World Book And Copyright Day. Pashto blog By Najeeb Aamir
د اپرېل ۲۳مه د کتابونو او د کاپي رایټ نړېواله ورځ وي. سړی که د کالهندارې ته نظر واچوي نو نږدې هره ورځ په کوم نوم نومول شوې ده او زموږ د برخې په فیس بک کې که موږ نور څه کوو کنه خو یو کار ارو مرو کوو او هغه دا چې بس یوه بهانه ګورو او خپل عکسونه پر فیس بک او نورو ټولنیزو رسنیو خپروو. دا کومه بده خبره نه ده خو دومره مهمه هم نه ده. له دې معلومېږي چې موږ یا خو ویلو ته ډېر څه نه لرو او یا بس د ژوند هر کار ته سطحي ګورو
کاش موږ رښتیا هم د کتابونو لوستلو همدومره مینه وال وای نو نن به د پښتو د هر لیکوال کتاب یواځې په پنځه سوه، زر یا دوه زره تیراژ کې نا چاپېده بلکې د لکونو او مېلیونونو په شمېر کې به مارکېټ ته راتلو او خلک به یې اخېستو ته لېواله وو. دلته خو لا کیسه اوس هم په شاعرانه او پښتنه مینه د کتابونو د ډالۍ کولو ده او په فیس بک د دغو فرمایشونو چې د کتاب پي ډي اېف بڼه یې نه لرې؟
نو په داسې حال کې پښتون لیکوال او شاعر کتاب لیکي او ځان صاحب کتاب ګڼي، د ژړا مقام دی خو ورکوه یې موږ په ژوند کې په ډېرو ډګرونو او په ډېرو خبرو ژړلي دي نو په دې به نه ژاړو بلکې د خوشالۍ دا وړې وړې لمحې به هم په ولولو لمانځو.
زما د لومړي کتاب له چاپه وړاندې ما یوه هایکو لیکلې وه
زما کتاب به اخر څنګه چاپ شي؟
نور خو لا پرېږده، زما پلار هم وايي
دا شاعري د اوزګارخېلو کار دی
خو بیا زما کتاب چاپ شو، یو نه څو چاپ شول او اوس هم راسره ځیني ناچاپه پراته دي خو زړه مې پرې اوبه نه څښي چې زما ټولنې ته چې څه پکار وو، هغه ګینې ما او یا زما همځولو لیکوالو به ورته لیکلي وي؟ موږ شعر ولیکه او هغه هم داسې شعر چې احمد د محمود نه او محمود د خالد د شاعرۍ نه متاثره شو او یو ډول شاعري مو وکړه. ځیني ملګري شته چې له نورو یې جلا او نګه خیالونه سندریز کړي دي خو هغه به ګینې څومره وي؟ موږ کیسه ولیکله او موږ ناول ولیکلو خو موږ ترې پخپله هم ډېر کم متاثره شو نو د نړېوالو پام به ورته څنګه اوښتو؟
په افغانستان او پاکستان کې او همدا رنګه د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د مېشتو پښتنو لیکوالو، شاعرانو او فرهنګیانو شمېره که راټوله شي له سلو زرو به پورته وي، ښکته به نه وي خو پښتو کتاب نن هم باید پنځه سوه، یا زر جلده چاپ شي او دا پیټی دې هم باید لیکوال ته په اوږو شي چې بیا په ټولنیزو رسنیو اعلان کوي چې دا کتاب په دې او په هغه کتابخانه کې موندلی شئ. ولې دا خلک په خپله څه نه ویني؟ دوی ښار نه دی لیدلی؟ په ښار کې ورته کتابخانې نه دي معلومې؟ زه خو وایم دا عام ولس خو پرېږده، که پخپله لیکوالو هم کتابونه په پیسو اخېستی نو د پښتو هر کتاب به په لکونو تیراژ کې چاپېده خو درېغه چې داسې نه کېږي.
راځئ زه به دعا ته لاسونه پورته کړم او تاسو هم راسره امین ووایئ چې د ټولنیزو رسنیو جوړوونکي دې ژوندي وي چې دا فیس بک، ټوېټر، انسټاګرام او دې ته ورته نورې شبکې یې زموږ لپاره جوړې کړي. دلته ستا خبرې، ستا افکار، ستا شعرونه، ستا فلسفه او ستا کیسه د سترګو په رپ کې د زرګونو خلکو مخې ته اېښودل کېږي. دلته خلک لیکنه لولي، ځیني فعال لوستونکي تبصرې کوي، زړونه هم درکوي خو دا به لس په سلو کې هم نه وي، نوي په سلو کې نور بیا خاموشه لوستونکي دي، هغوی تر هر چا لومړی ستا لیکنه ګوري خو څه نه وايي او د نه ویلو لپاره خپل دلایل لري. هغوی نه چېړو، دا هم ډېره ده چې په دې مجازي نړۍ کې هغوی هم موجود دي، ضروري نه ده چې ځان هم ښکاره کړي، پرېږده چې همداسې سلیماني ټوپۍ په سر ولري.
زه نپوهېږم د نورو لیکوالو او شاعرانو به څه حال وي خو زه پخپله په دې خبره زړه نه شم قانع کولی چې زه خپل بل کتاب ولې چاپ کړم؟ زه داسې کومې اټومي فارمولې لرم چې دې ولس ته یې په کتابي بڼه وړاندې کړم؟ خو دغه شعرونه دي، په فیس بک هم خپرېږي او خلکو ته رسېږي، واه واه کېږي، زړه خوشالېږي او ساعت مو تېرېږي. نو زما په خیال د کتابونو نړېواله ورځ دې د نړۍ خلکو ته مبارکه وي، موږ ته دې د فیس بک نړیواله ورځ وټاکل شي او زر دې وټاکل شي، هسې نه چې د کالهنداره کې هېڅ کومه ورځ بیا خالي نه وي پاتې.
استاد اصف صمیم یو وخت په افغانستان کې د اېف اېم راډیوګانو انډوخر ته په کتو ویلي وو، دومره ډېرې راډیوګانې دلته فعالې دي چې په هوا کې یوه څپه هم خالي نه ده پاتې نو الله دې وکړي چې په جنترۍ کې کومه ورځ خالي پاتې وي چې هغه د فیس بک نړېوالې ورځې ته ځانګړې کړل شي.
په تلو تلو کې به درته د ارواښاد اجمل منصور کیسه په لنډه توګه ولیکم، هسې هم ملګري ګیله کوي چې زه اوږدې لیکنې کوم.
اجمل منصور راته یو وخت کیسه کوله، وايي، ډېر غربت مو و، د سهارې او ماښامې مو څه نه درلودل. وايي، د ماما نه مې هغه وخت چې د پیسو یو څه ارزښت و، پنځه سوه روپۍ قرض کړې. وايي، ګونګړي (شورنخود) به مې پخول او د کلي د بازار په یوه څنډه کې به ناست وم او په ماشومانو به مې خرڅول
وايي، څه د مور دعاګانې وې، څه د ماما پیسې برکتي وې، کار مې روان شو او میاشت لا نه وه تېره چې یو وړوکی دوکان مې پرانېست او هلته به مې د ورځې څو دیګه چولې خرڅولې. هغه راته دا کیسه په ډېر خوند خوند کوله او خپله یې هم ورسره موسکا کوله. بیا یې راته وی، په پنځو شپږو میاشتو کې مې لس اته زره روپۍ بچت کړې.
ما ورته وی نو بیا؟ وی بیا مې دوکان خرڅ کړو او په هغو پیسو مې خپله لومړۍ شعري ټولګه چاپ کړه.
دا هماغه اجمل منصور دی چې په یو شعر کې وايي
پلار مې اپلاتون نه و خو ویل به یې
خېټه غزل نه غواړي، ډوډۍ غواړي
د اجمل منصور اروا دې ښاده وي خو دا د یو اجمل منصور کیسه نه ده، د هر پښتون لیکوال کیسه ده، دا بېله خبره ده چې څوک یې وايي او څوک یې نه وايي
نوټ: هایکو مې پورته لیکلې نو نن خبره د کلیوال خټک په دې شعر راټولوو چې:
خلکو به شور کولو، خلکو به غوغا کوله
کیسه د شپې وه، لیوني په سپین سبا کوله
بې له خوږو خوږو غزلو یې څه ونه موندل
د کلیوال خټک د کور نه چې چا غلا کوله
۲۰۲۱ اپرېل ۲۴
پراګ
World Book And Copyright Day. Pashto blog By Najeeb Aamir. Pashto article about publishing Books and Book Reading. Respecting Copyrights In Pakistan and Afghanistan.
Pashto Times
Najib Aamir Mashaal Radio, Azadi Radio Peshawar.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.