Skip to main content

Namoos. Pashto Afsana by Javed Bunerwal. Pashto Adab

 Namoos. Pashto Afsana by Javed Bunerwal. Pashto Adab



" ناموس "  

       سپوږمۍ غلې ناسته ده او د سترګو نه يې د چينې د اوبو په شان رڼې اوښکې بهيږي ـ داسې معلوميږي چې دا ورځ ورته د خپل خاوند هغه حادثاتي مرګ رامخکښې شوې دے ـ او هغه منظر يې بيخي د سترګو وړاندې دے ـ چې د څلورو يارانو  په اوګو د درنګ نه د يو يار  د وينو لت پت کټ راوړو ـ او د غولي په مينځ کښې يې ورته کېخوده ـ او د نمر د ډوبيدو نه مخکښې د چا د ژوند د ډوب شوي نمر ماښام يې ورته اوښوده ـ بس ناڅاپه کور کښې غوغا جوړه شوه ـ شور شو چغې شوې او سپوږمۍ ناګهانه په کټ ورلوټۍ شوه ـ خو د سپوږمۍ په سرو جامو کښې د ګلاب د سرو وينو رنګ بيخي نه ښکاريده ـ او د بلها ساندو ، وېر ، ژړا ، فرياد او چغو نه وروستو بد حاله شوه او بے هوشه د خپل ژوند د ملګري په کټ پريوته ـ


          درې څلور ورځې رسمي غم ووـ بيا داسې ورو ورو وخت تيريده ـ خو د سپوږمۍ د زړه او مازغو نه د ګلاب ښکلا ، ادا، مينه ، خلوص او خوږه رشته يو ساعت له هم نه وتله ـ هر وخت به يې د ځان نه دغه يو تپوس کوو ـ چې زه آخر په څه ګناه کړيږم ـ خو ضمير به يې چپ پاتې کيده او څه ځواب به يې نه ورکوو ـ


                    د کور په ډيوډۍ کښې سپوږمۍ لګيا ده د خيالونو په دنيا کښې يي څه ډير لرې سفر کړے دے ـ په دے کښې  ناڅاپه يې د خپو کشار تر غوږو شو ـ زر زر يې د رخسار نه د خپلې لوپټې په پلوسکي  اوښکې پاکې کړے ـ په دې کښې  يو څو د کور کسان او د سپوږمۍ تره نظير ډيوډۍ ته رادننه شول ۔


                  د لږ ساه کېدو د پس نظير داسې د خفګان غوندې انداز کښې اوويل الله ته چې څه منظور وي هم هغه کيږي ستا لا ځواني ده او د ژوند ډيره برخه دے لا په سر ده نو څه دے خيال دے؟


                    سپوږمۍ سترګې اوچتې کړے او په حيرانتيا سره کاکاا ! څه مطلب پوهه نه شوم ۔

                    نظير په پسته او خوږه لهجه بچے! مونږ ستا واده د ګلاب سره کړے وو خو الله ته منظوره نه وه ـ نو مونږ وايو چې ته په بل واده هم دې کور کښې پاتې شې ـ

                    سپوږمۍ د ځاٸے نه پاسيده او بيخي په غريو نيولي انداز يې اوويل   نه لالا ۔  

                    بس دا يې اوويل او بيا چپ شوه ـ

                    نظير بيا ډير په عاجزانه انداز سره ګوره سپوږمۍ ! دا زمونږ د عزت او ناموس خبره ده ـ او دا خلك به څه وايي ـ

سپوږمۍ که هر څومره خفه وه ، زړه يې چوده او د څهرې نه يې د انکار سرې لمبې لکه د اوور ختلې ـ خو د کاکاجي په مخ د پښتو ، رواج او ناموس دومره غټ ، ډوب څادر پروپ وو چې څه وايا مه ـ ځکه خو کاکاجي ته يې هيس احساس نه کيده ـ سپوږمۍ په ډکو سترګو د ډيوډۍ نه پاسيده ـ او لوپټه راښکلې خپلې کمرے ته لاړه ـ

                     پوره شل ورځې پس د کلي امام ، نظير کاکا او نور مشران کيناسته او د سپوږمۍ نکاح يې د ګلاب مشر رور شهباز  سره اوکړو ـ د کوېدن او واده تر مينځه يې ورله يوه مياشت وخت کېخودو ـ 

        واده ته ورځې نزدې کيدے او دلته د سپوږمۍ د زړه نه يو الله خبر وو ۔ هر وخت به ډوب سوچ او فکر کښې پرته وه ـ چې د دے رواجي واده نه به څنګ خلاصې مومي ـ

چې واده ته بيخې دوه شپې پاتې شوے نو د سپوږمۍ په زړه او مازغو چپې تلل راتلل شروع شو ـ چرته د دنيا نه يې د تللو لار کتله خو دا دومره په اسانه څنګ ممکن وه ـ 

    سپوږمۍ يوازې د انغرې غاړې ته ناسته ده ـ ناڅاپه يې د انګور هغه خبره راياده شوه چې د کور په دروازه کښې ووته ، لرګې يې په سر او کولپۍ يي په ترخ کښې د شهباز کورودانې ته وايي ـ شهباز غنمو له ګولۍ راوړي دي ـ په مخامخ چتۍ کښې رانه پاتې شوي دي ـ بره هغه زيړ کولر کښې يې کيده ـ بس بې ارادې پاسيده او په کولر ورغله ـ په کولر کښې يې د پلاسټک په ګوتۍکښې د غنمو دوه ګولۍ پيدا کړے ـ او سمدستي يې واچولې ـ 


      بهر راغله او د غولې په مينځ کښې يې  انګور ته ويل چې زما د واده انتظامات دې نور ودرولې شي ـ خو چا پرې هم غوږ نه ګرولو ـ داسې يو شل ، ديرش منټه پس يې حالات لږ خراب شو ۔ بيا د کور د خلکو هم يقين راغې چې څه چل شوې دے ـ خو اوس اوبه د ورخه اوړيدلې وې ـ نزدې ډاکټر رابللو کښې هم شل ، پنځويشت منټه اولګيده ـ خو چيک اپ نه پس پته اولګيده ۔ چې اوس قيصه بيخي تمامه ده ـ

        په چم ګاونډ کښې د خبر خوريدو سره د سپوږمۍ تره نظير کاکا هم په منډه راغې چې سپوږمۍ چرته غټ ښار کښې  غټ روغنتون ته غټ ډاکټر له بوځي خو د نظير کاکا د رارسېدو نه مخکښې د سپوږمۍ خپې يخې او سترګې کولاو پاتې شوې  وې ـ ـ

                       

ــــــــــــ

جاوېد بونيروال

Namoos. Pashto Afsana by Javed Bunerwal. Pashto Adab. Pashto Literature. Pashto Story Namoos. Pashto Story Ghairat. Pashto abadi Afsana. Pashto Short Story.



Meanings Of Some Pashto Words Used In Afsana Above.

Namoos Means Ghairat, Haya, Sharam, Parda

Jenai Is Pashto word For Girl

Spogmai Is Pashto Noun For Moon.

Gulab Is Pashto Word Noun For Rose Flower.

Jwand Is Pashto Word Meaning Life.


Makham Is Pashto Noun Word Meaning Evening.

Makham Is Pashto Word For Evening

Wada Means Marriage In.Pashto

Pashto Word For Marriage Is Wada.

Wada Kawal Is Pashto Verb Means Marry, To Marry


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso