Skip to main content

Why Mardan Is Called Mardan? Pashto Info Blog

 Why Mardan Is Called Mardan? Pashto Info Blog.

Mardan's Name Background And History In Pashto.

مردان ته مردان ولې وائي ؟


مردان د پښتونخوا د پښتنو ستر تاريخي ښار دې د مېلمستيا په ځانګړتيا ېاد دې  دا جغرافيه په زرګونو کلونو پخوا تاريخ کښې د ،پشکلاوتي ، او ګندهارا برخه وه دوه زره کاله پخوانې د علم مرکز ، هنډ او سلاتوره اوسنې لاهور  ښار هم ورته جوخت وو  ،  ددې خؤاشا د بدھ مت تهذيب ستر غونډونه وو په نزدې وخت کښې د پېښور سره تړل شوې وه په 1937 کښې د ضلعې ،پوړۍ ، او بېا  ډويژن ،  کړې شو اوسنې مردان چې په کمه جغرافيه خور دې نو په تاريخ کښې پدې جغرافيه کښې نور هم داسې ډېر ځائينه دي چې د مردان نه هم ډیر تاريخي ېاد لري خو اوس په انتظامي چوکاټ کښې د مردان برخه ګنړل شي مردان د قامي تحريک خدائي خذمتګارو تراوسه لوېه مورچه ده ډېر قامي مبارزين پکښې تېر شوي ستر عالم دين او قرآن پوهه  مولانا عبدالسلام رستمي هم د مردان وو چې  په پښتو ژبه ئې د قرآن ېو ستر علمي تفسير  احسن الکلام هم ليکلې په اوس وخت کښې د امير محمد هوتي نمسی حېدر خان هوتي او حماېت الله ماېار ئې د سیاست د لارې په پرمختګ او خذمت کښې ډېر ېاد دي .


 د ايسپزو سره ېو شمېر پښتنې قبيلې پکښې اوسي ګوجر هم پکښې مېشته شته  د منشي ګوپال داس ترمخه په 1865 کښې د ايسپزو د څانګو څه 245000 وګړي په مردان کښې مېشت وو دا شمېر ځنې ليکوال نهه لاکه ښائي  د مردان نوم  زرونه کاله پخوانې دې  ډاکټر ضياء الله جدون په ،  تاريخ مردان ، کښې ددې ښار د نوم په اړه ېو شمېر ممکنه توجيهات ليکي  ! 

مهاتما بدھ دوه نيم زره کاله پخوا نه خپلې سترګې پدې سيمه کښې خپل ېو مريد ته ډالې کړې وې ځنې رواېات د هغه د زېږون سيمه هم دا ښائي  چې ، آمردان ، ېعنې نه هېرېدونکي پېښه سره ،مردان ،ېاد شوې .

د تاريخ پېښور ترمخه د ، بړېڅ قبيلې ، ېو څانګه ، مردان زئي ، دلته کښې مېشت پاتي شوي ځکه دې سيمې ته مردان وائل شوې .


 مردان خان په په نامه ېو شمېر ېاد خلک دلته تېر شوي لکه قاضي اثر صېب وائي دا سيمه په 1000 ھ کښې مردان بن علي علي زئي مندړ ودانه کړې وه   دغه راز  ،مردان کاکړ  ، ملک مردان خان ايسپزئې ، مردان علي غلجې  ، علي مردان ،   جمعه دار مردان خان ، مردان خان مشهدي ،پير مردان علي شاه ، وغېره هم پدې خاوره ېاد خلک وخت په وخت تېر شوي  .

بل رواېت دادې چې دا نوم د ايسپزو د ،مندڼ ، په نسبت مردان شوې ځکه ايسپزئي ددې سيمې بومي خلک دي .

بل رواېت دادې چې راجه سدوم ېا مهاتما بدھ هم  د دروېشې اختیارولو سره  د خپل پلار ورکړې ،هاتهي ، پدې سيمه کښې ، دان ، ېعنې خېرات کړې وو چې په ،امردان ، ېعنې همېش ېاد خېرات ، سره مردان شوې ددې نه وړاندې ددې سيمې نوم ،کالنګه ،وو کاټلنګ هم دغه نوم ته نزدې دې دغه راز د شهباز ګړهۍ زوړ نوم 280 ق م کښې  ،ورشاه پوره ،وو سدهم سيمه اوس هم په مردان کښې شته او دا تاريخي متل چې سودم ته شين دې اوس هم وائل شي چې پخوا به د سودم په لور په کتلو سره به چې آسمان شين وو نو خلکو به تې د تلو نېک فال نيولو  .


ګهړۍ د پښتو ،وۍ ،دې هغه ځائې ته وائي چې په جوره کښې چاپېرګېر وي لکه په ګټو کښې چې کم قتې وي اوبه پکښې غونډې ګېرې وي ېا هغه ځائې چې لکه د ېو قلا په ديوالونو غرونو کښې ګېر وي  ګهړۍ معنا ده ، قلا ، ېعنې هغه ځائې چې د استوګنې ځائې وي لکه  دا شعر ! 

نوخطان دې وار خطا له غمه نشي

د سپوږمۍ نه چاپېرېږي ،ګهړۍ ،شپول .


د معشوق د خط د سپوږمۍ نه تاؤ شپول سره د تشبيه په اړه موشګاف حميد ماشوخېل هم څه داسې وائي ! 


مهرویان کله خپلېګي ټول د چا

تر سپوږمئ چاپېره کېګي شپول د چا.


د سپوږمۍ په شپول کښې ېو نکته دا هم ده چې شپول د باران هيله هم وي چې دغه ممکنه باران د عاشق داوښکو سره استعاره تخيلېه ده.


د مومندو په خوئېزو کښې هم ېو سيمه ده په ، ګهړو ، ېادېږي دغه ځائې هم لکه د قلا د غرونو په دېوالونو کښې ګېر او لکه د بلورو د ،پيل ، ژور پروت دې .


ېو رواېت د شهباز ګړهۍ د نوم په اړه دادې چې دا نوم  څه پينځه سوه دېرش کاله پخوا د ېو ګمراه پير په نوم ېاد شوې چې د ،سيد احمد محمود ،  چې نېک سړې وو دهغه نه پس ئې ځان پير کړو خلک ئې بې لارې کول  بابر په تزک بابري کښې هم ددغه پير ذکر کړې د ستړو ځائې شهباز ګړهۍ په اړه وائل شي چې دا ډېر پخوانې نوم دې ځکه چې شهباز ګړهۍ  د مېنځنې ايشيا نه د باجوړ سوات نه وړاندې د هند په لور په  لوېه سوداګرۍ لار پرته سيمه وه  په اتهه ډېرو ودان ښار وو د هر لور نه به چې د سوداګرو ، جوپۍ ،راتلې نو ځان بې شهباز ګړهۍ ته رارسولو او دمه به ئې کوله ځکه د دمه ځائې په وجه دا متل شو چې د ستړو ځائې شهباز ګړهۍ وي .


 دغه راز شهباز ګړهۍ په هر وخت کښې په جنګونو کښې به هم تباه کېدله نو دا متل هم پکښې ېاد شوې  ( چې شهباز ګړهۍ څومره ورانه شي هغومره ښه ودانه شي )  ځکه مرکزي ځائې وو د جګړو نه پس به بېرته ودانه کول شوه چيني سېل ګر ، هيونګ سانګ ، په اوومه پېړۍ کښې ددې سيمې ېاد په ، ورشا پوره او پولو شاه ،سره کړې چې دغه وخت دا ېو ودان ښار وو  ډېر لرغوني آثار هم پکښې موندل شوي اشوک اعظم هم پخپل وخت 256 ق م  کښې شهباز ګړهۍ ته راغلې وو ډېر ډبرين لیکونه ئې هم پريښي وو ېو ستر مندر ئې هم جوړ کړې وو  په ېو اسطوري رواېت کښې د مهاتما بدھ زېږون هم دلته ېاد شوې  د محمود غزنوي نه په ماتې سره هم هندو پښتون باچا جې پال ځان دلته په کوټه کښې د ماتې د پېغور لاسه پخپله سیزلې وو  



د مردان نورې هغه سيمې چې لرغوني آثار پکښې موندل شوي لکه ،تخت بائي ،جمال ګهړۍ   ، سري بہلول، سازودین، کامران، ،سلیم خان،  ګل پورډھېرۍ، یوسف باچا ډھېرۍ، ډمامو ډھېرۍ، سلاری کلې، سلېمان ډھېرۍ، ہندوکلې، چوہاډھېرۍ .

د ګهړۍ سره ېو شمېر نورې سيمې هم دلته ېاد دي لکه ، بالا ګهړۍ ، جمال ګهړۍ ، ګوجر ګهړۍ ،  بالول ګهړۍ  ،  ګهړي کپوره ، وغېره 


په 1870 کښې د قديم تاريخ مردان ترمخه په لوند خوړ مردان کښې د پښتنو دا خلک مېشت وو ايسپزي  . خټک ،.  اتمانخېل  . .  شلماني .  پاپیني. اورېا خیل. اعوان . کاکړ.  پراچه روانړي  نجار .  مندوخېل .سواتی . ماموند کاکازي ،  ملاګوري.    ساغري . سوکن وال.  مومند . مشکي .  محمودي .  بونېروال . پیر خېل  . پېډان خېل ګوجر.   کټان خېل ګوجر. کټوري .  باغوانان . کشمیري  ، خویشکي، بافندہ(جولاګان) حسن زئي هوتي.  حضرزي سید ، شېخان  پیرزادګان. دلازاک  بدېجي .باجوړي.  میراسي .لوہار. نائي. باغوانان .  پکي خېل.ثبت خېل. هنسه خېل ،ساغري. بړي.

وغېره وغېره


  مولانا خانزېب



Topics Covered In Blog above.

Why Mardan Is Called Mardan? Name of Mardan and history of Mardan City KP. Pashto Article about history of Mardan and Pashtun Tribes Living In Mardan District Of Pukhtunkhwa. Maulana KhanZeb Khan Pashto Writings. New Pashto Blog 2022 about History of Mardan. Yousafzi In Mardan. Utmankhel In Mardan. Gujjar In Mardan. Paswal In Mardan. Khattak In Mardan. Shalmani In Mardan. Kakar In Mardan. Pukhtane Qabele pa Mardan ki. Momand In Mardan. Swati In Mardan. Alizi In Mardan.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso