Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama
جې په تيارو کښې د رڼا د زړۀ خبرې کوي
دا سړے څوک دے چې زما د زړۀ خبرې کوي
°
اوس سړے داسې په اسانه سړے نه پېژني
خلق هوښيار شو په خطا د زړۀ خبرې کوي
°
چې د رڼا او د رنګونو موسم پېژني څوک
باران ته ناست دي د برېښنا د زړۀ خبرې کوي
°
څوک چې د جنګ وايي د جنګ د زوره نه دي خبر
دا لېوني دي د بلا د زړۀ خبرې کوي
°
دا چې په مونږ او زمونږ مينه پورې ټوقې کوي
دا څوک! د کم ځاے دي؟ دا د چا د زړۀ خبرې کوي
°
اوس څوک رښتيا خبره هم ښکاره کولے نه شي
اوس ياران يو بل ته په غلا د زړۀ خبرې کوي
°
مدام سنګسار وي په صّابر غريب مې زړۀ هم وسوځي
څومره ساده دے په رښتيا د زړۀ خبرې کوي
________
صاحب شاه صّابر
قامتونه قيامتونه
(۳۳،۳۴/33,34)
Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kawe. Pashto Times Pashto Poetry Of Sahib Shah Sabir. Pashto Poetry In Text For SMS. Pashto SMS Text. Pukhto Naway Sherona. Ghazal Pukhto
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.