Skip to main content

Pashtuns Of Bajaur In Raampur, India. Indian Pashtuns from Bajaur.

 Pashtuns Of Bajaur In Raampur, India. Indian Pashtuns from Bajaur.


Bajauri Pashtuns In Rampur India.


د باجوړ پښتانه په هند رام پور کښې 


صفيه حليم پخپل کتاب ،د روهېل کهنډ د هندوستان پښتانه ، کښې ليکي 


په ېووخت کښې په  رام پور کښې د پښتونخوا نه تلي د ګنړو قبيلو  څه پينځلس لاکهه پورې پښتانه اوسيدل  رام پور اوس د اترپردېش ېوه ضلعه ده څه اتهه ويشت لاکهه وګړي لري په نورلسمې پېړۍ کښې د حکومتي واک چلولو لپاره ېو شورا جوړه شوه د نوابانو په ضد څو وارې بغاوتونه اوشو په ۱۸۹۱ کښې جنرل اعظم الدين اووژل شو د رام پور نوابان د اودھ نوابانو د اغېز لاندې وو دا ډېر مست نوابان وو 


د رام پور نوابانو به د شاعرانو هنرمندانو هم ډېر قدر کولو د چاربېتو سیالي به کېدله د ډيلي پوهنتون استاذ پروفېسرډاکټر نصير احمد خان وائي چې مونږ داسې شواهد لرو چې چاربېتې د پشتو نه هند ته کډه کړې  د چاربېتو محفلونو ته اکهاړه وائي د کاظم خان شیدا څلۍ هم په رام پور کښې دې مولا لتاړ شلمانې د نواب ډيلي پشان ېوه تعليمي اداره جوړه کړه چې د هند نه راکډه شوې استاذانو به پکښې درس ورکولو شلماني ېو شمېر کتابونه هم ليکلي وو چې ،یادو کی دنیا ، د خپلې کورنۍ تاريخ دې 



رضا علي خان د رام پور وروستې نواب وو او په ۱۹۴۹ م کښې د رام پور نوابي د هند په جمهوریت کښې مدغم شوه .رام پور اوس د مراد آباد د سيمې یوه ضلع ده .دلته د پښتنو د هر قبيلې په نوم چې کوم محلتونه آباد شوي وو اوس هم په هغو نومونو پاتې دي، لکه  .محله باجوړي ، محله کټړه جلال الدین ،محله افغانان، ګهیر حسن خان، ګھیرا خوند خبلان، ګهیر اپریدیان، ګهیر سلابت خان، ګھیر الف خان، ګهیر غلجيان او داسې نور



په رام پور کښې ېو ستر مشر د عطا الرحمان مشران دوه سوه کاله پخوا د باجوړ نه رام پور ته ورغلي وو. دې د خپل ټبرد څلورم کول غړی دې چې په هند  کښېاوسېږي .د ده د پلار د نیکه نوم الف خان وو ، په ملک دین پورکلی کښې ئې ځمکې وې چې اوس په شهزاد نګر کښې شامل دي د الف خان ځوئي عثمان خان او د هغه ځوئي مقبول خان نومېدل چې د عطا الرحمان پلار وو. د دوی نهه سوه جريبه ځمکه وه. په دیارلسو کښې د مڼو باغ او په نوره ځمکه يې غنم، چنا ، ګنې ، او نور فصلونه کرل کېده د پلار ترمرګه د دوئې په کورنۍ کښې د چا کسب نه وو زده و او نه ئې تعليم کړی وو او د ځمکو په حاصل ئې ژوند کوو. دوئې يوسرې هم لري چې پکښې په ځمکو کارکوونکي (چميار) اوسيږي او دوئې ته معمولي كرايه ورکوي .


دبهلول او دشیرشاه خبرې اورم

چې په هند کې پښتانه وو بادشاهان


شپږ اووه پیړۍ ئې هسې بادشاهي وه

چې په دوئې پورې درست خلک وو حېران

یا هغه پښتانه نوروو دا څه نورشول

یا دخدائې دې اوس داهسې شان فرمان 

که توفیق داتفاق پښتانه مومي 

زوړ خوشال به دوباره شي په داځوان

(سترخوشال بابا )


په رام پور باندې پاتي شوي پښتانه نوابان ! 


1... نواب علی محمد خان   1719ء 15 ستمبر 1748ز


2 ...نواب فیض اللہ خان جولائی 1794ز 

 1748ء 24 جولائی 


3... نواب حافظ رحمت خان باریش (نائب السلطنت) 23 اپریل 1774ء 15 ستمبر 1748


4... نواب غلام محمد خان 1828ء 11 اگست 1793ز


5... نواب احمد علی خان 

 1840ء 24 اکتوبر 1794ء


6... نواب محمد سعید خان 5 جولائی 1840ء اپریل 1855


7 ...نواب یوسف علي خان    اپریل 1855ء 21 اپریل 1865


8... نواب کلب علی خان 21 اپریل 1865ء 23 مارچ 1887


9... نواب محمد مشتاق علی خان 23 مارچ 1887ء 25 فروری 1889


10... نواب حامد علی خان 25 فروری 1889ء 20 جون 1930

11 ...نواب رضا علي خان 20 جون 1930ز 26 جنوري 1950.


مولانا خانزېب



Bajauri Pukhtana Pa Hindustan Ki. Pukhtuns In Ram Pur India. Pashtuns Of Bajawar In India. Indian Pashtuns In Rampur. Bajawri Pashtuns Tribes In India.


Bajauri Tribes In India. History Of Pashtuns In India. Mahala Bajauri In Rampur India. Pukhtana Pa Hind Ki.



Naseer Ali Khan,  Last Nawab Of Rampur India.

Pashto History Blog About Indian Pashtuns.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso