Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Ghazal. Hagha Masti Hagha Ghorzang Na Kawe.
هغه مستی، هغه غورځنــګــــ نۀ کـــوی
سترګې دې اوس دَ مینې جنګ نۀ کوی
دَ پېغلتوب دَ مستۍ خېـــر خو دی وی
بنګړی دې شور نۀ کوی، شړنګ نۀ کوی
زمونږ دَ ښار ښاپېــــرۍ اوښې پیــــری
زمونږ دَ غــــــرۀ غاړې لونـګـــــ نۀ کوی
هغه هم ستـــا دَ بڼــــــــو وبږنېـــــــږی
چې دَ سنګزنو تُــــورو څنـــــګ نۀ کوی
مونږ پۀ دې لاره بلها وینې تــــوې کړې
خو هسې نۀ رڼېـــــږی، رنــګــــ نۀ کوی
دَ محبت پۀ سینــــد وینځـــــلی زړونه
پۀ خیرو نۀ خړېــــږی، زنــګـــــ نۀ کوی
صابــــــر دَ مینې دَ نــشــې اموختـــــه
پۀ صابر بنګــــ نۀ لګی، بنــګـــــ نۀ کوی
ګران صابر صاحب
#صابرہ
Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Ghazal. Hagha Masti Hagha Ghorzang Na Kawe. Sahib Shah Sabir Pashto Lines. Pashto Ghazal By Sahib Shah Sabir. Pashto Times Pashto Sms Poetry 2022 and 2023.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.