Skip to main content

Da Suliman Darbar. Nazam Ghani Khan Baba. Da Suliman Darbar. Pashto Poem

 Da Suliman Darbar. Nazam Ghani Khan Baba. Da Suliman Darbar. Pashto Poem


د سلیمان ؑ دربار


غاړه د صحرا وه او دربار د سلیمان وو

لوئې  خلقې  وې  د سړو  او  د پېریانو


یو خوا ملزمان قطار نیولي وو دېوانو

بل خوا په ادب لویه جرګه وه د مارغانو


پېش وو هتکړو کښې او بیان پسې بیان وو

چې پېش نه دې بلا ده بېخ ئې اوښکه د مارغانو


په  ده  ادم  بېللې  ده  بېللې  ده پېریانو

حقه حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو


غاړه د صحرا وه او دربار د سلیمان وو

دا پېش نه دې استاذ دې دې استاذ دې د ډاکوانو


سر ئې د کمترو روک که بېخ ئې اوښکه د منږکانو

ټولې چرګې شنډې شوې فراق کښې د چرګانو


بانګ بانګړي بند ټېم ئې خطا که د ملیانو

ستا د منجوره ئې ستا خپل بانګي پټ کړې دې


اخوا د بچو سره ئې په شپږ کسه خوړلې دې

دغه ستا د تخت خوا کښې پېروی ته هم غلې دې


دا زنځیر ترې لرې کړه نو دا پېروې تلې دې

ووې سلیمان زنځیر ترې وباسئ زورلې دې


دې خو داسې مړاوې دې او دې خو داسې ښکلې دې

نو شغ شو او پېروې غېب شو مخکښې د پېریانو


نو حقه حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو

واپس راغې مسکې برېت ئې په ژبه تاوول


وې حکمت له چې عمل کښې ضرب ورکړې شی اټکل

غلا چې پڼاپیش ونکړی خېټه کښې ئې درد کیږی


باد د غریب بند شی بس ټق چوی او ټق به چوېږی

دا څنکه قانون دې جناب زه پرې نه پوهېږم


که پټوم نو چوم او که نه چوم نو غل کېږم

دا د خپل ځانه چا خپل خیال چاپېره کړې دې


خپلو چرګوټو نه ئې ځان له جال چاپېره کړې دې

دا خو بنیادم ځان له څه کوږ حساب جوړ کړې دې


بل نه تپوس نشته ځان له ئې سوال اوجواب کړې دې

ټول عالم ئې وخوړ چا له دام چا له پړې دې



هر چرته چې مړې دې نو دا ده د لاسه مړې دې

ما له هم څه غم وکړه اې بادشاه د بادشاهانو



من سلوٰی د ده ما له د مړو او چرګانو

بیا مې که غلا وکړه کړه چوری مې په پېریانو


حقه حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو

دا زما د  ده په دې خوراک زړا  جګړه ده


ده  سره  لټونه  دی  او  ما  سره اټکل دې

ده سره دامونه دی چلونه دی مرګونه دی


زه د لوږې مرمه بس په ما کښې دغه چل دې

ده له که وړم خېر دې د چا خوڼه چې ورانه کړم


ځان له ئې چې خورمه نو بس غل دې غل دې غل دې دې خېټه دین ایمان ما شرموی په حاکمانو


غاړه د صحرا وه او دربار د سلیمان وو

نشته څه قانون مانون بس لاس د بری کار دې


څوک چې په کرسۍ دې نو بابا شمس الدیار دې

دا ادم بې زوره ازمری ته پیشونګړې وائی


زور چې ورته واچوئ پټۍ دې ورته بنګړې وائی

ستا دا قانون نه منی دې زور کوی او زور منی


خپل سپین منی تور منی نه پلار منی نه مور منی

بحث او بیان کښې خو نیکه دې د قاضیانو


ده باندې بېللې ده قانون کښې وکیلانو

حقه حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو


ووې سلیمان شاباش شاباش د پړانګ استاذ ئې

ستا کاته د خیال دی او دلیلونه دې د سیال دی


نه لګی په تا باندې قانون د ادم نه لګی

ستا د پنجې لاندې څه چې وی په تا حلال دی


شته ادم کښې ځائې ځکه قانون ورله پکار دې

تا کښې چې هر څه دی پیشو واړه د کمال دی



دې چې لنګور وو ځنګل ستا د خاندان وو

غاړه د صحرا وه او دربار د سلیمان وو


مال دې د بابا دې د پنجرې دی که د جال دی

سرې زرکې د دیر دی که چرګوټی د هر کال دی


هېڅ فرق ئې مه کوه که د سېد دی که د کولال دی

ستا د پنجې لاندې چې څه وی په تا حلال دی


واخله دا بخمل جرابې خپې دې د کمال دی

نن   شولې   ازاده   د   ادمو   د   پېریانو


نو حقه حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو

غاړه د صحرا وه او دربار د سلیمان وو



Da Suliman Darbar. Nazam Ghani Khan Baba. Da Suliman Darbar. Pashto Poem. Ghani Khan Baba Pukhto Sherona. Pashto New Poetry Lyrics 2022. Pashto Times Pashto Poetry.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso