Skip to main content

Talib Jan. Pashto Novel Talib Jaan By Wagma Saba Aamir

 Talib Jan. Pashto Novel Talib Jaan By Wagma Saba Aamir


ډېر ملګري د (طالب جان) د ناول پوښتنه کوي، د ملګرو غوښتنو ته د احترام په خاطر د دې ناول يوه وړه برخه يې تاسو سره شريکه وم. په هيواد ملګري د انټرنيټ او د برېښنا له ستونزو سره مخ دي له دې وروسته به کيسې او نورې ليکنې ټولو ته ښکاريږي


طالب جان

ناول


طالب جان د وښو پنډ له شا راکوزکړ، غوا یې دکور په

اخور پورېوتړله او بیا یې په نعرو پیل وکړ:

_ادې !وه ادې


څونعرې یې وکړې،د ادې ځواب یې تر غوږ نشو، بره بالا خانې تهوخوت چې ګوندې ادې او ورېښمینه به هلته وي، خو هلته نه ادېوه او نه ورېښمینه، له ځان سره وغورېده:

_هره ورځ مور او لورکورکې نه وي.

له بالاخانې څخه لاندې تندورخانې ته کوز شو، ټوکرۍ ته یې پام شو،

هغه يې پورته کړه،دمستوپه کټوې یې سترګې ولګېدې،دکټوې سریې لوڅکړ،دټینګو او خوندورو مستو په لیدو یې په خوله کې اوبهراغلې .

دکندو له سره یې دسترخوان را واخیست، یودانه پاستی یېدکټوې په سر کېښود اودسترخوان یې بېرته په خپل ځای باندې کېښود.

نیمه کټومستې یې له یوه پاستې سره وخوړې .همداسې ولاړ شي

ورنه هېر شول چې دمستو سربېرته پټ کړي .په چوتره باندې دنغریوخواته ورغی، په نغري باندې توردېګي ته یې پام شو،د هغه سریېلوڅ کړ،د هګیود شکنې وږمه پرې ښه ولګېده، خو اشتها یې ورته رانغله .دنغري خواته دتناره په چوترې ور وخوت،دلته به تل

ورېښمینه درېده اودګاونډی د ښځو سره به یې خبرې کولې، پستو د هغې خور لڼه وه او هغه به ټوله ورځ ورسره لګیا وه خبرې به یېکولې .اوس د ورېښمینې په ځای طالب جان دبلۍ سرته پورته شو


ویې لیدل چې پستو د مور، ورېندارې او خور سره په کاله کې دکوټومخې ته دمني پیتاوي ته ناسته ده اود ماسپښین چای څکي .دپستو شا وه، طالب جان ورته نه ښکارېده


طالب جان یوه لوټه را واخیستله،د هغې خواته یې ور وشړله، لوټهبرابره دپستودمور په پیاله کې ولوېده،دټک سره پیاله ماته شوه .دپستومور نعرې کړې


_الله !دا چا؟ ځوانیمرګ یې کې،دا لوټه چا را ووېشته؟

پستوپوه شوه چې داکار چاکړی؟دا د هغې اود طالب جان ترمنځیو شفرو، زر یې وویل:

_وۍ ادې، پاس په دېواله به پشۍ تېره سوې وي، بس خوله دې ښېراوته جوړه ده.

_نو خدای دې ووهه، خپله پیاله به دې راته اخیستې وه،دابا پیالهدې ولې راته راوړه؟په نوروز دا پیاله ډېره ګرانه وه،دالکوزي د چایو پهډبي کې ورته راوتلې وه.

دپستواو ادې یې دپیالې په سر جنګ شو،دمور او لور په شراو شورباندې د طالب جان زړه بیا وتخنېده،دویم ځل لپاره بلۍ ته پورته شو

Talib Jan. Pashto Novel Talib Jaan By Wagma Saba Aamir. 

Talib Jan Pashto Novel Written By Afghan Pashto Poetess, Writer And Radio Journalist Wagma Saba Amir. Wagma Saba Amir Working With Mashaal Radio RFE Pashto Services.
Talib Jan. Pashto Novel Talib Jaan By Wagma Saba Aamir. 

Talib Jan Pashto Novel Written By Afghan Pashto Poetess, Writer And Radio Journalist Wagma Saba Amir. Wagma Saba Amir Working With Mashaal Radio RFE Pashto Services.

Talib Jan. Pashto Novel Talib Jaan By Wagma Saba Aamir. 

Talib Jan Pashto Novel Written By Afghan Pashto Poetess, Writer And Radio Journalist Wagma Saba Amir. Wagma Saba Amir Working With Mashaal Radio RFE Pashto Services.



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso