Malakand. History Of Malakand In Pashto By Mujahid Shah, Fazal Rahman And Dawood Khan.
History Of Malakand In Pashto. Research
د ضلع ملاکنډ لنډ تاريخ
کله چې سرهاندي مورټيمر ډيورنډ په کال ۱۸۹۳ء کښې د نومبر په دولسمه نېټه د افغان په زمکه دوه زره درې سوه او لس کلوميټر په اوږد والي دا ناولې کرښه راښکله نو د هغه وخت نه انګرېز دې ناولې ګام پښتنو کښې د ورورلۍ جذبې ختمېدو وړومبے کوشش ؤ او پښتانۀ په څلورو ټوکړو کښې اويشله چې يوې برخې ته ازاد افغانستان او دوېمې ته ئې آزاد قبائيلي پټۍ او درېمه ئې په بلوچستان کښې مدغم کړه ـ او څلورمه برخۀ ئې د صوبه سرحد په نامه ياده کړه، د پښتونخوا هغه حصه چې په ۱۸۴۹ء کښې د پنجاب سره يو ځائے کړے شوې وه واپس د پنجاب نه واخستې شوه او هغې له ئې د ځان له صوبې درجه ورکړه ـ چې په دې کښې ډېره اسماعيل خان ،هزاره ، پېښور، او کوهاټ علاقې شاملې وې، دغه شان په ۱۹۰۱ء کښې هغوي دې ضلعو ته د (شمالي مغربي سرحدي صوبه) نامه اووئيله ـ
د فارورډ پاليسۍ منصوبه بندۍ لاندې فيرنګي د خپل ناولي حرکتونو په وجه د پېښور نه وروسته دېخوا دا سيمه هم په نظر کښې ساتله او غوښتله ئې چې په دې سيمه څه رنګې منګولې ښخې کړي، او خپل تاجداري نظام دلته هم په قبضه کښې راولي ـ
اخر کار د فېرنګي دا ناولے قدم مضبوط شو او په مۍ ۱۸۹۵ء کښې دملاکنډ خان عمرا خان حکومت يا مشري ختمه کړه او ملاکنډ ئې د ايجنسۍ په نامه ياد تور قانون د لاندې راويسته ـ
په دې حقله ښاغلے امجد اتمان خېل په خپل کتاب "سرتور فقير " کښې ليکي ـ
" مئ 1895 میں برطانیہ سامراج نے خان عمرا خان کی حکومت کا خاتمہ کر کے ملاکنڈ ایجنسی کا قیام عمل میں لایا جس میں دیر، سوات، بونیر، باجوڑ ، چترال، ملاکنڈ تک کے علاقے شامل کیے گئے ،میجر (ایچ ای ڈین ) کو ملاکنڈ ایجنسی کا پہلا پولیٹیکل ایجنٹ مقرر کیا گیا، جس کے ساتھ ہی 16 اگست 1895 کو حکومت برطانیہ کے حکم سے پشاور سے چترال تک سڑک بنانے کی تجویز دی گیئ"
وړاندې ليکي ـ
"برطانیہ فوج نے ملاکنڈ کو ہیڈ کوارتر بنا کر جگہ جگہ فیکٹ او حفاطتی چوکیاں تعمیر کئے۔ اور برطانوی سامراج سکون سے ملاکنڈ ایجنسی پر حکومت کرنے لگی۔
د ملاکنډ سيمه د خپل مخصوص محل وقوع له خوا ډېر اهميت لري ، آريا چې د هندوستان تاريخ له ئې يو نوے رنګ ورکړو هغوي ځينې قافلې په دې لار راغلي دي ـ
ملاکنډ د هندوستان او وسط ايشياء ترمنځه تجارتي لار په دې سيمه تېره شوې ده ځکه د هر ماده فرست هوښيار قوم سترګې په دې سيمه دي، ډېرو قامونو د دې سيمې د نيولو هڅې کړي دي مرګ ژوبلې ئې کړي دي خو څوک کامياب شوي دي او څوک ناکامه پاتي شوي دي ـ
د ملاکنډ ډويژن سيمه د قسما قسم اثار قديمو نه برجه ده او دغه څيز ځانته د خارجي خلقو سترګې نورې راړولي دي، او سېل ګرو سلسله چې د ويکنګ، فاهيان او هيون سانګ نه شوي دي او دا سلسله تر دې دوام داره ده ـ د ې سيمې ته د بهرنو قومونو راتګ او لرغوني تاريخ په حقله ښاغلے په خپل کتاب په مخ ۱۳۰ کښې ليکي ـ
"د بهر قامونو راتګ او د دې ځائے د خلقو سره لاندې واتۀ ډېر اوږد تاريخ لري ماقبل از تاريخ نه واخله سکندر اعظم ، محمود غزنوي، بابر ، اکبر اعظم وغېره که يا په خپله راغلي ا ويا ئې فوځونه رالېږلي دي او د دې ځائے د نيولو زيارونه ئې کړي دي، د شپاړسمې صدۍ ميلادي په اول سر کښې د يوسفزو راتګ او د زړو سواتيانو پاسول ځانله د تاريخ يو اهم باب دے"
د دې سيمې قدرته ښکلا د چا نه پټه نۀ د ه ځکه ښاغلے پروفېسر ډاکټر جوهر علي د دې سيمې د قدرتي ښکلا په حواله د خپلو خيالاتو اظهار څۀ دې ډول کوي ـ
" کله چې زۀ ملاکنډ ته راغلم او د دې سيمې قدرتي ښکلا ځائے فطري ښائيستونه ، لوړ لوړ غرونه ، چينې چينارونه او د عظمت نخښانونه مې د نزدې نه وليدل نو خيال مې د ملاکنډ ماضي او تاريخ ته لاړو "
د ملاکنډ علاقه په دوو تحصيلونو باندې مشتمله ده چې د دې په لړ کښې غاښلے امجد علي اتمان خېل په خپل کتاب کښې ليکي ـ
" ملاکنڈ یا مالاکنڈ ایک ہی علاقہ ہے اس کے جنوب میں درگئ اور سخاکوٹ شمال کی طرف بٹ خیلہ ، تھانہ واقع ہے، ملاکنڈ ایک پہاڑی کا نام ہے اور اس کے وجہ سے یہ پورا علاقہ منسوب ہے، "
"قدیم تاریخ میں ملاکنڈ کا نام مالاکنڈ یا ملا کنڈاؤ سے ماخوذ ہے وہ یہ تاثر دیتے ہیں کہ ملاکنڈ نام فارسی زبان کے دو الفاظ مالا او کنڈ سے ماخوذ ہے،مالا کے معنی" امیل" ہیں، جبکہ کنڈ کے معنی پانی کے ہیں"
دا ښاغلے وړاندې ليکي ـ
"اس کی وضاحت یہ ہے کہ کوئی درہ ملاکنڈ پار کر کے دریائے سوات پر نظر ڈالتا ہے ، تو دریائے سوات کا پانی مالا یعن ی امیل کے شکل میں بہتا ہوا نظر آتا ہے، دوسرا تاثر ملاکنڈ نام کی یوں دیتے ہیں کہ یہ ملاکنداؤ سے ماخوذ ہے، جس کے معنی ریڑھ کی ہڈی کی طرح (کاروڈ) شکل میں نطر آنا "
ښاغلے وړاندې د د سنسکرت ژبې د ګرائمر د موجد په حقله فانيني په حواله داسې ليکي ـ ـ
" کہ زمانہ قدیم میں سمہ میں تین قومین اباد تھیں ان میں سے ایک قوم بھیگا تھی۔ اس بھیگا قوم کی مناسبت سے چھوٹا لاہور اور ہنڈُ کے قریب ایک مقام کا نام ہے، جبکہ دوسری قوم بھلا تھی، اور تخ بھائی اور مرادن کے اسی بھالا سے منسوب ایک مقام سربھلول ہے جو بھلا قوم کی طرف اشارہ کرتی ہے، تیسری قوم پانینی نے مالا لکھا ہے، اور اس قوم سے منسوب یہی وہ مقام مالاکند ہے ، پس ملاکنڈ اسی مالا قوم کی سکونت گاہ ہونے کی بناء پر ملاکنڈ سے موسوم ہے۔"
د ملاکنډ د جغرافئې په لړ کښې ښاغلے شهباز محمد په خپل کتاب "د ملاکند غزاګانې کښې ليکي ـ
"د ملاکنډ غرئېزه سيمه چې د جغرافيائي پوهانو په نطر کښې د ۲۰ ـ ۳۴ نه واخله تر ۳۵ ـ ۲۰ارز بلد او ۱۵ ـ ۷۱ نه تر ۳۰ ـ ۷۲، طول بلد د دنيا په دې کره پرته ده ـ
دا سيمه د يو سياسي اهميت نه ډکه ده او د وست اشياء او ډيلي ترمنځه يوه تجارتي لار وه ځکه خو د درګۍ ټمبر مارکيټ په نسبت د ايشاء د ټولو نه لوئے ټمبر مارکيټ دے او دلته نه به غټ تجارتي سامونونه بدلېدل، ځکه خو د وخت مفاد پرستو او زوره ورو نظر د دې سيمې د چا په تجارتي لار ، د چا په لرګو، ونو او بوټو او د چا نظر د دې سيمې په سياسي اهمت ؤ ـ په دې لړ ښاغلے شهباز محمد په خپل کښې ليکي ـ
"د چا نظر که د دې ځائے نه په هغۀ تجارتي لارو کوم چې د وسط ايشاء نه تېره شوې او تر ډيلي رسېدلې وه نو د چا نظر د دې سيمې په هغۀ ونو او بوټو چې طبعي يا نۀ وو خو چې دلته کېدل ؤ، او د هندوستان د کوز سر نه د هغوي په لټون کښې سنياسيان د ايل څوکې ته خاتۀ ، چا که دې د خپل فوجي نکته نظر جيو سټرېجک لوکېشن وې نو د ډېرو باچاهانو نظر د دې ځائے په هغۀ سياسي اهميت ؤ چې د بدقسمته زمکې په قبضه کولو ئې خپلې سيمې د دښمن د يرغلونو نه ساتلې ملاکنډ يقيناً چې داسې سيمه ده چې چاله د اوسېدو بهترينه ماڼۍ او چا له بهترينه مورچه سنګر ده ـ
د ضلع ملاکنډ خلق د تاريخ سازو وو خو تاريخ نګاران نۀ وو، ځکه په دې لر کښې ښاغلے ډاکتر جوهر علي د ملاکند د غزاګانې په سريزه کښې ليکي ـ
"د دې سيمې د شاندار ماضې نه ځان خبرول زما مقصد ؤ خو د دې لټون نه پس په دې نتېجه ورسېدم چې د دې ځائے خلق تاريخ ساز وو خو تاريخ نګار نۀ وو ځکه خو ماته ډېر کم مواد مېلاؤ شو بلکې د نشت برابر مواد د لوستې دپاره په لاس راغلل ـ "
په دې خاوره بې شمېره خلق راغلي دي او تلي دي خو ولې د دې خاورې بخشش دومره اسان نۀ ؤ چې دوي ئې دلته خپلې منګولې ښخې کړي او ېنجې دې مضبوطې کړي او په دې خاوره دې ځان اومني، داسې نۀ کېدے شوه او نۀ وشو ـ
پانډوانو که د هندوستان په تاريخ کښې خپل نومونه مخصوصول او د جنګونو حال ئې د مذهب په منارو ترمهابهارته ورختو نو هغۀ هم دا زمکه وه چې دغه زرګونو جنګيالو د خپلې وينې په قربانۍ خړوب کول" ـ
که په يو لوري د دې سيمې ځوانان د داريوش اعظم په ډله کښې يونان ته تلۀ او د سکندر اعظم پلار فلپ دوېم ئې قتلول نو بيا سکندر اعظم دوي نۀ دي معاف کړي او يونان نه راغلے دلته ئې ښۀ مرګ ومار کړے دے اګر چې د دې ځائے د تېرۀ غشو په سبب ئې مياشت دلته کټ هم خوړلے دے د محمود غزنوي لښکرې دلته راغلي او اسلام رڼا ئې رارسولې ده ـ
يوسفزي چې د غوري مرغې نه راراوان شو چې په پېښور او اشنغر ئې تورې اووهلې نو هم په سيمه ټيکاؤ شو، ـ
بابر که په هندوستان د تاجدارۍ خوب ليدو نو تابعه ئې د دې ځائے نه کرې ده دې جنتي سيمې ته که چا لږ هم لکه د اکبر باچا کوږ نطر کرے دے نو خپل بېربل ئې پرې بائيلے دے، او يا ئې لکه د زېن خان په شا نه دي کتلي، او تر اټکه په تېښته رسېدلے دے، ـ
که په سيمه څوک هم اختيار مند شوي دي نو د لږ وخت بادشاهي ئې کړې ده، او کله چې د يو کلي نه بل کلي ته رسېدلي دي نو ورستي کلي بيا بغاوت کړے دے او د غلامے زنځير شلولو هڅه ئې کرې ده ـ
نجيت سنګهـ دې سيمې نه وېريدلے دے او دلته نۀ ؤ راغلے، د کابل حکمرانان د دې سيمې د اهميت نه خبر وو او وخت په وخت ئې د دې خلقو مرسته کړې ده ـ
سيد احمد شهيد چې د سکهانو خلافن توره پورته کړه نو دې سيمې ته ئې دوره اوکړه او د دې سيمې د غازيانو ئې ملاتړ اوکړو ـ
کله چې د فېرنګي ناولې پاليسي د خورولو اراده اوکړه او (فارورډ پاليسي ) ئې عمل کښې راويستو نو دېخوا ئې يعنې دي سيمې ته ئې رو رو پښې راغزولې ـ
اکثر مورخين په دې يوه خله دي چې د ملاکنډ سيمې ته ئې د پاني پت مېدان وئيلے دے او دا سيمه ئې د پاني پت په لقب نمانځلې ده ـ
کله چې هم په بله علاقه يا سيمه کښې د پښتنو خلاف جنګ شوے دے نو د دې سيمې خلق ورله رسېدلي دي او ځانونه ئې شهيدان کړي دي او که ژوندي راغلي دي نو غازيان شمار شوي دي، په دې حقله ښاغلے شهباز محمد ليکي ـ
" په کال ۱۸۲۳ء کښې چې کله سکهان تر اټکه راغله او په سيندهـ ئې د راوړېدو نيت ئې اوکړو نو يوسفزي د بارکزو سره يو ځائے شو او د سکهانو خلاف ئې د سيدو په مقام دغه جنګ د ملاکنډ د سيمې يوسفزو خپلې قربانۍ د تاريخ پاڼو ته وسپارلې، په دغه جنګ کښې شل زره يوسفزو برخۀ اخستې وه د راورټي د وينا ترمخه لس زره يوسفزي په کښې شهيدان شوي وو"
په کال ۱۸۴۹ء کښې فېرنګي د خپل منسوبه بندۍ مطابق د سکهانو نه مکمل اختيار واخستو ،د ملاکنډ د اهمې سيمې د نيولو بانې ئې لټولې، سمدستي ئې په دسمبر ۱۸۴۹ء کښې د کرنل براډ شاه او لفټنټ جرنل لارنس په مشرۍ کښې د پلۍ زرمنډۍ او شېر خانې په کلېو حمله اوکړه ـ د تاڼې او د راڼېزو د کلېو نه ئې پنځه شپږ زره خلق مدد له تلي وو ، فېرنګيانو دغه کلي ويجاړ کړل او کار ئې دومره په سرعت سره سر ته ورسوو چې د باجوړ دير غازيان موقعې له راوانۀ رسېدۀ"
دا رنګ که د سکهانو په دور يا د فېرنګي په سلطنت او د سوات کښې د هر ځائے پښتون ته زيان رسېدو نو د دې خلقو ورسره په ټينګه خپله مرسته کړې ده چې په دې کښې د عبدالغفور خان او د سوات باچا سيد اکبر شاه باچا ولې نۀ دي ـ
د اپرېل کال ۱۸۹۸ء اوله نېټه وه چې د فېرنګيانو په منصوبه بندۍ کښې ناساپه بدلون راغے او د مردان نه بريګيډۀ فوځ راراوان شو او په دغه شپه سخت باران هم ؤ چې تول فوځ درګۍ ته ورمات شو او په شاکوټ او موره د ناستو غازيانو د بېخبره ساتلو څه فوزي دستې د سورو په هغوي بلوسيدې رابلوسېدې ،دا د درېم اپرېل کال ۱۸۹۵ء سپېرۀ ورځ وه چې فېرنګي د ملاکند په غاښي راواوړېدل، چې فېرنګي ملاکنډ ونيوو او پنځه سوه غازيان شهيدان شو، بيا د ملاکند په غاښي شاکوټ او موره کنډاؤ چې ناستو غازيانو ته پته ولګېدۀ حوصله ئې بائېله او کورونو ته واپس شو ـ دا د فېرنګي لويه کاميابي وه چې ملاکنډ ئې په يوه ورځ کښې واخستو ـ
د ملاکنډ په غازيانو کښې د ټولو نه لوئے د تاريخ په پاڼو کښې په ګن شمېر موندے شي چې عمرا خان جندولے او بل د سرتور فقير مرد عظيم مجاهد هم وئيلے شي ـ د دوي خپل نوم سيد الله خان ؤ، ولې د وخت او تاريخ ليکونکے دے او په مختلفو نومونو ياد کړے شوے دے ـ لکه فقير بابا ملا مستان، مست فقير، بونېرے ملک، ميډ ملا ـ
د ملاکنډ په غزاګانو کښې ۱۸۹۵ء ، ۱۸۹۷ء سګنل ټاور حمله ، د لنډاکي حمله، د نواب دير خلاف جنګ د قدر وړ او ځان په بابونو مشتمل تاريخي جنګونه دي
Malakand. History Of Malakand In Pashto By Mujahid Shah, Fazal Rahman And Dawood Khan.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.