Skip to main content

Sawan Musa Khel, An Unsung Pashtun Hero Swand Mussakhel

 Sawan Musa Khel, An Unsung Pashtun Hero Swand Mussakhel 


پښتون اتل ساوڼ موساخېل


ليكوال / نياز موسا خېل 


د پښتنو په قامي تاریخ کې ګڼ داسې نومیالي دي چې د خپل وطن او قام د خپلواکۍ لپاره یې ملي مبارزه کړې ده او له مودو راهیسې یې د خپل ولس زړونو او ذهنونو کې اوسېږي. په دغو کې یو د  جنوبی پښتونخواه (بلوچستان)، موساخېل ضلعې اوسېدونکی ساوڼ موساخېل هم دی



د پښتو ژبې او پښتنو تاریخ پوه،لیکوال او څیړونکی سید خېرمحمد عارف وایې چې د ساوڼ موساخېل ملي مبارزه نه هېرېدونکې ده



«ساوڼ موساخېل داسې نومیالی او مېړنی وو چې پرله پسې ۱۴ کاله یې د فرنګیانو پر ضد مبارزه وکړه. دی فراري و او استوګنه یې زیاتره په افغانستان کې وله او د جګو غرونو مېشت و. له افغانستانه به راغلی، دلته به یې پر فرنګیانو بریدونه وکړل او بیرته به غرونو ته فراره شو.


د نوموړي د مبارزې سیمه ډېره پراخه وه. ده د موجوده خېبر پښتونخوا په اسماعیل خان ډېره، د موجوده پنجاب په غازی خان ډېره، د موجوده سویلی پښونخوا په ژوب، بوري او موساخيل کې ګڼ عملیات کول او مورام یې دا نه وو چې ګوا کې څوک وځوروي یا چا ته تاوان ورکړي، بلکې مبارزه یې (د هغه زمانې په حساب) وسله واله وه او یوازې د فرنګي دولت پر ضد وه، چې د پښتنو سیمه او خاوره یې نیولې وه»



د ساوڼ موساخېل په موجوده وخت کې دوې (۲) حوالې زموږ تر مخ راځي. یو خو لکه چې ذکر مو کړه چې ملي مبارزه یې کړې ده او بل دا چې په سویلی پښونخوا کې د پښتو ولسي ادب کې خورا نوم لري. د سید خېر محمد عارف په وېنا، د ساوڼ موساخېل په یاد کې په خاصه توګه پښتنو مېرمنو ګڼې ولسي غاړې ویلې دی چې د ولسي ادب د ګلدستې یو مهم ګل دی. لکه چې یوې سپین سرې یو څه موده مخکې له مشال راډیو سره په خبرو کې د ساوڼ موساخېل یاد په دغو غاړو کې تازه کړی وو:


پر سپینې سپوږمۍ جار دی

نن ساوڼ موساخېل ګار دی


« په دې غاړه کې هغه تاریخي وخت او ته اشاره شوې ده، چې کله یې ساوڼ دار «پانسۍ» ته خېژولو نو په هغه شپه سپوږمۍ تر جار (ګولې دایرې) چار چاپېره وه. پر سپوږمۍ جار یو عامه خبره ده او موږ ټولو کله نا کله پام ورته شوی وي، خو خلک هغه شپه ډېر خپه ول، ځکه یې ولسي شاعرانو هغه وخت د یادګار په توګه له بلې مهمې پېښې سره تشبیه کړی»


قرآن وهي ساوڼ کښېباسي

کور د بل له هیلې باسي


« په دې غاړه کې هغه شرمناکې پېښې ته اشاره شوې ده، کله چې ساوڼ ځینو خپلوانو د فرنګیانو د مراعاتو په لالچ ونیولو او هغوی ته یې په لاس ورکړ. فرنګیانو ساوڼ نشو نیولی، خو د ځینو خپلوانو په مټ یې هغه ته مېلمستیا وکړه او د قرآن په لوړه یې هغه ته باور ور کړ چې مطلب یې یوازې ساوڼ ته قدر او عزت ورکول دي.په دې غاړه کې د نااعتبارۍ، دوکې او چالبازۍ انتها بیان شوې ده»


د تحصیل دروازې پوري

نن ساوڼ موساخېل شوري


«په دې غاړه کې هغې سیمه ایز تاریخې پېښې ته اشاره ده کله چې ساوڼ په موساخېل بازار کې د فرنګي سرکار پر مهمو دوترونو مشتمل ودانۍ (تحصیل) برید وکړ او هغه یې په زور وتړلی تر څو فرنګیان هلته خپل سرکاري کارونه نه وکړي. په غاړه کې پر فرنګي سرکار پسخند «طنز» هم موجود دی چې یک یو کس سرکار له کاره دروي. د ځینو سپین ږیرو په وېنا، د تحصیل دروازې تر هغه وخته بندې وې، کله چې ساوڼ ژوندی وو»

ساوڼ موساخېل سره له خپل مړي ورک کړل شو او تر ننه چا ته دا نه ده معلومه چې نوموړی به چېرته ښخ هم وي او که څنګه؟ ولې چې له آثارو داسې ښکاري چې فرنګیان اندېښمن وو، داسې نه چې د ساوڼ له مرګه پس یې مبارزه بیا سر نکړي راپورته.


سید خېرمحمد عارف نظر لري چې د ساوڼ مړی به سوځول شوی وي، ولې د ده په خبره، په سیمه کې له نورو مبارزو سره هم فرنګیانو دغه قیسمه چلند کړی وو.


د بلوچستان په حکومت کې واکمن، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي وزیر، عبېدالله جان بابت لالا وایي چې دوي د ساوڼ په څېر ملي اتلانو پېغام تر نورو ته رسوي.


«که ساوڼ وي او که نور داسې نومیالي، هغوی ټول به موږ په نصاب کې شامیله وو او زموږ و زده کوونکیو ته به یې ورپېزنو. دا د هغوی پر موږ حق دی او دا موږ کولی شو. تاریخ جوړ په دا قیسمه خلکو وي او دا د هر قام لپاره ضروري وي چې هغه د تاریخ خپلې داسې حوالې سمبال کړي»


په بوري (لور الایي) کې څو لسیزې مخکې پر هغه ځای چېرته چې ساوڼ ته پانسۍ ورکړل شوې وه، ( د پښتنو شهیدانو یادګار ) په نامه یو څلی د یوه لویې مرمۍ په بڼه جوړ کړل شوی دی. دغه څلی د ساوڼ په ګډون هغو ټولو سیمه ایزه اتلانو ته ځانګړی کړل شوی چې د خپل وطن د خپلواکي لپاره یې هلې ځلې کړې وي،خو نن دغه یادګار د بې غورۍ ښکار دی او نږدې ده چې له منځه یووړل شي. خو صوبایي وزیر عبېدالله جان بابت لالا مشال راډیو سره په خبرو کې ووېل چې د یادګار بحالولو پلان یې تیار کړی دی او ډېر ژر به کار پر پیل کړي.


په سهیلی پښتونخوا کې تاریخ پوهان وایې چې د فرنګیانو (بریټیش امپېریلزم) په خلاف غږ پورته کول په خپل سر یوه لوېه کارنامه ده،کوم چې ساوڼ موساخېل ترسره کړه.د دوي په خبره،د ساوڼ ملي مبارزه به د تاریخ په اوږدو کې همېش په ښو ټکو یادول کېږي.


ساوڼ موساخېل لکه چې مخکې بیان شو، په ډېره دوکه او چالبازۍ ونیول شو. سید خېر محمد عارف په خپل کتاب «زموږ غازیان او شهیدان» کې دا هر څه په ډېر تفصیل بیان کړیدي. نوموړی زیاتوي چې ساوڼ له خپل زوی پایند، ورور پالې او ملګري یارمحمد کدېزي سره یوځای ونیول شول او د ۱۹۱۶ م کال د جنوري پر ۱۸مه نېټه په دار شول خو یارمحمد کدیزیي د هند د آګرې جېل ته د ۲۰ کاله په بند یوړل شو



Sawan Musa Khel, An Unsung Pashtun Hero Swand Mussakhel.

Sawan Musakhel From Musakhail District Baluchistan. A Pashtun Hero. Pashto Times Pashto Blogs about Heroes And Freedom Fighters.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso