Skip to main content

Zegarkhoon. Imam Of Khorabat, Ubaidullah Jan Zegarkhon Kandahari

 Zegarkhoon. Imam Of Khorabat, Ubaidullah Jan Zegarkhon Kandahari


د خرابات امام ځګرخون !


بیا دي لاس د چا په وینو کۍ ګلګون 

چي تر ګوتو دي باران اوري د خون 


دا په سره کفن کي کوم مین ښخیږي 

پوه سوم، پوه سوم چي شهید سو ځیګرخون


 

داسي روایت سته چي عبیدالله ځګرخون اول ملا وو چي وروسته یې دا سلسله ترک کړه ، د خرابات په لور یې راکډه څه د خرابات پېش امامي یې قبوله کړه ، دشاعرۍ پېغله یې مغني کړه ، دځګرخون څه اندازه برخه شاعري د مذهبي اړوپېچ درلودو له کبله معماډوله  بڼه لري ، چي زیاته اندازه مولانا صاحبان ور پوري معترضین هم دي ،خپله د ځګرخون د شهادت اسباب د ده معماډوله  شاعري هم کېدای سی ، دکندهار ادبي مکتب د مذهبي مسایلو په  اساس د جدیدیت ( نوښت) له اړخه محرومه پاته سوی دی ځکه یو تر بله بیل متضاد فکرونو په ادبیاتو کي وده ونکړه (صرف ونحو) او د فیقي مسایل په شاعرانه انداز په کثرت سره تخلیقول دکندهاري شعري پانګي اړتیا او د مخصوصه نظر تصوفیانه لېونتیا یې بنسټ سو 



شاعرانه جمالیاتي ذوق شجر ممنوعه ، ځانګړي جنوني او وجداني کیفیتونه د شاعرۍ اصول وتراشل سول ،هم دې ځانګړي جنوني او وجداني ډلي د خپلي شاعرۍ په وسیله زیاتو نوآموزو شاعرانو ته دا میدان دومره ویړ کړ چي څوک پیوندګر وي هغه به شاعر وي، د حنان بارکزي ډېر وختونه را په دې خوا په کندهاري ادب کي ګلبیدار او عبدالغفار بریالی د باریکۍ او رنګینۍ دوه بېل نظریاتي او مسلکي شاعران دي ، څنګه چي د کندهاري ادبي مکتب مخصوص رنګ درلودو له کبله د بریالي په نسبت د ګلبیدار شاعرانه لهجه واعظانه نه برېښي هم یې د جمال حس ګړندی دی 


د۱۹۷۵-۱۹۷۷ ء په کلونو کي هادي عطایي ، ځګرخون، احمدصمیم ،کریمه رسولي، پروین ملال، عبدالباري جهاني، او معلم محمدقاسم په کندهارکي دغزل په حواله راغورځېدونکي ، لړزوونکي ، ځان ته د اورېدونکو پام را اړوونکي نومونه دي ، صمیم د هغه دور شاهکار غزلي ولیکلې ، پروین خور خو اوس بېخي د غزل دمعراج ملکه ده  د ښاغلي جهاني او ملا عطایي په اړه اوس قلم پورته کول سخت احتیاط غواړي 


ځګرخون که څه هم بېخي لږه شاعري وکړه خو دومره اغیزمنه شاعري یې وکړه چي د روغ کندهاري ادبي مکتب عصریز روایتي انداز یې په تغیر واچاوه، داسي نادر په ښکلا لړلي شاعرانه اصطلاحات یې په کار واچول چي د عصریزو غوښتنو تنده په سړه اود جمالیاتي ذوق غېږه په ویړیا سوه :


چي د بخت غوټۍ مي څېري کئ ګریوان 

د امید طوطي تر لاندي الوېزان 


د وصال د باغ نسیم و، زما د زړه غنچه په واسوه 

ځګرخونه سپېلني وکړه ګلونو د ریحان 


دا څلوریځه ولولۍ


 

چي د خوبه سوم بیدار بوسه یې راکړه 

د بارخو د سره انار بوسه یې راکړه 


پستې لبي یې تر سرې غنچې نازکي 

ځګرخون یې کړمه یار بوسه یې راکړه 


دا څلوریځه یې هم وګوری :


رنګ دي د ګل، بوی دي د ګل، د انارګل یې ګله 

مخ دي د ګل ، خوی دي د ګل، د بهار ګل یې ګله 


میګون عنب یې ځګرخون دي تر قامت سمه قربان 

شونډي دي ګل ، روی دي د ګل ، دسهار ګل یې ګله 


د ځګرخون داسي څلوریځي سته چي د ځګرخون تر شهادت وړاندي د ځګرخون پر شهیدېدو دلالت کوي، دخپلي شاعرۍ په وسیله ځان لپاره د کوم ډول دمرګ تصورچي یې وړاندي کړی وو هم دا ډول ورسره وسو :


خدایه سوم په ویرانه کي د مجنون مړ

په مرض سوم د الفت که دجنون مړ


جنازه مي د دلبر پر کوڅه یوسئ 

ورته وایه سو په جبر ځګرخون مړ


دا سندره یې هم وګورئ :


مست یم ، می پرست یم ، ترما خوشي خراب نسته 

بې هوښ یم ، پیاله نوش یم ، د ساقي څه شراب نسته 


نارې دي د نوش، نوش د پاک سبحان په میخانه کي 

هی،هی د پرشتو دی د مغان په میخانه کي 

نشته کوي د میو شرابیان په میخانه کي 

میخور یم ، ریزه خور یم ، ماته په حشر عذاب نسته 


خوښ مي تر کعبې تر نام مقام د خرابات دی 

چي خضر به هوښ راکړي جام د خرابات دی 

تړلی پر حرم ما احرام د خرابات دی 

سربازمه ، زر بازم د هجر حساب نسته 


ځمه په هوښ د عشق و اور ته پروانه یم 

زه د عنافات په پاکو میو مستانه یم 

اوس د اهو چشمو په کاکل کي زولانه یم 

نشه یمه ، تشنه یمه ، ساقي پیر جناب نسته 


تل یې د سینې څه ولاړیږي بوئ د مشکو 

دلبر زما پر سر کړلې راتوئ پیالې د مشکو 

فکر و مزاج مي اوس نیولی خوئ د مشکو 

مجلنون یم، ځګرخون یم بې ما بل غرقاب نسته 


د کندهاري ادبي مکتب د تشیر مهمه ذریعه محلي موسیقي او محلي سندرغاړي ګرځېدلي دي ، د غزل برعکس سندري (بدلي ) او دکیسې مخصوصه فورمونو ته دقیقه مراجعه سوې ده ، ملاعبدالسلام کرزی ، ملامحمدعیسیْ شخالزی، ملاعبدالمنان حیرت (چي دهندي سبک اغیزمن شاعر وو) او ملا میریحی هم دغزل برعکس د سندري تخلیق ته ترجېع ورکړې ده ، البته ولي محمد مخلص د غزل هم د نظم حق تر خپله توانه ادا کړی دی هم یې غزل او نظم د  انتقادي ریالیزم سره اشنا کړي دي :

ګلبیدار او بریالي هم په خپل پېر کي ونکړای سو ( برسېره پردې چي دواړه د موسیقۍ په نړۍ کي پېژندل سوي او منل سوي  وو) چي غزل په عصریزو تقاضو وتوانوي یا د غزل تخلیق په کثرت سره پیل کړي که څه هم د بریالي د غزل انفرادیت یا ځانګړتیا ځګرخون احساسوله چي برملا یې دا اعتراف وکړ.


که هرڅو ملغلري تر خوله توئ کې ځګرخونه 

تر شعر در بریالي دا ستا ګفتار نه دی ښه 


پر کندهاري ادبي مکتب د فارسي شاعرۍ په څېر رندانه روایت زیات غوړېدلي دي ځکه خو د زیاتو قدیمو او عصریزو شاعرانو شاعري د پیرمغان، د خضرلټون ، می نوشي، ساقي، زاهد، شیخ او محتسب په مدار چورلي ، عمرخیام په یو څلوریځه کي وایي:

جنت به وي ، حوري به وي هلته به شراب وي ، شیدې به وي ، که چیري ماشراب او معشوق خوښ کړي دي ، څه باک به یې کوې ، ولي چي په آخرت کي به هم داسي وي 


گويند بهشت و حور عين خواهد بود

انجا می وشير و انگبين خواهد بود 

گر ما می و معشوق گزيديم چی باك 

چون عاقبت كار چنين خواهد بود 

خیام په یوه بله څلوریځه کي وایي 


زه شراب څښم مخالفین مي راته دا وايي چي شراب مه څښه، شراب د دین دښمن دي 

زه چي په دې وپوهېدم چي شراب د دین دښمن دي، په خدای مي دي قسم وي شراب به 

خامخا څښم ځکه چي د دښمن وینه څښل روا وي 


من می خورم و مخالفان از چپ راست 

گويند مخور باده كه دين را اعدا است 

چون دانستم كه می عدوی دين است 

بالله خورم خون عدو راكه روا است 

بهایي اصلي چي د خپل عصر ستر عالم یادیږي په یوه څلوریځه کي وايي 


ما برایي په میخانه کي یو زاهد مست ولید ، چي ترغاړه یې تسبېح او په لاس کې 

صراحي وه ، ماورځني پوښتنه وکړه میخانې ته څنګه راپېښ سوې ، په جواب کې 

راته وویل چي د شراب خانې څخه هم د حق لوري ته لاره ورزي.

در ميكده دوش زاهد ديدم مست 

تسبيح به گردن وصراحي در دست 

گفتم ز چي در ميد كه جاكردي گفت 

از ميكده هم بسوی حق راهی هست 


د فارسي څلوریځو دا مخموره شوخي د بریالي را وروسته د ځګرخون په شاعري کي په کثرت سره وینو ، د بریالي رندانه شوخي نظریاتي او عقیدوي هدفونه لري ، د ځګرخون رندپرستانه شاعرانه آیین ذهني ډارن  او فکري خپسکي ملامتوي د شیخ په خرقه کي نغښتی مکار لوڅوي 


خوش دی مذهب د می پرستو زما

چي نصیب می کړله وهاب جامونه

 

بیا یې پر کاګل زېب د مبین لوېدلی دی 

په جام کي د ساقي نور د یسن لوېدلی دی

 

نه شیخ یم ، نه بزرګ یم قلندر د میخانې 

تحلیل د ملاقات کړم ناز بردار مي مست په می 


دشیخ ، ملا ، ملامتیا د رندانه شاعرۍ اروا ته توښ ور بخښي، دا ځکه ځګرخون د کندهار روایتي یا دودیزه  شاعري په خپل رندانه انداز د تنګوالي څخه پراخوالي ته رابللې ده ، زاهد، شیح، خرابات ، مناجات، کعبه ، خرقه ،محراب، عرفات ، کفر، میخانه ، پیمانه ، سورکفن، شهید اصطلاحات یې په نوي انداز، نوي مفهوم او نوي پس منظر(شالید) کي وښوول، همدې نوي انداز او نوي پس منظر د ځګرخون په وژلو کي کلیدي کردار ولوباوه 


په باوري توګه ویلای نسو چي تر ۱۳۵۰ کلونو وړاندي به هم عبیدالله ځګرخون شاعري کړې وي اوکه نه خو د ۱۳۵۰ کلونو وروسته یې اولس له شاعرۍ سره بلدیږي او ۱۳۵۷ کلونه یې د شاعرۍ د اوج کلونه وو ، دا ډول ۱۳۶۳ یې د شهادت کال  اټکل کیدلی سي 


د ځګرخون کوم څه دیوان را پاته نه دی هم دغه د سندرغاړو له اړخه نشر سوي شعرونه یې را پاته دي ، البته زه یې د لاس لیکلې یوه کتابچه لرم چي بیخي لږ اشعار یا سندري ځني ویل سوي دي :

د پښتو تکړه او د هنري استعداده برخمن شاعر ښاغلي احمد سعید وصال په قول 


یو کتاب یې د اشعارو ، د ده د کورنۍ له خولې چي نوم یې ( ستا د واده شپه او زما ژړا ) وو د ( ریدي صاحب) په نوم یو کس د لوستلو په بهانه اخیستی بیا یې بیرته ورته ورنکړ .

د اکثریت خلکو مي اوریدلي دي چي ژوندی په اور د مجاهدینو لخوا وسوځل سو ځکه چي ځګرخون د مجاهدینو په خلاف د رادیو له لاري تبلیغات به کول خو تکړه شاعر احمد سعید وصال بیا وایي 


ځګرخون نطاق وو هغه څه چي د دولت لخوا لیکل کیدل هغه  یې په رادیو کي لوستل، په اطلاعاتو او کلتور کي هم د ده ژوندی سونګ پر شخصي دښمني ولاړ وو .

د پښتو ژبي یو بل نوموړی شاعر ، لیکوال او د درنې ادبي کورنۍ جانانه شخصیت ښاغلی حاجي عبدالظاهرجان څرک د ځګرخون د شهادت پېښه دا ډول یادوي 


د ځګرخون پلار صاحبزاده صاحب ( مشهور په دا نوم وو) د چایو سوداګر وو ، د صاحب جان صاحبزاده د آکا زوی و، په خټه هوتک وو ، ځګرخون د روسانو په وخت کي د اطلاعاتو او کلتور د ریاست کارمند وو د کندهار د محلي رادیو ویاند وو، د رادیو دستګاه هم په هغه وخت کي د اوسني اطلاعات او فرهنګ په ریاست کي وه 


تقریبا دیرش کاله د مخه مجاهدینو پر دغه ریاست حمله وکړه د ریاست د جنوب خوا ته په یوه کوټه کي ځګرخون ووژل سو او کوټې هم اور اخیستی وو چي سهار بیا ما ولیدل 


ښاغلی احمد سعید وصال چي په رشته کي د ځګرخون خوری کیږي په دې  اړه داسي وایي :

شهادت یې هم د کورنۍ له خولې د کندهاري شعیه فارسبانانو د ډلي لخوا پېښ سو ، ځکه ځګرخون د یو صاحب منصب سره پر دا دښمني پیدا سوه چي د تلاشۍ په مهال هغه صاحب منصب د یو کور و میرمنو ته وویل چي زما و مخ ته تیري سئ چي د جلب او احضار لپاره خو به په تاسو کي کوم ځوان نه وي :

ځګرخون یې له داسي کولو منع راوړله ځکه چي د ده غیرت دا نه قبلول هغه غېر پښتون وو، اخر خبره په جګړه بدله سوه :

وصال وایي د ځګرخون د مور په قول ، د مرګ تر ساعته هغه صاحب منصب د ځګرخون سره را اخیستې وه ، هغه صاحب منصب د شهیدانو پر چوک د بانک پر سر د یوې پوستې مسول وو، په څو واره دوئ پر یو وبل ټکان سره کړي دي 


دا چي ځګرخون یوار په مرمیو وشتل کیږي او بیا یې مړی په لمبو کي ( دا کوټه اوس هم د طلوع افغان اخبار په ودانۍ کي سته ) سوځل کیږي او حیرانونکې دا ده چي د ځګرخون په شعر کي پیش بینۍ ګورو چي مرګ به یې هم داسي په جبر او ظلم سره وي :


زما پر قبر به پیدا سي د شمشاد ګلونه 

په غوټۍ کي مي خزان سوله د مراد ګلونه 


زه ځګرخون چي همېشه له خپله بخته ژاړم 

ډوب سوه په وینو کي زما د زړه دلشاد ګلونه 


غزل 

مه راځه ساقي چي جام د میخانې نه وي 

نه غواړم میګون شراب چي شرنګ د پیمانې نه وي 


درسته شپه زبېښمه د محبوبي پستې شونډي 

ما رنګه نوکر به د دلبر د آستانې نه وي 


زما د محبوبا دوه باړخوګان د انارګل پشان 

دا رنګه ګلان به د ختن د ګلخانې نه وي 


وړي یې له خبرو څخه تعلیم د ګلستان بلبل 

داسي خوش لسان به د طوطي د فرزانې نه وي 


باسم له ځیګره ځګرخون د محبت سروز 

داسي ترانه به د مطریب د چغانې نه وي 


په درنښت : عصمت الله زهیر


Zegarkhoon. Imam Of Khorabat, Ubaidullah Jan Zegarkhon Kandahari. Obaidullah Zegharkhoon Killed By Mujahideen In Kandahr. Life and Pashto Poetry Of Obaidullah Jan Qandahari.

Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay. 

Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso