Skip to main content

Suqrat Aw Da Zahro Peyala Skal. Pashto Blog about Soqrat.

 Suqrat Aw Da Zahro Peyala Skal. Pashto Blog about Soqrat.


سقراط، د زهرو پیاله او زرتشت


زهٔ: بابا سقراط کولې شو چې لهٔ خپلو خبرو یې شا تګ کړی وی او ځان یې لهٔ مرګه ژغورلی وی. هغۀ بیا ولې د زهرو پیاله ځان ته خوښه کړه؟

زرتشت: ځویه ځان ته مرګ خوښول یو ځانګړی یو عمل دی چې ځېنې خلک یې کوي. سقراط پهٔ یو دریز کلک ولاړ وو او خلکو ورسره اختلاف لرو نو ځکه ورته خلکو خوښ کړو. پهٔ ایتهنز کښې ډیرې افسانې وې او ډیر خدایان ول چې خلکو به یې عبادت کوو خو سقراط د پوهې هغۀ ځای ته رسیدلې وو چې دغه افسانې چې خلکو عقیدت ورته درلود او د رښتیا درجه یې ورکړې وه سقراط پهٔ عقل او منطق دا ثابتوله چې دغه دروغ دي او عقلي ژوند ته یې ده ایتهنز ځوانان رابلل. خو د ایتهنز د افسانوي خدایانو سرا د هغۀ وخت د ملایانو چې پروهتن به ورته وئېل کیدل, معاشی ګټي تړلې وې. دوي اجتماعي پریکړه وکړه چې سقراط د موژ د خدایانو منکر دی او د ایتهنز ځوانان بې لاري کوي. د سقراط سرا درې لارې وې، اول دا چې هغۀ لۀ خپلو تبلیغاتو لاس اخیستې وی، دویم دا چې هغۀ ایتهنز پرېښي وی او درېم دا چې هغۀ د زهرو پیالۀ په غاړه اړولې وی او سقراط پهٔ دغه دریو کښې ځان ته ده زهرو پیاله غوره کړه. د زهرو ب پیالې بنیادی لامل دا وو چې سقراط ته د ژوند ارزښت رښتیا, عقل, منطق, او پوهه وه خو ده هغه وخت ملایانو ته زاتي ګټې، جهالتې او ناپوهي د ارزښت وړ وو. سقراط لپاره ګران وو چې لهٔ دروغو او جهالت سرا یې ژوند کړي وی نو ځکۀ یې د زهرو پیاله پهٔ خلهٔ واړوله ولې چې د سقراط پهٔ اند بې ارزښته ژوند هیڅ شتمن ژوند نهٔ وو.


زهٔ: بابا نو داسې خلک ځان وژنه ولي وکړي؟

زرتشت: ځويه ژوند د بشريت تر ټولو ستره تحفه ده. دوه ځان وژنې دي، یو د مقدس جهاد پهٔ نوم او یو د یو وګړي بلا وجه ځان وژل دي. یو مذهبي سړی هغۀ وخت د جهاد پهٔ نوم ځان وژنه کوي کله چې دغه نړۍ د هغه لهٔ پاره بې ارزښته شي او یوه بلا دنیا د هغۀ پۀ انتظار وي چې لهٔ ارزښتو ډکه او ده هغه لهٔ عقل او منطقي پوهې سره سمه وي. بیا هغه ته ژوند ګران شي او لکۀ سقراط د دغې دروغې نړۍ پهٔ ځای ځان ته خپله خیالي نړي غوره کړي. دغه دویم سړی ځان وژنه پهٔ دې کوي چې هغه د دنیا د کړاونو او د خپل ټولنیز ژوند نه دومره تنګ وي او ژوند ورته دومره سخت وې هغه سختې نه خلاصون ورته صرف د ژوند پهٔ ختمولو کښې ښکاره شي او اخر ځان وژنه وکړي.


ځویه دا خبره یاده ساته چې سقراط لهٔ ځان څخه نۀ وو تنګ بلکې هغه د دروغو څخه بغاوت کړی وو خو خلکو ورته وئېل چې تۀ د دروغو تر څنګ ژوند وکړه. سقراط ته خپل رښتیا د ارزښت وړ وو او ځکه یې د دروغو سره د ژوند پهٔ ځای مرګ خوښ کړو.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso