Ghani Khan Pashto Poetry For Dr. Khan, Bacha Khan And Wali Khan.
په تصویر کښى موجود شحصیات د غنی خان ترہ او د باچا خان بابا مشر رور خان عبدالجبار خان المعروف ډاکټر خان صیب، فخرافغان عبدالغفار خان المعروف باچاخان، خان عبدالغنی خان المعروف لیونی فلسفی او رھبرِ تحریک خان عبدالولی خان
دہ دی ټولو معتبر شحصیاتو په اړہ درته د غنی خان درى درى شعرونه ډالی کوم۔
کوم چی غنی خان ډیر په مینه او احترام لیکلۍ دی
اول: شهید ډاکټر خان صیب (د غنی خان ترہ)
Ghani Khan Poem For Dr. Khan.
که ھزار به دی ژړل زړہ پټوو به دی زما نه
ماته تل مسکۍ کاکا وی، مینه ناک او مهربانه
نشته نه به راپیدا شی پښتنو کښی داسی ترونه
کاش چی ته دلته کښی ناست وى ما ښکلول دی قدمونه
خو تا لوی دربار له یوړہ د خپل سوی زړہ غمونه
د وطن د ننګ جنګونه، د پښتون د شان خوبونه
دویم: بابا ته (فخر افغان باچا خان، د غنى خان پلار)
Ghani Khan Pashto Poem For Bacha Khan Baba.
کله خاندم کله ژاړم لیونے یم
اے زما په بند پروت غریبه پلارہ
نه! ته نه غریب ته ډیر لوئی اوچت ئۍ
مصیبت دی ستا عزت ته عزت دارہ
چی په تا کښی کوم جوھر دی ما کښی نشته
ستا نیکۍ زما بدۍ واړہ بی شمارہ
دریم: ولی ته (رھبر تحریک خان عبدالولی خان، د غنى خان ورور)
Ghani Khan Pashto Poem For His Brother Wali Khan.
ته زما د خکر پټکۍ ئی
ته زما د سترګو تور شوی
ھیله ودی ښول جهان ته
چی د ھغی بابا زوی ئۍ
چی د حق او ناحق جنګ شی
ته زمونږہ ازمــــــــــــــرے ئۍ
څلورم: غنى غنى ته (خان عبدالغنی خان)
ما وی غنی یار څه بی اندازہ غوندی ئۍ
ادب دی درکی کم زبان درازہ غوندی ئۍ
قیصه دی گګډہ وډہ نه سم خان شوی نه ټوقی
خو ته دی دوپیازو کښی څه دری پیازہ غوندی ئۍ
دولت وی که صفت وی که ناموس که شهرت
په وږی خیټه موړ ئۍ او بی نیازہ غوندی ئۍ.
Ghani Khan Pashto Poetry For Dr. Khan, Bacha Khan And Wali Khan.
Ghani Khan Baba Pashto Poetry Lyrics. Pashto Lines By Ghani Khan Baba. Pashto Times.
#TheLegendGreatGhaniKhan
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.