Skip to main content

Shinawari Pukhtana. Shinwari Pashtun Tribes. Who Are Shinwari Pashtuns?

 Shinawari Pukhtana. Shinwari Pashtun Tribes. Who Are Shinwari Pashtuns?

Who Are Shinwari Pashtuns?

شينواري

By Khadim Shinwari

شينواري د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده چې د سړبن په ټولنيز گروپ پورې اړه لري او د سپين غره په شمالي لمنو او د ننگرهار په جنوب ختيځ کې مېشته دي. د دوی يوه برخه په لواړگی، څو کورنۍ يې دکوهاټ په ځنگلونو کې، د کونړ په سره کمر، د پروان ولايت په غوربند او کشمير کې هم استوگنه لري


Shinwari Tribes In Pashto History Book " Pukhtana Da Tarikh Pa Ranra Ki "


((پښتانه د تاريخ په رڼا کې)) د شينوارو په اړه ليکي دي؛ (( لکه چې د شجرې څخه معلومېږي کاسيان په يوولسو څانگو وېشل شوې دي چې د شينوارو قبيله هم په دوی کې شامله ده. لکه چې د پټې خزانې د روايت نه معلوميږي د خرشبون په اولاده کې د کند او ځمند اولاده د غوړی مرغی نه د غزني، کابل او پېښور د وادي له لور مهاجرت پيل کړ، نو په دغه وخت کې کاسيان بېرته د سليمان غره ته لاړل او هلته مېشته شول. البته د کاسيانو يوې قبيلې (شينواری) د خاښي خېلو سره مهاجرت وکړ او دخيبر په شمال او جنوبي غرونو کې مېشته شول. (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ١٣٢٨-١٣٢٧ مخونه)


د شينوارو شمال لوېديځ ته د خوگياڼيو قبيله، شمال ته يې د کابل سيند او د مومندو قبيله، ختيځ ته يې د ډيرونډ کرښه تر لواړگی پورې امتداد او د اپرېديو د قبيلې سره پوله لري او جنوب خواته يې سپين غر موقعيت لري. دوی د هسکې مېنې (ده بالا)، مومنددرې، نازيانو، اچين او دوربابا په ولسواليو او د چپرهار په علاقه دارۍ کې استوگنه لري. دغه قبيله په لومړی سر کې په دوو پلارو وېشله کېږي چې يوه ته سه پای او بل ته عبدالرحيم خېل وايي. چې سه پای مشر ورور او عبدالرحيم خېل کشر ورور دی. مشر ورور په خپل منځ کې اووه تپی دي؛ حسن خېل، حمزه خېل، الياس خېل، رينداد خېل، حيدرخېل، بابرخېل، سليمانخېل او کشر ورور يې په دې تپو وېشل شوې دي او هغه له علي شېرخېل، عدل خېل او سنگوخېل څخه عبارت دی.


Sub Tribes Of Shinwari And Their Dwellings In Khyber.

د دغو خېلونو د استوگنې ځايونه


١. حمزه خېل: دوی په خپل منځ کې دوه تپي دي چې يوه احمد خېل او بل يې مغدود خېل دي. احمد خېل اکثره په ده بالا او لږ شمېر يې په تنگی، شرمبنی او لرو احمدخېلو کې اوسېږي. مغدود خېل په گاگره، گجڼه، مريز، سنگوټا او راوگی کې استوگنه لري


٢. الياس خېل: لياسخېل (الياس خېل) اکثره په هسکې مېنې، گيزاره، لږ شمېر يې د هسکې مېنې په تنگی او يو شمېر په نری اوبو کې اوسېږي او د جعفريانو په نامه څو کورنۍ يې بيا د کوچيانو په ډول ژوند کوي.


٣. حسن خېل: حسن خېل د هسکې مېنې د ولسوالی په اوغز، گورگوری، پايی، شيخ ميدان، ياغی بند، شپوله او گيزاره کې پراته دي. يو شمېر حسن خېل په غوښت دره کې هم استوگنه لري. ويل کېږي چې د حسن خېلو شمېر به (١٦٠٠٠) تنه وي.


٤. رينداد خېل: د مامند په تنگی، باغ، اچين او گردی کې پراته دي. دا ښاخ په څلورو څانگو وېشل شوی دی او د پاخېلو، اليکه خېلو، بام خېلو او خليفه خېلو څخه عبارت دي. ٥. حيدرخېل: دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي چې يوه ته ((نيمې در)) او بل ته ((ممه خېل)) وايي. ممه خېل په لنډی، مورگی چينه، د اوڼی، اسدخېلو، تريلی، ميدانک، سره کلا او هجوم کلی کې مېشته دي.


٦. سيلمان خېل: په توتگی، وچکتوټ او د کوشتل په کليو کې اوسېږي.


٧. بابر خېل: دا يوه کوچنی څانگه ده چې يو شمېر يې په صندق، بټن او چهل گزي کې اوسېږي



٨. علي شېرخېل: دا د عبدالرحيم خېلو يوه څانگه ده چې څه برخه يې په لواړگی او څه يې په افغانستان کې مېشته دي. دوی په اوو تپونو باندې وېشل شوې دي او هغه له عيسی خېلو، باخېلو، تړخېلو، پيروخېلو، اش خېلو، خوگاخېلو او شودن خېلو څخه عبارت دی.


٩. عدل خېل: دا هم عبدالرحيم خېلو يوه پښه ده. دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي يعنې عثمان خېل او کرگوخېل.


١٠. سنگوخېل: سنگوخېل په درېو پلرونو باندې وېش شوې دي؛ گدوخېل، څلورپلاری او غني خېل، سنگوخېل د مندتی څخه تر غني خېلو پورې د نازيانو په درو کې پراته دي.


له دې کبله چې د شينوارو يوه برخه د خيبر د تاريخي درې په شاوخوا کې استوگنه لري نو د خيبريانو په نامه سره هم يادېږي چې اورکزی او اپرېدي هم په همدې نومونو مشهور دي. د تورخم او شمشاد سيمې هم د عليشېرخېلو شينوارو د استوگنې سيمي دي. د لواړگی شينواری په خپلو خېلونو کې وېش د حجرې له مخې ترسره کوي چې اوس د هر خېل حجري په لاندي ډول دي: خوگاخېل (١٧٢) حجرې، شېخ مل خېل (٦٨) حجرې، اش خېل (٢٣) حجرې، مختارخېل (٢١) حجرې او غني خېل (٣٥) حجرې. د لواړگی شينواری اکثره د سوداگری په چارو بوخت دی او هغه ترانسپورتي تجارتی لارې چې د کابل او پېښور تر منځ چلېږي د همدې خلکو په لاس کې دي. (اضالع،ايجنسي ها و قبايل ايالت پشتونستان، ٥٧ مخ) د لواړگی شينواري د افغانستان د شينوارو سره ښې اړيکې لري. د لواړگی د شينوارو شمال خواته شلمان، ختيځ ته يې ملاگوری او جنوب ختيځ ته يې اپرېدي موقعيت لري. د لواړگی سيمه د تورخم نه د خيبر د اپرېدو تر پوله شپږ ميله اوږده او درې څلور ميله پلنه ده. شينواری په مېلمنه پالنه کې مشهور دي. د دوی حجرې تل د مېلمنو او مساپرو پر مخ خلاصي وي. د حجرو تر څنگ يې جوماتونه هم شته، په دوی کې د جرگې سسټم ډېر قوي دي او اکثره خلک خپلې لانجې د قومي جرگو له لارې اواروي. د لواړگی شينواری اکثره خپلې جرگې په سپين جومات کې چې د لواړگی تر منځ د لويي هديرې سره موقعيت لري جوړوي


Nanawati Rasam Of Pashtunwali In Shinwari Tribes.

په شينوارو کې د نورو پښتني قبيلو په څېر د ننواتی دود هم ډير قوي دي چې ارو مرو يې قبلوي او مني يي. په دوی کې د سولې کولو دود هم د پخوا په شان په خپل حال پاتې دی چې (تيږه) يې بولي او اپرېدې ورته (کاڼی) وايي ( پښتانه، کابل ١٣٤٩ کال، ١٨٠-١٨٦ مخونه.) همدا راز د باجوړو په الينگار، چمرکنډ، څاوگی، شېخ بابا او سره کمره کې هم شينواری استوگنه لري. د شيگل شينواری تقريباً درې سوه کاله پخوا د ځينو عواملو له کبله د سره کمره خواته تللی دي او د شيگل ځمکه يې له نورو قومونو څخه چې په هغه وخت کې کافران وو نيولی وه. د شينوارو راگ شيگل ته او د نورو قومونو څخه د شيگل نيول د شيخ بابا په مشرۍ چې اصلي نوم يې (ذکريا) دی ترسره شوې دي. د دوی سره د شيگل په نيولو کې ماموندو هم ملگرتيا وکړه. شينواری د کافرانو د سخت مقاومت سره مخامخ شول په تېره بيا هغه وخت چې د کنډرو کلا محاصره شوه نو شېخ بابا امر وکړ چې ټول شينواری دی د کلا د سوځولو لپاره يوه يوه گېډۍ لرگي راوړي نوموړي کلا وسوځل شوه او شينواری بريالی شول چې وروسته شېخ بابا د شينوارو تر منځ شيگل ووېشه چې په دې وېش کې ادرم (عبدالرحيم خېلو) ته کټه سيد، امان کوټ، گربوړی، کنډرو، زبړبت ډاگ، ملاعلم کلی، شينکی، غرتنگی او شنگر شا ورسېدل. سليمانخېلو ته چاکوړی، شينگرگل، نيم لاچی، سيمه لام، بنوديت، سورمل، برگله يی او ماټينه ورسېدل. (د پښتنو ټولنيز – اقتصادي جوړښت، ٢٨-٢٩-٣٠ مخونه.


Shinwari Of Lwargi Khyber Agency. Sub Tribes Of Shinwari

په لواړگی کې د عليشېرخېلو څانگې دا دي؛ خوگاخېل، شېخ مل خېل، پيروخېل، ميردادخېل، اش خېل، مختارخېل، غني خېل، پتمی خېل، بسی خېل، طالب خېل، سيدخېل، اشرف خېل، طوطی خېل، شربی خېل، بابی خېل، شدان خېل، مادور خېل، مياخېل او عالم خانی. د ننگرهار په ولايت کې د شينوارو شمېر ( ١٥٥٢٧) تنه، د کونړ په ولايت کې (٥٠٠٠) تنه د لواړگی شينواری (١٢٧٧٠) تنه او د سره کمر شينواری (١٣٠٠٠) تنه ښودله شوې دي.

Sources About Blog On Shinwari Pashtuns.

سرچينې

د پښتنو ټولنيز – اقتصادي جوړښت، ٢٨-٢٩-٣٠ مخونه

پښتانه د تاريخ په رڼا کې ١٣٢٨-١٣٢٧ مخونه

اضالع،ايجنسي ها و قبايل ايالت پشتونستان، ٥٧ مخ

پښتانه، کابل ١٣٤٩ کال، ١٨٠-١٨٦ مخونه.)

د پښتنو ټولنيز – اقتصادي جوړښت، ٢٨-٢٩-٣٠ مخونه

امير حمزه شينواری

امير حمزه خان شينواری يو پښتون شاعر، ليکوال، فلم جوړونکی، او د راډيو وياند وو. هغه د تصوف د لارې لاروی وو او په دې ډگر کې يې هم کتابونه خپاره شوي دي. په شعر او ادب کې د ځانگړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار بلل کېږي


Pashto Times Tags For Pashto Blog Post About Shinwaris Pashtuns.

Shinwarian Sook De? Da Shinwariano Tarikh.

Shinawari Pukhtana. Shinwari Pashtun Tribes. Who Are Shinwari Pashtuns?

Shinwaryan Sook De? Da Shinwaro Tarikh. Shinwari Tribes History. Pashtuns, Shinwari Sub Tribes. 

Sub Tribes Of Shinwari Pashtuns. Da Shinwaro Khelona.

Famous Shinwari Pashtuns In Pakistan

Famous Shinwari Pashtuns In Afghanistan.
Pukhtana Da Tarekh Pa Ranra Ki. Shinwari Pashtun Tribes.

Pashto Times Tags For Pashto Blog Post About Shinwaris Pashtuns.

Shinwarian Sook De? Da Shinwariano Tarikh.

Shinawari Pukhtana. Shinwari Pashtun Tribes. Who Are Shinwari Pashtuns?

Shinwaryan Sook De? Da Shinwaro Tarikh. Shinwari Tribes History. Pashtuns, Shinwari Sub Tribes. 

Sub Tribes Of Shinwari Pashtuns. Da Shinwaro Khelona.

Famous Shinwari Pashtuns In Pakistan

Famous Shinwari Pashtuns In Afghanistan.


Pukhtane Qabelay Opejanai

Pukhtana Da Tarikh Pa Rana Ki by Zaffar Kakakhel.


Pashto Times Tags For Pashto Blog Post About Shinwaris Pashtuns.

Shinwarian Sook De? Da Shinwariano Tarikh.

Shinawari Pukhtana. Shinwari Pashtun Tribes. Who Are Shinwari Pashtuns?

Shinwaryan Sook De? Da Shinwaro Tarikh. Shinwari Tribes History. Pashtuns, Shinwari Sub Tribes. 

Sub Tribes Of Shinwari Pashtuns. Da Shinwaro Khelona.

Famous Shinwari Pashtuns In Pakistan

Famous Shinwari Pashtuns In Afghanistan.



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso