Skip to main content

Islam and Music. Pashto Blog about Music And Islam By Asad Hassan.

 Islam and Music. Pashto Blog about Music And Islam By Asad Hassan.


Music And Islam. Pashto Article.

وو یقینا چې رسول ص پخپله هم کلتوري سندرې اوریدلی دی او هم يي د کلتوري سندرغاړو څخه ساتنه  کړی ده، او هم يي د سندرو په ویلو ویلي دي!

  


کله چی  نبی کریم ص مدینې منورې ته راغلی نو د (طلع الـبدر عليـنا - مـن ثنيات الوداع) سندره ورته ښه په درځ، او شور کښې  وویلی شوه. که تاسو ددې سندرې د سندرغاړو، دریا/چمبه وهونکو او یا د نورو کریکټرنو په اړه ولولئ ډیر به حیران پاتې شئ، او په دی به مو کلک باور راشي چې  رسول لله ص هم کلتوري سندره اوریدلې ده او هم یي د کلتور او د رواج احترام کړی دی. تر څو ستاسو باور شي چی  دا خبرې بی دلیله نه دي نو زه دلته د همدی سندرې په اړه د ځینی کتابونو یادونه کومه:

- أبو الحسن الخلعي في "الفوائد" (2/59)

- البيهقي في "دلائل النبوة" (رقم/752، 2019).  

- عزاه الحافظ ابن حجر في "فتح الباري" (7/261)

- أبي سعيد في "شرف المصطفى" (ت 305هـ) او همدا رنګه

- سير أعلام النبلاء (14/7)

  


که په دې مو سر خلاص نه شو او یا مو دغو کتابونو ته لاسرسې سخت وو، نو کولې شئ چې  ددې سندرې تاریخچه په انګلیسي، دري یا د ملایانو د استادانو په اردو یا پنجابي ژبه هم په انټرنیټ کښې  ولټوئ.

  


داسې ډیر احادیث شته دی چې نبي کریم ص هم سندرې او ریدلي دي، هم يي د سندرو په اوریدو ويلي دي، او هم يي د سندرغاړو څخه ساتنه کړې ده، دغسې احادیث، روایتونه، تشریحات او خبرې بیخي ډيري دي، مګر زه دلته یو څو د مثال په ډول لیکم او د هر یوه حدیث شمیره، راوي او د کتاب لینک هم ورسره شریکوم.

  


لومړی حدیث: بخاري شریف له حضرت عایشه روایت کړی دی "دخل رسول الله -ص- وعندي جاريتان تغنيّان بغناء بُعاث، فاضجع على الفراش وحوّل وجهه، فدخل أبو بكر، فانتهرني، وقال: مزمار الشيطان عند رسولِ الله، فاقبل عليه رسول الله وقال: دعهما.

دعهما یاني:  ابوبکره پریږده چې خپلې سندرې وايي.

https://sunnah.com/bukhari:2906

https://sunnah.com/muslim:892e

  


دویم حدیث: بخاري شریف کښې  یو بل حدیث دی: عن عائشة أنّها زفّت امرأة إلى رجلٍ من الأنصار، فقال عليه الصلاة والسلام: "يا عائشة، أما كان معكم لهو؟ فإنّ الأنصار يعجبهم اللهو"، بلّ ورشّح لها النبيّ الكلمات كما ذُكر في الرواية.

لهو مانا: تفریح، یا د خوښۍ وخت تیرول یا امیوزمنټ.

https://sunnah.com/mishkat:3141

https://sunnah.com/bukhari:5162

  


دریم حدیث: د نسائي شریف حدیث دی چې  د سائب بن يزيد څخه یی روایت کړی: أنّ امرأة جاءت إلى رسول الله، فقال لعائشة: يا عائشة، أتعرفين هذه؟ قلت: لا يا نبي الله، قال: قنية بني فلان، تحبين تغنيك؟ فغنتها.

یاني: سندره یی ورته وویله.

https://www.masrawy.com/islameyat/others-islamic_ppl_news/details/2019/11/20/1674283/

  


څلورم حدیث: د نسائي بل حدیث دی چې د عامر بن سعد  روایت دی وایی: دخلت على قرظة بن كعب، وأبي مسعود الأنصاري في عرس، وإذا جوار يغنين، فقلت: أنتما صاحبا رسول الله، ومن أهل بدر، يفعل هذا عندكم؟ فقالا: اجلس إن شئت فاسمع معنا، وإن شئت اذهب، فقد رُخّص لنا في اللهو عند العرس.

یاني که دې خوښه وي کښینه او وایوره او که نه نو زه لاړ شه.

https://sunnah.com/mishkat:3159

https://sunnah.com/nasai:3383

  


پنځم حدیث:خرج رسول الله صلى الله عليه وسلم في بعض مغازيه فلما انصرف جاءت جارية سوداء فقالت: يا رسول الله إني كنت نذرت إن ردك الله سالما أن أضرب بين يديك بالدف وأتغني ـ فقال لها رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن كنت نذرت فاضربي، وإلا فلا.

یاني رسول الله ص ورته وویل: که دې نظر منلي وي نو بیا چمبي یا دریا ته درز ورکړه. 

https://sunnah.com/urn/735680


  


امام غزالي رحمه الله تعالی ج وايي: من لم یحرکه الربیع وأزهاره، ولا العود وأوتاره، فهو فاسد المزاج، ما له من علاج. ژباړه: هغه څوک، چې پسرلی او دپسرلي ګلان، رباب او درباب تار یې له ځایه ونه خوځوي د هغه شخص مزاج فاسد دی هيڅ درملنه یې نشته.

  


خبر نه یاست چې د اسلام، د پیغمبر ص او د صحابو د تاریخ په رڼا کښې د محلي موسیقۍ څخه په دفاع کښې په سلهاوو کتابونه لیکل کیدای شي، نو نور بس کړئ او خدای ته وګورئ د دین په نوم د پښتنو سندرې، کلتور، او زیبا هنرونه مه وژنۍ، دا ځینې د دين په نشه کښې ورک، او د دین په تبه ناروغه خلک لګیا دي او د دین پرمټ په لوي لاس پنجابي هنرونو ته په ناخبرۍ لاره خلاصوي.

  

   


ستاسو خپل ساده، او شډل کلیوال،

پیر بنده فقیر

Islam and Music. Pashto Blog about Music And Islam By Asad Hassan.


Music And Islam. Pashto Article. Islam And Music.

Islamic Teachings About Music In Pashto. Pashto Research About Islam And Music. Pashto Music And Hades, Pashto Music And Islam.
Islam and Music. Pashto Blog about Music And Islam By Asad Hassan.


Music And Islam. Pashto Article. Islam And Music.

Islamic Teachings About Music In Pashto. Pashto Research About Islam And Music. Pashto Music And Hades, Pashto Music And Islam.


Islam and Music. Pashto Blog about Music And Islam By Asad Hassan.


Music And Islam. Pashto Article. Islam And Music.

Islamic Teachings About Music In Pashto. Pashto Research About Islam And Music. Pashto Music And Hades, Pashto Music And Islam.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso