21 Feb, 2022 International Day For Mother Languages And Pashto
#_يو_کار_خو_وکړئ
يويشتمه فروري د مورنو ژبو نړيواله ورځ ده - ډېر ملګري به خپل پروګرام نشي جوړولے - او يا به له څۀ وجې پۀ نورو پروګرامونو کښې ګډون نشي کولے - نو کم از کم د دې ورځې پۀ حواله کۀ پۀ لانديني لسټ کښې ستاسو هر څۀ وس رسي - نو پکار ده چې هغه اوکړئ -
✍️ استادان صاحبان د خپل سکول ماشومان د مورنۍ ژبې پۀ اهميت پوهه کړئ
✍️ عام وګړي د ژبې پۀ حواله د دوه درې ملګرو سره لاريون وکړئ
✍️ کم از کم يو تن ته پۀ لاره کوڅه کښې د پښتو ژبې تبليغ وکړئ
✍️ پۀ خپل کلي مالت کښې د يو دوکان سائن بورډ پۀ پښتو کړئ
✍️ خپلو بچو له د پښتو ښائسته نومونه غوره کړئ
✍️ د پښتو ژبې پۀ حواله يو پمفلټ چاپ کړئ
✍️ د پښتو يو پوسټر چاپ کړئ
✍️ د پښتو ژبې پۀ اهميت يو ټويټ وکړئ
✍️ د پښتو له پاره د فېس بک يو پېغام خپور کړئ
✍️ د پښتو پۀ اهميت يوه يوټيوب ويډيو خپره کړئ
✍️ د پښتو يو وټساپ پېغام خپور کړئ
✍️ پښتو ژبې له يوه ټک ټاک ويډيو جوړه کړئ
✍️ د پښتو د نوم سره يو انسټاګرام تصوير اپلوډ کړئ
✍️ پۀ ګوکل او يوټيوب غږيز سرچ پۀ پښتو کښې شورو کړئ
✍️ د پښتو يو کتاب واخلئ
✍️ د پښتو يو کتاب چا ملګري ته تحفه کړئ
✍️ د پښتو يو غزل يا سندره چاته ډالۍ کړئ
✍️د پښتو کيبورډ انسټال کړئ چې کمنټونه پۀ پښتو کوئ
🤔 مجاهد ملته کۀ نور هېڅ نشئ کولے - نو دا پېغام د ملګرو سره شريک کړئ او پۀ اګاهۍ کښې برخه واخلئ - مننه 🙏🙏
ډاکټر ديدار يوسفزے
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.