Muft Maaz Tappay Aw Dastaar. Pashto Blog By Maulana Khan Zeb.
د ،دستار سړي ، دې نه مري !!!
د خوشال د معيار ګز که پسې راوړې
ډېر سرونه نه دي وړ د دستارونو !
ــــــــــــ
د ېو قام کلتوري ارزښتونه څومره زور لري ددې اندازه د مفتي معاذ د خواږه ترنم نه پته لږي چې فقط ټپه په خوږ غږ کښې وائي نو هغه پټکې چې دده په سر وو شائد چې ټول عمر ئې که په سر وې خو دومره به نه وې ستائل شوې لکه د سر نه د کوزولو نه پس ئې چې څومره محبوبيت ترلاسه کړو
مونږ چې کله د عدم تشدد د ګټو خبره کؤو ېو پکښې دا هم ده چې د خپل دليل او عمل په زور د افراطيت نه راټوکېدلې هغه بيانيه چې بې سارې لښکر لري د عدم تشدد په فکر او تګ لاره چې څومره رسوا کېدې شي دا په تشدد نه کېږي ښکاره مثال ئې دا پېښه ده چې په پښتنه ټولنه کښې د چا پټکي ګيرې ګرېوان ته لاس اچول د منلو وړ نه وي خو ورته غبرګون په دليل او منطق ولاړ زغم لاثاني جواب دې تراوسه خو هنري آلات د منلو وړ نه وو خو اوس پکښې خوږ غږ هم .
پټکې که په انساني ټولنه کښې زرګونو کلونو نه دود دې برق صېب ئې د مارپرستې دور ته رسوي خو پښتانه ئې د خپل خوږ پېغمبر ص او د خپل کلتور سره د رواېت په توګه په سر کوي او ډېر د مشرې سپېځلتيا درنښت ورته لري .
زما په خيال پدې ويرژن او ترهه ګر چاپېريال کښې کم پېغام چې په ډېرو هڅو د خپل کلتوري هڅو په وسيله نه شو ورکول کېدې هغه د مفتي معاذ ټپو او پټکي ډېر په مؤثر انداز کښې خور کړو هم دغه وجه ده چې کلتوري ارزښتونه د مېنځ نه وړل شي ځکه چې هم کلتوري بنسټونه د مات رامات ژوبل ژوبل ټولنې ارزښناک د رغونې لار کېدې شي خو چې که سائنسي پرمختګ علمي ارزښت او اقتصادي پرمختګ ورسره مل کړې شي جګړه د مذهب او لا مذهب نه ده بلکې د خودساخته سياسي مفکورو ده د سپېځلتيا په څادر کښې شېطان هم زغمل شي خو د شلیدلې قبا په رنګ کښې د فرشتې سپکاوې هم روا کول شي سېف الرحمن سليم وائي
دا خپل ځان به فرښته درته ښکاره شي
ګناهونه دې که اوليدل قبا کښې
نور الامين ايسپزئې صېب ليکي چې ټپه د کلتور بلها رنګونه لري که هغه د پښتون رومانس دې که د وطن مينه ده که د ننګ خبرې دي که د جونو او بې وسه اولس بې وسي او د غريبې څپېړې دي ټپه ئې زبردست ترجمانه ده
زه د مفتي معاذ پټکي ته د مولانا عبېد الله سندهي د پټکي په نظر ګورم کله چې هغه په ۱۹۱۵ کښې د شېخ الهند په وېنا هند پرېښودو ریلوې اسټېشن ته چې کله لاړې اور ګاړي ته ختو نو د سر نه ئې پټکې لرې کړو وائل دا دستار به هله په سر کوم چې ترڅو د هند نه د پيرنګي کډه اونه باسم هم دغه وجه وه چې تر مرګه پورې هغه پټکې بيا نه پسر کؤو سرتور سر به وو سرتور سر مړ شو او د مرګ نه درې کاله پس پيرنګي کډه په سر کړه نن عبېد الله سندهي نړۍ په پټکي مولا نه بلکې د ېو نړۍ وال قامي مبارز او صاحب دستار په توګه ېاد ساتي
ډېر سرونه دستار په سر لري خو اولس ئې بی دستاره خائن بولي ډېر دستار نه په سر کوي خو اولس ئې صاحب دستار ګنړي.
د مفتي معاذ سر دستار له جوړ دې که دستار پې نه هم وي نو مونږ ئې د خوشال بابا پدې شعر د دستار وړ بولو.
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي.
روح الامين ايسپزئې صېب د ټپۍ د ارزښت په اړه ليکي !
ارواښاد پرېشان خټک راته ېو ځل په ېو پروګرام کښې اووې چې ما په لندن کښې ېو انګرېز اووې چې صنف واوروه چې هغه ستا په خيال ستاسو د ژبې سوچه او ځانګړې صنف وي هغه وې ما ورته دا تپه واوروله :
د ګودر هر بوتې دارو دې
پري لګېدلي دي د پېغلو پلوونه
بيا مې ورته دا ټپه په انګرېزۍ کښې وروژباړله او کله چې هغه د دغه ټپې ژباړه واورېده نو لږه شېبه خو د ټپې په نازک خیالۍ کښې بېخي ډوب وو او بېا ئې راته په زوره اووې "دا دومره نازک خیال او په هغـو شړو ګټو کښې ! ما ورته د دې په جواب کښې اووې چې ” هو د اوبو چينې اکثر په ګټو کښې راوځي ، په ټپه کښې زمونږ د کلتور ټول رنګونه او ټـول دودونه ځوندي وي د ټپې موضوعات د پښتون د ژوند ټول موضوعات دي.
دغه راز دا ډؤل پېښې زمونږ په ټولنه کښې د سياست مذهب او کلتور په اړه د خورو کړې شوو تندروه فکرونو نتيجې دي چې ددې ناکام فلسفو نه څوک پشا کېږي نه نو څوک دې هم خوشالي نه کوي ددې ډؤل غبرګون بلکې ددې نه هم د زيات هرڅوک به ښکار کېږي.
د مـغـل پــر دوپـیـازه ملا عـــاشــقــه!
ستا پر خاوره، پاونده ملا هم تېر دې.
سعود بنګش.
مولانا خانزېب
Muft Maaz Tappay Aw Dastaar. Pashto Blog By Maulana Khan Zeb. Pashto Blog about Mufti Maaz. Mufti Maaz Pashto Tapay. Pashto Tappay, Pashto Folk Songs Tapay.
Discover More Pashto Sherona – The Soul of Pashto Poetry
If you are searching for Pashto Sherona (Pashto poetry), you are in the right place. At Khatirnama, we bring you a beautiful collection of Pashto love poetry, sad sherona, classical Pashto verses, and modern Pashto poetic expressions that reflect the heart and soul of Pashtun culture.
From emotional verses about love and loss to patriotic poems about Pashtun identity, honor, and traditions, this platform showcases both original creations and timeless classics. Each poem connects deeply with Pashto speakers around the world and resonates with the true spirit of Pashto literature.
What You’ll Find on Khatirnama:
- Pashto Love Sherona – Heartfelt expressions of romance and passion.
- Pashto Sad Poetry – Deep, emotional poetry full of longing and pain.
- Funny and Satirical Sherona – Light-hearted and humorous verses.
- Pashtunwali-Inspired Poetry – Honor, bravery, hospitality, and cultural pride.
- Poetic Tributes to Pashtun Heroes, Land, and Language
Why Pashto Sherona Are Going Viral:
- Pashtuns around the globe are reconnecting with their roots.
- Pashto poetry is now trending on social media platforms like Facebook, TikTok, and YouTube.
- Global interest in indigenous and regional languages is growing.
- The emotional depth and rhythm of Pashto Sherona are universally relatable.
Top Searched Keywords This Blog Covers:
- Pashto Sherona
- Pashto Poetry 2025
- Sad Pashto Sher
- Romantic Pashto Poetry
- Khyber Pakhtunkhwa Sherona
- Samiullah Khatir Sherona
- Dir Lower Poets
- Pashto Sher for Status
- Pashto Ghazal
- Pashto Culture and Literature
Don’t forget to explore more posts above for exclusive poetry from Samiullah Khatir and other celebrated poets. Share your favorite Pashto sherona with friends and keep our language alive across the digital world.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.