سه تل پاته د فطرت ښکلې پيامه
ګران ټکي
تله ترازو ته وايي
پيام د پيغام په مانا
بهرام د خوشحال بابا هغه زوی دی چي د خپل پلار پر سر يې روپی واخيستې او پلار يې په مغلو خرڅ کړ
طلب مذهب د بابا د دويم کتاب نوم دی دا کتاب هم دوه ټوکه دی
پاليسي ته په پښتو کي کړنلاره وايې
شور بازار حضرت هغه پير دی چي پر غازي امان الله يې د کفر فتوا ورکړې وه او سلام بابا هم سخت غندلی دی
بچه سقه د بچه سقاو حبيب الله کلکاني نوم دی
سوسن چمن د بابا د لومړي کتاب نوم دی
زامه د خولې و اړخ ته وايي
Qazi Mula Salam Baba. Life, Struggle And Works Of Mulla Salam.
Qazi Mulla Salam Of Chaman Baluchistan Died On 26 January 1974. Qazi Mula Salam Pashto Poetry. Qazi Mula Salam Poems And Pashto Poetry Books. Tarikh. Pukhto Shayeri.
Pashto Times Who Is Who In Pashto. Pashto Info Blog.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.