Muhammad Hafiz Inspired By Afghan Cricketer Rashid Khan.
Jaffar Hand
د پاکستان د سما تلویزون سره مې د پاکستان د کرکټ د پخواني لوبغاړي محمد حفیظ یوه مرکه ولیدله. هعه وايي چې دی د افغان لوبغاړي راشد خان لوی مینه وال دی او وايي چې په نړۍ کې یې ډېر لوبغاړي لیدلي خو راشد خان ډېر مسلکي او په عین وخت کې خاکسار او عاجز شخصیت دی
دی وايي راشد ډېر زیار کښ دی او هېڅکله خپل د ورزش وخت نه ضایعه کوي او خپل مسلک ته احترام لري. وايي همدا علت دی چې هغه په نړۍ کې انګېزه ورکوونکی لوبغاړی بلل کېږي او له کومې ورځې یې چې کرکټ پیل کړی د مسلکي کېدو او پرمختګ ګراف یې مخ په بره روان دی. محمد حفیظ له راشد خان سره د لاهور په ټیم کې و
د محمد حفیظ دا څرګندونې ډېرې مهمې او مسلکي دي. هغه په خپله یو لوبغاړی دی او نړیوال استعدادونه او لوبغاړي ښه پېژني. راشد خان تازه د پاکستان د کرکټ لیګ څخه ووت او بنکله دېش ته ولاړ چې د افغانستان لوبو کې برخه واخلي. دی هلته ښه وځلیده او پاکستانيانو له حده زیاته مینه ورکړه. راشد خان د افغانستان رښتینی استازی دی. دا ځوان دې لا وځلېږي, وطن او وطنوال ورسره ښه یادېږي.
#افغانستان
#کرکټ
#نظر
Photo courtesy: AFP
Muhammad Hafiz Inspired By Afghan Cricketer Rashid Khan. Muhammad Hafiz In a interview With Sama News TV declared All Rounder Rashid Khan as One Of His Favorite players.
Pashto Times Pashto Sports Blogs.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.