Landa Qissa. Pashto Short Story Da Kulal Zwe by Wagma Saba Aamir.
Pashto Short Story: The Potter's Son
لنډه کيسه
د کولال زوی
د سپي غپاري نادر له خوبه ویښ کړ. د هغه ایله څو شېبې مخکې سترګې سره ورغلې وې. ښي اړخ ته یې لاس وښوراوه، لکړه یې په اسانۍ سره لاس ته ورغله. د لکړې د کړپ سره ګل جانې پرې غږ وکړ
- چېرته ځې په دې توره شپه کې؟
ده یوه ترخه موسکا کې ځواب ورکړ
- ماته خو شپه او ورځ دواړه یو شان دي، ته ودرېږه چې دا سپی ولې غاپي؟
- غاپي دې، کینه؟
- نه ته ودرېږه! لکه چې څوک راوښتي دي؟
- راوښتي دې وي، ته به څه توره وکې؟
- کېنه لیونۍ! د نر غږ دروند وي، همدا یوغږ هم بس دی.
- زه در ولاړه سمه؟
- نه ته کېنه
- ګوره سړیه! هېڅ ام نسته جینکۍ دواړه په ځای پرتې دي.
نادر بیرته په خپل ځای کېناست. د هغه له کېناستو سره د سپي غپاری هم غلی شو. ګل جانه له ځایه پاڅېده، د خاورو بوجۍ یې په څو دمو د دهلېز له بر سر نه راکش کړه او د دروازې شاته یې کېښوده. که څه هم دروازې ته غټ قلف پروت و خو د خاورو بوجۍ زړه ورته ډاډه کړ.
هغه سا سا کوټې ته دننه شوه، سړي پرې غږ وکړ:
- بیا دې څه کول؟
- د خاورو بوجۍ مې د دروازې شاته کېښوده څې په اسانه څوک کورته دننه نسي.
- ههههه هغه د خاورو بوجۍ به مو څه ساتنه وکي، ساتندوی خو پاس ناست دی.
ګل جانه په خپل ځای کې ننوته، مخ یې په بړستن کې پټ کړ خو د چرګو په کوټ کوټاس بیرته په خپل ځای کېناسته. سړي ورته وویل:
- مانه ویل څوک دي؟ خو تا پرې نښودمه.
- کېنه کرار. که نیمکله یې خو شکر د سرسیوری مو یې، ګوته یې در پرې کړه اوس به دې په سینه راته سوری کي.
د ګل جانې له دې خبرې سره سړي سا واخېسته، زړه یې خوشاله شو، په ځان ډاډه شو. سر یې پر بالښت کېښود، خو اوس د بالښت خیرن بوی هغه نه ځوراوه.
ګل جانه غلې د کوټې کړکۍ ته ورنږدې شوه. پرده یې ورو نیم کښه کړه. د کوټو مخې ته لاسي څراغ وډاره کړه. زړه یې په ټوپونو شو. لاس او پښې یې ساړه او بې دمې شول. په تندي یې سړې خولې راغلې. نادر ورنه غلې پوښتنه وکړه
- څنګه غلې یې، کراري ده؟
- هو کراري ده، شاله کومه پشۍ راغلې، نو سپي ځکه غپل
چرګانو هماغسې شور کاوه. دې کلیمې ویلې، په خپل ځای کې ناسته وه او مړې مړې اوښکې یې تویولې. شېبه وروسته د چرګانو غږ غلی شو، د هغې زړه صبر نشو، بیا کړکۍ ته ور ولاړه شوه، پرده یې بیا نیم کښه کړه. د لاسي څراغ رڼا نوره د کوټو مخ ته په وړوکي انګړ کې نه لیدل کېده. خوا ته یې زوی لکه شوخ وری په خواږه خوب ویده و، په هغه یې بړستن سمه کړه. پورته بر سر یې دواړه لوڼې په یوې بسترې کې سره یو ځای پرتې وې. مشره لور یې په خوب کې وېرېدله. دا وېره له هغې ورځې ورته پیدا شوې وه چې وسله والو یې د پلار ګوته تر رایو اچولو وروسته ورپرې کړې او ورته یې په جیب کې اچولې وه. همدا وه چې کشره خور یې تل ورسره یو ځای ویده کیده.
ګل جانه پاڅېده، په لوڼو یې هم بړستن ورسمه کړه او غنچه یې په مخ ښکل کړه. د ښکلولو سره غنچې مور کلکه په څپېړه ووهله. د ګل جانې د کنځلو سره هغه راویښه شوه. غریبه لکه پاڼه رپېده. مورته یې وویل
- مورکۍ څه دي؟ ودې ډاره کمه.
- ځه بلا دې ووهه، ما مچو کړې تا څپېړه راکړه اپرین.
- وئ مورکۍ! په خدای که مې درکوله ما خوب ولیده؟
- څه دې لیده؟
- دغه د ګاونډي زوی شین سترګی نه دی؟ هغه زه مچو کولمه، ماهم کلکه څپېړه ورکړه.
- ځه غلې سه لیونۍ، ټوله ورځ د هلکانو په پکرونو کې ویده کېږئ.
نادر دا ټولې خبرې واورېدې خو ځان یې په خوب اچولی و. د سړي زړه اندېښنو پسې واخېست. تېر وختونه یې په ذهن کې ور وګرځېدل، هاغه وختونه چې د ځلمیتوب څپه پرې راغلې وه. نه یې خوښېدل چې د پلار سره یو ځای د کولالۍ کسب وکړي. ټوله ورځ د ګاونډي لور ته د حویلۍ د چنار سیوري ته کېناستل ور په یاد شول چې له هغه ځایه د هغوی د بالاخانې کړکۍ ښکارېدې. هغه به لکه ښارو کله کله کړکۍ ته شوه او کله به بیا والوته
مور یې د پلار نه په پټه په مرکه ور ولیږله خو د هغې ظالمې مور ورته ځواب کې ویلي وو:( کولاله! وکه خپله سیاله) هغه وخت به ده هم د ګاونډي لور تل په خوب لیدله. بیایې کولالي پرېښوه، انځورګرۍ ته یې مخه کړه.
خو اوس غونچې ورته زړه کې اندېښنه پیدا کړه چې د ګاونډي زوی یې ولې خوبونو ته راځي؟ هغه لکه بې ځانه مړی په خپل ځای کې غځېدلی و. د خپلو سترګو ارمان یې کاوه چې د ګل جانې له لاسه یې هغه هم د تل لپاره له لاسه ورکړې. که هغې له لنډ بازار څخه زړه تاریخ تیرشوې د سترګو دوا ورته نه وای راوړې نو اوس به یې سترګې روڼې وې
انځورونه به یې ښه خرڅېدل، او د دې کولالۍ له غم څخه به خلاص و، خو بیا یې شکر وویست چې د هغې بدرنګه مخ خو نه ویني.
سهار د ګل جانې د چیغو او ناروسره سم له ځایه پاڅېده، لکړه یې واخیسته، دهلیز ته ووت، په دروازه کې ودرېده، غږ یې وکړ:
- څه دي؟ وه ښځې! بیا دې څه قیامت جوړ کړی؟
- قیامت نه ټکه لوېدلې؟ ببري ته یې څه ورکړي، ځای په ځای یې مردارکړی او ټولې چرګې یې له بانګي سره وړي دي.
- په غضب یې ککړ کې
ګل جانه په اوښکو کې ناسته وه، ارمان یې هم ترڅنګ ولاړ و او ژړل یې. هغه د تور ببري په وژل کېدو خپه و. ببری یې د لارې ښه ملګری و، هره ورځ ماښام به د هغه سره ډاډه له سرک څخه ترکوره راته، پر لاره به شوکمارو ورڅخه شوکه نه شوای کولی. ګل جانه په دواړو خپه وه، چرګو ورته هګۍ اچولې، د بدې ورځې ښه یې پرې جوړه وه او ببری به هم ارمان سره ته او هم به یې د شپې ورته پیره کوله.
ارمان له خپګانه سباناری ونه کړ او همداسې سرک ته لاړ ترڅو د پلار په لاسو جوړشوي خټین لوښې د لویې لارې په لارویانو خرڅ کړي. د حویلۍ په دروازه کې و چې مور یې ورباندې غږ وکړ:
- زویه! مازیګر لږ د وخته راسه چې ببری نسته څوک به دې مړکي.
- ښه مورکۍ همداسې کومه
- وئ زویه که کوم زرغون بوتل دې راوړ، د پلار د منګوټیو غمي دې خلاص شوي.
- ښه مورکۍ د خدای په امان.
ټکنده غرمه وه، په کاسه کې شړومبې وې، ګل جانې ورکې ډوډۍ میده کوله، غونچې هم دالان ته تازه ګندنه له دسترخوان سره راوړه، نادر دوه کوزړۍ جوړې کړې، د هغه په لاسونو لښتې اوبه ور واچولې، دسترخوان ته رانږدې شو. ګل جانې ورته وویل
- سړیه! کاشکې نه کولال وای اونه انځورګر وای، کاشکې زرګر وای.
- ههههه چې زرګر وای نو خپله پاچاهي به مو وه، پاچا ته به مو رایه نه ورکوله او ګوته به مې نه پرېکېده.
- هو کنه، ګوته دې ظالمانو واخېسته اوسترګې دې پاکستان.
جینکۍ هم په ببري او هم په چرګانو خپه وې، هغوی خبره واړوله او د ګاونډي د لور د سپږو کیسه یې راواخیسته چې پرون یې په تندي درې دانې شا په شا لاندې راروانې وې او دا پرې خبره نه وه. ګل جانې خندل چې د کلا په دروازه ارمان په وینو سور دننه شو، مور یې ورمنډه کړه، په چیغو شوه، په یوه سا یې ورته ویل
- دا چا؟ ولې؟
- مورکۍ دوه موټرې راغلې، ودرېدې، د ستار اکا دوکان نه یې سره سودا واخېسته.
- ښه وایه!
- بیا نو ماته راتاو سول، هغه غټه صراحي یې یوه خوښه کړه، دا بل یې راغی، ویل یې دا صراحي زه اخلمه، په دې د دواړو سره جنګ شو او ټول شیان یې راته مات مات کړل، یو بل یې سره ویشتل، یو دوه واره زه هم ولګیدم.
- بیا څه وشو تاوان دې وشکه واخیست؟
- نه مورکۍ هغوی دواړه خپلو موټرو کې سره لاړل.
د اګست درېمه، کال ۲۰۱۴
پراګ
وږمه سبا عامر
Landa Qissa. Pashto Short Story Da Kulal Zwe by Wagma Saba Aamir. Pashto Short Story Da Kolal Zwe. The Potter's Son In Pashto. Pashto Times Pashto Stories.
Kulal Meaning Potter In Pashto
Potter Means Kulal In Pashto. Son Means Zwe In Pashto.
nisilo_pe Amanda Black https://wakelet.com/wake/-eH7noda-0aYQDPbfK6_K
ReplyDeleteliotirnami
AcogsiPdissu Michelle Gibson click here
ReplyDeletedownload
click
https://colab.research.google.com/drive/1WhpJDVtkDryEuIibdXC1oiFYge10RrHU
planerstordis
osdiaXlaze1998 Tonya Brown Awesome
ReplyDeletethere
seturedro